تاند- د لومړي ځل لپاره د کمپیوتر داسي ماوس جوړ شو چې د سر په اشارې کار کوي.
دا ماوس د معلولانو یا هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې لاس نه شي خوځولی.
ډېر داسي معلولان شته چې نه عادي موس کارولی شي او نه لمسي یا ټچ. خو د دې ماوس مخترع، چې د ترکیې تبعه دی، وايي چې د معلولانو دا ستونزه یې حل کړې ده.
له دې ماوس څخه په اسانه کار اخیستل کېدای شي. کار اخیستونکی معلول یې باید د عینکو په شان د سترګو مخته یا پر تندي کښېږدي او د کلیک کولو تڼۍ په خوله کې ونیسي. د بلوتوټ په وسیله کمپیوټر ته قومانده ورکول کېږي.
د دغه ماوس ترک مخترع محمد نیمو د خپل دې نوي ماوس په اړه وايي چې د کلیک کولو تڼۍ یې، چې معلول یې باید په خوله کې ونیسي، له پوره روغتیايي یا صحي او باکتریا ضد موادو جوړه شوې ده.
دا ماوس پر درو تنو ازمویل شوی او هغوی۵۰ زره کلیکونه پرې کړي دي.
حاضر دمه د دغه ماوس بیه ۱۴۹ ډالره ده خو که بازار پیدا کړي د نورو ماوسونو په شان به ارزانه شي.