ولسونو د رغنیزو پروژو د ساتنې او امنیت په تامین کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

ننګرهار ولایت د روداتو،هسکې مینې،کوټ او بټي کوټ ولسوالیو مخورو،دیني عالمانو او یو شمېر نورو د یوې غونډې په ترڅ کې ژمنه وکړه،چې په یادو ولسوالیو کې به د رغنیزو پروژو په ساتنه او د امنیت په تامین کې د خپلو ملکي او امنیتي ادارو سره همکاري وکړي .

دغه غونډه چې د روداتو ولسوالۍ په درب ځآله سیمه کې جوړه شوې وه،په کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي،امنیه قوماندان، ملي امنیت رئیس،سناتور لطف الله بابا، ولسوالانو،امنیه قوماندانانو، د عامې روغتیا،پوهنې،حج او اوقافو،کرنې او مالدارۍ،ټولګټو چارو،کلیو پراختیا او بیارغونې او یو شمېر نورو مسؤلینو او مخورو ګډون کړی و.

په مشرانو جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي سناتور لطف الله بابا، د پکتیا پخواني والي رحمت الله رحمت او د هسکې مینې ولسوالۍ قومي مشر ملک معروف خان شینواري د ولسونو په استازیتوب له مسؤلینو څخه په بېلابېلو برخو کې غوښتنې او له دوی سره ژمنې وکړې.

دوی زیاته کړه، د یادو څلور ولسوالیو ولسونه په یوالې سره د بیارغونې هر ډول پروژو څخه په ساتنه او په دغه ولسوالیو کې د امنیت په تامین کې د خپلو امنیتي او ملکی ادارو سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دي،خو په یادو برخو کې د مسؤلینو د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د ولسونو په یوالې سره په دغه ولایت کې کولای شو،چې د هر ډول امنیتي ننګونو مخنیوی وکړو،چې له مخې به یې رغنیزو او نورو پرژو ته د کار زمینه برابره شي .

هغه زیاته کړه،سکتوري ادارو ته یې دنده سپارلې،ترڅو د ولسونو په همکارۍ په یادو ولسوالیو کې هر ډول رغنیزې او نورې چارې ترسره کړي او همد راز یې ډاډ څرګند کړ،چې ملي امنیتي قواوې به د مخورو په همکارۍ د دښمن هره ځاله لمنځه یوسي .

ننګرهار والي ولسونو ته زیر ورکړ،چې په پچیراګام ولسوالۍ کې داعش وسله واله ډله ځپلې او په دغه چاره کې ورسره ولسونو زیاته قرباني او قهرماني ورکړې ده .

د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځوس بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه .

ننګرهار ولایت د روداتو او هسکې مېنې ولسواليو لپآره د پېوې کنډو په سيمه کې د عامې روغتيا ادارې له لورې د ۴۴ ميليونه افغانيو په لګښت د ۵۰ بستريز روغتون د بنسټ ډبره د لیندۍ په ۱۱مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

په دغه مراسمو کې د روداتو،هسکې مینې،کوټ او بټي کوټ ولسوالیو سلګونو مخورو،د ولایتي شورا غړو،امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس، د سکتوري ادارو مسؤلینو،ولسوالانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د بنسټ ډبرې د کېښودلو پر مهال د عامې روغتيا ادارې، د سيمې خلکو، سناتور لطف الله بابا،ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني او ګڼ شمېر نورو څخه مننه وکړه، چې د دغه روغتون د بنسټ ډبرې په کېښودلو کې یې له عامې روغتیا ادارې سره مرسته وکړه .

نوموړي زیاته کړه، دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت د پرمختیایي بودیجې په ۴۴ میلیونو افغانیو مالي لګښت د یو نیم کال په موده کې په لس جریبه ځمکه کې په دوه ودانیو او دوو پوړونو کې جوړیږي .

هغه وویل،په دغه روغتون کې به د زیږون،عملیاتو،داخله او ګڼ شمېر نورې ضروري برخې جوړې او فعاله شي،چې په ترڅ کې به د کوټ،بټي کوټ، هسکې مینې او روداتو ولسوالیو ولسونه ترې ګټه واخلي .

ننګرهار والي د شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د روغتون په جوړولو کې معیار او شفافیت ته ځآنګړې پاملرنه وکړي .

د عامې روغتيا رئیس ډاکتر نجيب الله کاموال وويل،په لومړيو کې پلان شوې وه، چې یاد روغتون ۳۰ بستریز جوړ شي،خو د خلکو په غوښتنه یې دغه روغتون پنځوس بسترونو ته لوړ کړ.

نوموړي وويل،په دغه روغتون کې دوه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړيږي، چې داخله، عمليات، زيږون او ګڼ شمېر نورې برخې به ولري .

ده وويل، چې هڅه کوي ياد روغتون د جوړېدو چارې له ټاکل شوي وخت څخه مخکې بشپړې او ګټې اخيستنې ته يې وړاندې کړي.

د عامې روغتیا رئیس ډاډ ورکړ،چې د روغتون جوړیدو چارو څخه به د رسمي مسؤلینو ترڅنګ د ولسونو ډلګۍ هم د څآرنې په موخه وګماري .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي د لوړ پوړو مسؤلینو په ملتیا د روداتو ولسوالۍ مقام د بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،چې د امنیتي او ملکي ادارو مسؤلینو یې ملتیا کوله، د لیندۍ په ۱۱مه د دغه ولایت د روداتو ولسوالۍ مقام د بېلابېلو څآنګو څخه لیدنه ترسره کړه .

د دغه لیدنې په ترڅ کې د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار د ولسوالۍ د کړنو،فعالیتونو او ستونزو په اړه سلاکار وزیر او ننګرهار والي ته معلومات ورکړل .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ښاروالۍ،اجرائیه مدیریت، املاکو، ملي امنیت،محاکمو او یو شمېر نورو څانګو څخه د لیدنې پر مهال مسؤلینو ته په چارو کې د ګړندیتوب او شفافیت لارښوونه وکړه.

هغه همدا راز د روداتو ولسوالۍ ابتدایي محکمې رئيس ته سپارښتنه وکړه،چې د عدالت له مخې ټولې قضیې په ښه توګه وڅيړي،ترڅو د ولسونو او حکومت ترمنځ واټن لا نږدې شي .

نوموړي د روداتو ښاروالۍ مسؤلینو ته جدي امر وکړ،چې د امینتي ځواکونو په همکارۍ د حکومتي ځمکو څخه څارنه ترسره او منظور شوي ښارګوټې د غاصبینو له منګولو وژغوري.

د حضرت عمر فاروق د عصري او دیني زده کړو مدرسې څخه لیدنه وشوه.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لوړ پوړو امنیتي او ملکي ادارو د مسؤلینو او سناتور لطف الله باباد په ملتیا د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق رض د عصري او دیني زده کړو مدرسې د زده کړو بهیر او نورو څانګو څخه لیدنه وکړه .

د یادې مدرسې زده کوونکو مسؤلینو ته د ښه راغلاست په موخه د ګلونو ګیډۍ د ورکړې ترڅنګ پر دوی تازه ګلونه وشیندل .

د دغه لیدنې پر مهال سناتور لطف الله بابا وویل،په دغه مدرسه کې ۴۲۸ تنه ماشومان په دیني او عصري زده کړو بوخت دي،چې تر پنځم ټولګې پورې په نهه څانګو کې دیني او عصري زده کړې ورکول کیږي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل خوښي څرګنده کړه،چې په یاده ولسوالۍ کې تر ټولو زیاتې په عصري بڼه له جوړې شوې د دیني او عصري زده کړو مدرسې څخه لیدنه کوي .

هغه د زده کوونکو د روزنیز او زده کړو بهیر څخه ارزونه هم ترسره کړه.

د شهيد مولوي عبدالصمد کورنۍ غړو ته د فاتحې او تسلیت مراتب ترسره شول .

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل چې سناتور لطف الله بابا، حج اوقافو رئیس او نور مسئولینو یې ملتیا کوله، په روداتو ولسوالۍ کې یې د شهيد مولوي عبدالصمد کورنۍ غړو ته د فاتحې او تسليت مراتب وړاندې کړل او هم یې ورسره د نغدي،خوراکي اوغېرې خوراکي توکو مرسته وکړه .

نوموړي وویل،شهيد مولوي عبدالصمد د هېواد يو جيد عالم و، چې نوي نسل او خلکو ته يې د الهي ارشاداتو او نبوي لارښوونو ښودنه کوله.

هغه زیاته کړه،،د هېواد دښمنان هڅه کوي، چې زمونږ مشران، عالمان، ماشومان او زنانه په بې رحمه ډوله په شهادت ورسوي،د خلکو کورونه وران کړي او په دغه کړنې سره د ولسونو په منځ کې ویره خپره کړي .

ده د شهيد کورنۍ ته د ډاډګيرنې او تسليت مراتب وړاندې کړل، شهيد ته يې د الله ج له درباره د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.

د شهيد مولوي عبدالصمد ورور عادل ځلاند له ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې د ورور د وفات له امله يې دوی ته تسليت وړاندې کړ.

شهيد مولوي عبدالصمد شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د روداتو ولسوالۍ په اخون کلي کې داعش وسله والو له ځان سره تر بيولو ورسوته په شهادت رسولی وو.

نا معلومو وسله والو څلور تنه ملکي وګړي په شهادت ورسول

د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ اړوند د دولتزو په سيمه کې نن شاوخوا نهه بجې نا معلومو وسله والو، چې پر موټر سايکل سپاره و څلور تنه ملکي وګړي، چې ټول نارينه او لويان دي په شهادت رسولي او له سيمې تښتيدلي..

د معلوماتو له مخې ياد کسان اصلي د پچير اګام ولسوالۍ اوسيدونکي، چې د جلال اباد نه چپرهار ولسوالۍ ته روان و او په ياده سيمه کې نامعلومو وسله والو په شهادت ورسول.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر ياده پېښه ژوره خواشيني ښودلې، شهيدانو ته يې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کړې او امنيتي ادارو ته يې لارښوونه کړې، چې د دې پېښې عاملين ژر تر ژره تثبيت او د قانون منګولو ته وسپاري.

دښاري محکمې اړوند دعامه حقوقو ابتدايه دېوان ديوې علني غونډې په ترڅ کې دبهسودو پله ته څېرمه دفوايدعامې رياست د ډېپو نږدې درويشت جريبه ځمکه ، چې دعثمان منصوري له لوري پرې دعوه شوې وه د دولت په ګټه فيصله کړه .

دغه علني غونډه دچهارشنبې په ورځ دښاري محکمې رئيس قضاوتمند مفتي محمدوزيرپه مشرۍ ،قضاوتمندرحمت ګل حليم او قضاوتمندفضل ربي په غړيتوب ترسره شوه ، چې پکې دکانال ، ښاروالۍ او اراضۍ ادارو استازو او يو شمېر نورو خلکو ګډون کړی وو.

په علني غونډه کې موظف څارنوال محمد شعيب دبهسودو پله ته څېرمه دفوايدعامې رياست اوسنۍ ډېپو ۲۲ جريبه ۱۵ بسوې او ۱۶ بسواسې ځمکې اړوند برابره شوې صورت دعوه واوروله.

دغه راز دحقيقي شخص مدافع وکيل ديادې ځکمې په اړوند راټول شوي اسناد او دفاعيه کې ځای پرځای شوي دلايل دغونډې ګډون والو ته واورول او له قضايي پلاوي يې دعادلانه پرېکړې غوښتنه کوله .

دغونډې قضايي پلاوي دهر اړخيزو خبرو او معلوماتو ترلاسه کولو ورورسته دقضيي دطرفينو په شتون کې درايو په پوالي سره دځکمنيو چارو دتنظيم قانون د ۳ مادې ۸ فقرې پربنسټ او دمدني محاکماتو دقانون ۲۵۸ او ۲۵۹ مادې او دغه راز دپخواني ولسمشر ۱۳۸۳ ګڼه فرمان د ۵ مادې او ۲ فقرې په نظر کې نيولو سره د دولت په ګټه فيصله کړه.

دعلني غونډ‌ې قضايي پلاوي وويل دبهسودو پله ته څېرمه دفوايدعامې رياست داوسنۍ ډېپو ځکمې په تړاو شوې پرېکړه وروستۍ نه ده حقيقي شخص کولای شي داستيناف غوښتنه وکړي .

د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو درې سوه اته ويشت بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرسته ترسره شوه.

د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو نن يو ځل بيا درې سوه اته ويشت بې ځايه شويو کورنيو سره د بېلا بېلو مرستندويه ادارو پر مټ د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرسته ترسره شوه.

د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی وايي : د بې ځايه شويو کورنيو سروې يې د ننګرهار والي په لارښوونه پيل کړې ،چې په خبره يې ټولو اړمنو کورنيو ته به مرسته ورسوي.

دی وايي: په ياد شمېر کې دوه سوه لس کورنۍ له پچيراګام ولسوالۍ څخه را بې ځايه شوي ،چې د ډبليو – ايف – پي ادارې له لوري هرې کورنۍ سره د دوو مياشتو لپاره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

نوموړی وايي يوې بې ځايه شوې کورنۍ ته د ډي – ار – سي ادارې شپاړلس زره افغانۍ ورکړې.

د نوموړي په وينا اته ويشت نورې کورنۍ ،چې له کوټ ، هسکې مينې او کونړ ولايت څخه رابې ځايه شوي ډي – ار – سي ادارې هرې کورنۍ ته شپاړلس – شپاړلس زره افغانۍ ورکړې.

د کډوالو چارو رئيس وايي نهه اتيا کورنۍ ،چې له اچين ولسوالۍ څخه را بې ځايه شوي او دا مهال په مومندرې ولسوالۍ کې ميشتې دي د ماشوم ساتنې خيريه ټولنې له لوري هرې کورنۍ سره د پنځه زره سل افغانيو نغدي مرسته ترسره کړه.

فقيرزی وايي: ټولو بې ځايه شويو او کډوالو کورنيو سره به له سروې وروسته ورته مرستې ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *