د غه خبرې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت نن ۱۳۹۵ یم کال د لیندۍ په یولسمه نېټه د دغه ولایت د ارګون ولسوالۍ له مخوروقومي مشرانو سره په لیده کې وکړې.

د پکتیکا والي محمد لیاس وحدت وویل: ولایتي اداره ژمنه ده چې  ټولې هغه دولتي ځمکې به بیرته دولتي کوي چې د زورواکو له لوري غصب شوې دي.

وحدت وویل: د شخړو د هواري په موخه یې د شخړو د هواري کمېټه جوړه کړې چې ستاسو ټولې ستونزې او غوښتنې به له نیږدې اوري او هغو ته به د حل لارې چاري لټوي.

نوموړي دغه راز له راغلیو مشرانو څخه وغوښتل چې له  ولایتي ادارې سره دې د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي او پخپلو سیمو کې دې د پوهنې بهیر پیاوړتیا او بیارغونې پروژو پلې کولو ته ښه زمینه برابره کړي، له هغو څخه دې څارنه وکړي، نمګړتیاوې دې په ګوته او له ولایتي ادارې سره شریکې کړي.

د ارګون ولسوالۍ مخورو قومي مشرانو د پکتیکا له والي محمدالیاس وحدت څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې د ارګون ولسوالۍ ولسونه له ولایتي ادارې سره په هره برخه کې پوره همکار دي.

مشرانو دغه راز له والي څخه وغوښتل چې په ارګون ولسوالۍ کې دې ښاري ماسټرپلان پلی شي او د ځمګو د تصفیې لپاره دي هیئت تعین او په یاده ولسوالۍ کې دي د ځمکو پرسر ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *