برقي موټر

تاند- ټاکل شوې ده چې د جرمني بي ایم ډبلیو کمپنۍ راتلونکی کال د نړۍ تر ټولو کم مصرفه الیکترونکي یا برقي موټر جوړ او بازار ته راوباسي.

د دغه موټر، چې i3 نومېږي، په مخکینۍ او شاتنۍ برخه کې بېټرۍ ځای پر ځای شوي څو د نورو برقي موټرونو دوه برابره وچلېږي.

حاضردمه آی ۳ موټر په یو وار چارج ډېر تر ډېره ۳۰۰ کیلومتره مزل کولی شي.

آی ۳ کوچنی ښاري موټر دی او د هغو په جوړولو کې له کاربوني فایبرونو کار اخیستل شوی دی.

دا موټر په ۲۰۱۶ کې د نړۍ تر ټولو کم مصرفه موټر وپېژندل شو.

خو آی ۳ لږترلږه څو نور سیالان لري چې یو هم ټسلا دی چې په هر ځل چارج ۳۴۵ کیلومتره مزل کوي. همداراز بولټ بل برقي موټر دی  چې په یو وار چارج ۳۸۵ کیلومتره مزل کوي.

بي ایم ډبلیو کمپنۍ په الیکترونیکي یا برقي موټرو زیاته پانګونه کړې خو تېر کال یې د آی ۳ یوازې ۲۵ زره موټرونه وپلورلی شوای.

دا شرکت هیله لري چې د آی ۳ موټرو په ډیزاین کې د بدلون په راوستلو به په ۲۰۱۷ م کال زیات موټرونه وپلورلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *