تاند- د نړۍ د لمریزې انرژۍ تر ټولو ستر برېښناکوټ په سپټمبر میاشت کې په هند کې افتتاح شو.

د دغه برېښنا کوټ له جوړېدو سره هند په نړۍ کې د لمریزې انرژۍ په درېم ستر هیواد بدل کړ.

د ساینس مجلې د راپور له مخې، دا برېښنا کوټ، چې په ۱۰ کیلومتر مربع مځکه کې جوړ شوی، ۶۴۸ میګاواټه برېښنا تولیدولی شي.

هندیانو د تامل ناډو ایالت په کاموتي سیمه کې دغه برېښنا کوټ په په ۸ میاشتو کې په ۶۶۲ ملیون ډالره لګښت جوړ کړ.

تر دې پخوا د لمریزې انرژۍ تر ټولو ستر برېښنا کوټ په امریکا کې و، چې ۵۵۰ میکاواټه برېښنا یې تولیدوي.

هند، چې د صنعت د پرمختګ له کبله زیاتې انرژۍ ته اړتیا لري، هڅه کوي داسي انرژي زیاته تولید کړي چې چاپېریال ته لږ زیان لري.

په تامل ناډو کې د دغه ستر برېښناکوټ جوړېدو هند خپل دغه هدف ته یو ګام نژدې کړ.

هند د (National Solar Mission) په نوم د پروژې په پیلولو تر ۲۰۲۲ م کال پوري د ۲۰ ګیګاواټه لمریزه انرژي د ترلاسه کولو هدف ټاکلی و خو په ۲۰۱۵ م کال کې یې خپل هدف لا پراخ کړ او ویې ویل چې تر ۲۰۲۲ پوري به ۱۰۰ ګیګاواټه لمریزه برېښنا تولید کړي.

ځواب دلته پرېږدئ