ولسمشر ټرمپ او دفاع وزیر ماتیس

تاند- د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ په داسي وخت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال جېمز ماتیس دفاع وزیر نومولی چې طالبانو د لومړي ځل لپاره سولې ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

جنرال ماتیس، چې په لېوني سپي مشهور دی، په تېرو کلونو کې په دې تاکید کړی چې په افغانستان کې دې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۰ زره وي او د جګړې برخلیک دې له پوځي لارو معلوم کړای شي.

نوموړي د امریکا په سمندري ځواک کې ۴۰ کاله کار کړی او د افغانستان او عراق په عملیاتو کې یې برخه اخیستې ده.

ماتیس په ۲۰۰۱ م کال د طالبانو د رژیم د پرزولو لپاره د کندوز په عملیاتو کې ګډون کړی و.

د ده له قوله ویل شوي چې د طالبانو له وژلو خوند اخلي.

۶۶ کلن ماتیس تر ۲۰۱۴ وړاندې ویلي و چې د ۲۰۱۴ م کال له پای ته رسېدو وروسته باید لږترلږه ۲۰ زره امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي او که دا شمېر ممکن نه وي نو لږترلږه ۱۴ زره دې په افغانستان کې دېره وي.

جنرال ماتیس رویټرز خبري اژانس ته په یوه مرکه کې ویلي و چې په افغانستان کې امریکايي سلاکاران او خاص ځواکونه له محدودیتونو سره مخامخ دي. د ده اشاره د شپې عملیاتو او ښايي هغو بریدونو ته وه چې د افغان ځواکونو له همږغۍ پرته یې امریکايی پوخیان نه شي کولی.

څرګنده نه ده چې د جنرال ماتیس نظر بدل شوی او که اوس هم په افغانستان کې له پوځي لارې د شخړې پر حل باور لري خو دا مسله اوس له دې کبله د افغانانو لپاره زیاته مهمه ده چې طالبانو سولې ته د لېوالتیا نښې نښانې څرګندې کړي دي.

دې ډلې په وروستیو کې یو شمېر افغان سیاستوالو او مخورو ته ویلي و چې د جګړې بس کولو ته تیار دي خو د امریکايي پوځیانو د وتلو نېټه دې وټاکل شي، دا دې څرګنده شي چې څومره امریکايي پوځیان د خپلو دیپلوماتیکو مرکزونو د ساتنې لپاره پاتې کېږي او د افغانستان پر اساسي قانون دې بیا کتنه وشي.

په قطر کې د طالبانو استازو یو وار بیا تقریباً ورته خبرې یو شمېر خبریالانو او شنونکو ته کړي دي.

د امریکا د هر بل وزیر په شان د دفاع وزیر په توګه د ماتیس ټاکل کېدا د امریکا د سنا جرګې تایید ته اړتیا لري.

جنرال ماتیس له ایران سره د اتومي موافقې مخالفت هم کړی دی.

ده په ځلونو پر ایران نیوکې کړي دي.

One thought on “د امریکا دفاع وزارت ته نوماند په افغانستان کې د زیاتو امریکايي پوځیانو ملاتړ کوي”
  1. له دی خبرو داسی معلومیږی چی لیونی سپی په رښتیا لیونی دی ځکه جی دی هم تروریستان په افغانستان کی لټوی حال داچی فساد په پاکستان کی دی لیونی سپی دی ځان سړی کړی او د عسکرو په ځای دی پر پاکستان کمکونه ودروی او د خپلړ عسکرو ژوند دی خوندی کړی مه دی ځاندته غم ګوری او نه مونږ ته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *