تاند- هند ته د پاکستان د بهرنیو اړیکو د سلاکار د سفر په درشل کې یو شمېر هندیانو د جمعې په ورځ مظاهره وکړه او غوښتنه یې وکړه چې پاکستاني استازي ته دې اجازه نه ورکول کېږي چې هند ته سفر وکړي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز نن /شنبه/ د هند امرتسر ته لاړ شي چې د افغانستان په اړه په اسیا زړه کفرانس کې ګډون وکړي.

په دې کنفرانس کې، چې د افغانستان او هند په مشرۍ د ۳۰ هیوادونو د استازو په ګډون جوړېږي، د هند صدراعظم نریندر مودي او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ګډون کوي.

د پاکستاني استازي د ګډون مخالفو هندي اعتراض کوونکو پرون /جمعه/  د پاکستاني ضد شعارونو ترڅنګ د سرتاج عزیز عکسونه وسوځول.

دوی ویل چې له پاکستان سره باید هیڅ راز خبرې ونه شي. هندیان پاکستان په کشمیر کې په لاسوهنې او د تروریستي ډلو په ملاتړ تورنوي.

افغانستان، بنګله دېش او هند په اسلام اباد کې د سارک سرمشریزه بایکاټ کړې وه.

سره له دې چې په اسلام اباد کې د سارک په غونډه کې د هند او افغانستان د بایکاټ له کبله اټکل کېده چې پاکستان به په امرتسر کې د افغانستان په اړه په اسیا زړه کنفرانس کې ګډون ونه کړي خو پاکستان، چې د طالبانو په ملاتړ تورن دی او له همدې کبله په نړیواله ټولنه کې تر فشار لاندې دی، مجبوره شو چې په دې کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی وښيي او نړیوالو ته داسي وښيي چې د افغانستان د مسلې لپاره حتي د هند په شان د دښمن په هیواد کې هم برخه اخلي.

One thought on “هندیانو د افغانستان په اړه په اسیا زړه کې د پاکستان له ګډون سره مخالفت وکړ”
  1. دی ته وایی اخوت انسانی چی له اخوت اسلا می هم یو قدم وړاندی ولاړ
    ژوندی دی وی انسانیت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *