(د ورکو لارو مساپر) يو ريښتينی ناول دی چې شاه رحمن ځواک اروپا ته د قاچاقي سفر پر سختو، زړه چاودوونکو او خوابدوونکو حقايقو ليکلی. هغوی چې غواړي د دغه سفر انځور شوې څېره وويني او له سختيو او تاوانونو يې خبر شي، دا ناول دې ولولي. دا کتاب عمار خپرندويه ټولنې په ښکلي صحافت چاپ کړی. اروپا مېشتي هېوادوال يې دې د ترلاسه کولو له پاره ځواک صيب سره په اړيکه کې شي. هېوادمېشتي يې په لنډو ورځو کې د کابل، ګردېز او خوست له مشهورو کتاب پلورنځيو ترلاسه کولای شي. سمدستي یې په جلال اباد کې د موندلو پته دا ده:
عمار کتاب پلورنځي، سراج العمارت باغ ته مخامخ، عمران شګيوال پلازه، دويم پوړ، جلال اباد ښار.
اړيکه: 0771582914
د لیکوال خبري
که په جګړه کې له یوې خوا انسان وژل کیږي له بل اړخه پاتې ژوندیو ته بې شمېره ستونزې هم زیږوي، لکه بې وزلي، بې کوري. ذهني نارامي او مهاجرتونه. ددې قرباني شویو له ډلې موږ افغانان هم یو چې دا څلور لسیزې جګړې له هر ډول ستونزو سره مخ کړو.
اروپا کې تقریبا په لکونو افغانان مهاجر دي چې ډير شمېر یې د مرګ په قبلولو او بې شمېره لګښتونو تر دې ځایونو رسیدلی دي. دوی کې که یو شمېر د سر ژغورلو په نیت تر اروپا را رسیدلی خو یو شمېر نور بیا د سیالۍ، هوس او نورو غوښتنو په اساس دې خطرناکو لارو ته زړه ښه کړی دی.
په تیر کال کې چې اروپا ته د مهاجرو راتګ اسانه شو زرګونه افغانان هم په اروپايي هېوادونو ته په کمو لګښتونو او اسانه لارو را ورسیدل. چې یو شمېر یې بیرته پخپله خوښه افغانستان ته ستانه شول.
د بېرته ستنېدونکو له ډلې یې ټولو ویل چې اروپا هغه ځای نه و کوم چې موږ فکر کاوه. هغه کسان چې په ډېر لګښت او سختو لارو تر دې ځایونو رارسیدلي دي. نو په اسانه زړه نه ښه کوي چې بېرته هېواد ته ستانه شي خو که له هر یوه وپوښتل شي نو وایي به چې د هیواد ژوند مو له ډېر شمېر ښیګڼو برخمن و. یعنې که دوی هم په کم لګښت او اسانه لارو راغلی وای دوی به هم د نویو راغلو مهاجرو په څېر بېرته ستنیدل.
خو دا خبره به په سخته په هغو ځوانانو ومنل شي چې د اروپا د تګ موزې یې په پښو کړې وي. خو په دې کتاب کې مې هڅه کړې د هغو ځوانانو په اړه خبرې ولرم چې د خپلې کورنۍ په ټول شته او ناشته په پام کې نه نیولو سربیره په ډېرو سختو او ناقانونه لارو اروپا ته د تلو هڅه کوي چې له بده مرغه چې ډېر يې د مختلفو هېوادونو د سرحدي ځواکونو له لوري په ډزو وژل کېږي او که له ډزو بچ هم شي، د ترکيې او يونان او يونان او ايټاليې ترمنځ خونخوارو سمندري څپو ښکار کېږي. دا دردوونکی وضعيت دی او ښايي چې د مخنيوي له پاره يې په حکومتي او فردي توګه هڅې او اقدامات وشي او ددې تر څنګ دا ویل هم ضروري بولم چې د اروپا ته د راتګ لپاره ښه لاره په ښوونیزو بورسونو راتګ دی. چې هم درس ویلی شي او هم د اروپا ژوند له نږدې لیدلی شي او بېرته هېواد ته په ستنیدو به هم خپلو خلکو ته د خدمت جوګه وي. اروپايي هېوادونه سلګونو افغان محصلینو ته د زده کړو امکانات برابروي، خو که ځوانان هڅه وکړي پسې وګرځي.
ما چې د خپلو ملګرو له خولې په قاچاقي لارو اروپا ته د سفر ځينې کيسې اورېدلي او خپله يې هم شخصي تجربه لرم، د دې ناول د ليکلو له لارې مې هڅه کړې دا وېروونکی او زړه چوونکی سفر او صحنې يې د ناول په شکل انځور کړم. زما هيله دا ده چې په دې توګه وکړای شم چې د خپل هېواد ځوانان او نوي ځوانان د قاچاقي سفر له ترخو حقايقو خبر کړم. خدای ته هيله ده چې په خپله دې هڅه او پيغام رسولو کې بريالی شم.
درنښت
د لیکوال شمیره او ایمیل
0046-707404915