راپور/ فیصل
د بلخ ادبي خوځښت په بلنه، د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې یو شمېر بلخي فرهنګیانو د کلیوال ملګري ټولنه ننګه وکړه او وویل، چې د غزني د امنیې قومندانۍ او کلیوال ملګري ترمنځ د پیدا شوي ستونزې نه حل به دغه ولایت زیانمن کړي.
بلخي فرهنګیانو وروسته له هغه غبرګون وښود، چې څو ورځې وړاندې د غزني د امنیې قومندان امین الله امرخیل په یوه خبري ناسته کې دغه ټولنه د مخالف وسلوالو سره په لاس لرلو تورن کړ.
دغه غونډه نن د لیندۍ په ۱۲مه د بلخ ادبي خوځښت په بلنه جوړه شوې وه، چې د بلخ ولایت له بېلابېلو سیمو څخه لسګونو فرهنګیانو پکې ګډون کړی و.
بلخي فرهنګیانو له دولت څخه غوښتنه وکړه ترڅو د مدني خوځښتونو ملاتړ وکړي او دغه ستونزه د قانون له لارې حل کړي.
د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبیح الله احساس یاد غونډې ته په وینا کې وویل، چې په ورستیو کې د غزني د امنیې قومندان او د کلیوال ملګري ټولنې تر منځ یو لړ ستونزې پیدا شوي دي.
احساس زیاته کړه، چې د غزني امنیتي چارواکي لخوا په کلیوال ملګري ټولنه داسې تورونه پورې شوي دي، چې د یاد ټولنې د کارونو او اهدافو سره هیڅ سمون نلري.
نوموړي وویل: ((موږ د غزني د امنیې قومندان ته احترام لرو؛ خو د هغوی تورونه ردوو))
د بلخ ادبي خوځښت مشر زیاته کړه، چې کلیوال ملګري ټولنه له مودې راهیسې په سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او رسنیزو فعالیتونو بوخت دی او نن په غزنې کې په یو ستر فرهنګي بنسټ بدل شوی دی.
په همدې حال کې توریالي جلالزي د کلیوال ملګري ټولنه پر هڅې خبرې وکړې، چې په وینایې دغه ټولنه په غزني کې له تېرو څلورو کلونو را پدیخوا سیاسي، فرهنګي، کلتوري، ښوونیز او ټولنیز فعالیتونه ترسره کوي.
نوموړي وویل، چې کلیوال ملګري ټولنه د شل کسیزې کاري ډلې پر مټ پورته یاد شوي فعالیتونه ترسره کوي او تر دې دمه یې د پښتو ادب د بډاینې په موخه خورا ارزښناک ګامونه اوچت کړي دي.
په دغه حال کې جاوید واک د غزني د امنیې قومندانۍ او د کلیوال ملګري ټولنې تر منځ د اوښتې جنجالونو په اړوند د بلخ ادبي خوځښت اعلامیه ګډونوالو ته واوروله.
په دغه اعلامیه کې د غزني امنیه قومندان امین الله امرخیل لخوا په یاد ټولنه لګول شوي ټول تورونه بې بنسټ بلل شوي و او له دولت څخه یې د یاد ستونزې د حل غوښتنه شوې وه.
((کلیوال ملګري ټولنه)) په غزني کې یو فرهنګي بنسټ دی، چې له تېرو څلورو کلونو را په دېخوا په فرهنګي، سیاسي او ټولنیزو چارو بوخت دی.
د یادونې وړ دی، په دغه غونډه کې مشاعره هم وشوه، چې د ترنم یو ستوري حبیبي صیب خپل هغه شعر هم په ترنم کې وویل، چې د کلیوال ملګري ټولنې څخه په ملاتړ یې جوړ کړی و.
One thought on “بلخيان: د غزني د امنیې قومندانۍ او کلیوال ملګري ترمنځ د پیدا شوي ستونزې نه حل به غزني زیانمن کړي”
  1. قربانیږه د هغه لاس او قلم نه
    چی مشتاق یی مراد مومی له کرم نه
    چی په مینه کړی کتل د مظلوم خواته
    زه به ولی نه جاریږم له قلم نه
    ( )
    د پښتو دموسیقی د اسمان سپوږمۍ ایوب استاد له خولی
    دبلخ ادبی ټولنه دی ځان اصلاح او له امرخیل صاحب سره له تضاد تیر شی
    که د امرخیل په شان سربازان ونه لرو نو د پانی بلبل غلامان به یو
    دوی دواړه باید سوله وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *