ژباړه محمداکبر حقمل

طبیعي اړوند اړین خواړه وخورئ تر څو د مخ لکې مو له منځه ولاړې شي، که څه هم اوس یې بېلابېلې حل لارې شتون لري لکه د لېزر، د لکو ضد کریم او د لمر ضد کریم خو طبیعي درمل یې تر ټولو ارزښتمن او اړین دي. ۱ تروشې مستې وخورئ ۲ وربشې او یا د وربشو اوبه ۳ د لېمو اوبه ۴ آلوګان یا کچالو ۵ بادام ۶ آلو یادې مېوې او خواړه د ډول ډول ویټامینو او پروتینو سرچینې دي، چې خوړل یې کولای شي د مخ لکې په بشپړه توګه له منځه یوسي.   د امېندوارې مېرمنې د مخ لکې: د امېندوارې مېرمنې د مخ لکې په ډېری مېرمنو کې تر درېیو میاشتو پور عادي خبره ده او تر ډېره د درملنې اړتیا نشته. د اوږدمهاله لکو له منځه وړل اړین دي، ډاکټر الو وايي د امېندوارۍ په وخت د استروژن او پروژسترون د هورمونونو د زیاتوالي له امله د اړوند کس په مخ کې لکې رامنځته کېږي. دا لکې په اصطلاح کې د امېندوارۍ د ماسک یا کلوسما په نامه یادېږي. ځینې وخت دا لکې پرته له درملنې له منځه ځي اما پاتې کېدونکې هم دي، چې درملنه یې بیا اړینه ده. د له منځه وړلو لپاره یې باید طبیعي اړین او اړوند خواړه وخوړل شي او که د چا په خواړو باندې هم تسکین نه کېږي، نو بیا باید د لاندې ښودنې سره سم عمل وکړي؛ د لکو د له منځه وړلو بله لار د لېزر پواسیطه له منځه وړل دي. اړینه ده، چې وویل شي، که چېرې د لېزر تر څنګ د لکو ضد درملنه یا د لمر ضد درملنه ورسره وکارول شي نو ګټه به یې ډېره زیاته وي او د بیا نه را ګرځېدو لامل به یې شي. که چېرې د لېزر په واسیطه له منځه یوړل شي او ورسره د لمر او یا لکو ضد درملنه ونه کارول شي، نو د بیا را ګرځېدو امکان لري، نو اړینه ده، چې د لېزر تر څنګ باید یاد درمل هم وکارول شي. محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *