د لغمان ولایت پر مرکز سربېره د الینګار، الیشنګ او قرغیو ولسوالیو ۱۵۰۰ کروندګرو ته نن د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو ۷۵ متریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او ۱۵۰ متریک ټنه کیمیاوي سرې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په لاسونو وویشل شول.

یاد سهم په مرکز او ولسوالیو کې د کرنیزو ځمکو په نظر کې نیولو سره د درې ګوني هئیت تر څار لاندې تقسیم بندي شوی و، چې د مرکز په کروندګرو ۲۵ ټنه اصلاح شوی تخم او ۵۰ ټنه یوریا، د قرغیو لپاره ۱۹ ټنه اصلاح شوی تخم او ۳۸ ټنه یوریا، د الینګار لپاره ۱۶ ټنه اصلاح شوی تخم او ۳۲ ټنه یوریا او دغه راز د الیشنګ لپاره ۱۵ ټنه اصلاح شوی تخم او ۳۰ ټنه یوریا په تثبیت شویو کروندګرو وویشل شول.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د سهمونو د ویش پر مهال په دې وروستیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کړنو او هلو ځلو د ستاینې تر څنګ د یاد ریاست رئیس محمد جمیل خوشال ته لارښوونه وکړه څو د هرې سیمې له کروند ګرو سره له نېږدې کېني، د هغوی ستونزې او مشکلات واوري او د هغوی د وړاندیزونو او غوښتنو د پوره کولو په برخه کې د اړونده وزارت او په دې برخه کې د نورو مرستندویه ادارو توجو دې ولایت ته را جلب کړي، څو په خپل وخت دلته له کروند ګرو سره په هره برخه کې لازمې مرستې وشي.

ښاغلي نعیمي له کروند ګرو وغوښتل څو په خپلو ځمکو کې د نشه یي توکو له کر کېلې په کلکه ډډه وکړي او د دغې شومې پدیدې څخه د لغمان ولایت په پاک اعلانېدو کې د خپلې ولایتي ادارې سره مرسته او همکاري وکړي.

امیرزېب دُرانی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *