لکه چې هیواد سیاسي هويت مو د بحران په ژورو کې ډوب دی او دنجات ناهیلې نارې ، فریادونه او ستړي اهونه باسي ، په اقتصادي لحاظ مو نړۍ ته دفقر او خواست کچکول نیولی دی ، همداسي مو په فرهنګي برخه کې هیواد په یوه لار ورکې بحراني او کړکېچن لور یون او تلون کوي. دې کې شک نسته چې دیوه هیواد سیاسي ماشین خراب وي ، داړتیا وړ توانا کار نسي کولای ، څنګ کې یې ورسره دیوه ملت فرهنګي وضعیت هم اغېزمن کیږي . که سیاست دیوه هیواد دعصابو ، پوځ د ملا دتیر حیثیت وه ـــ بولو ، فرهنګي شتمني د یوه هیواد زړه بلل کیږي ، زړه په وجود کې شاهانه رول لري که شاه ګمراه وي ، رعیت يې هم ورسره په کږه لاره مل او پل وي.
دلرغونې آریانا او ننني افغانستان فرهنګي جغرافیه پنځه زره کلنه ثبوت سوې ، مستحکمه ریښه لري ، که يې ریښې ته دفرهنګي خدمت نم ونه رسیږي ، غښتلی پالونکی او بڼوال ونه لري ، حتمي ده چې دا میوه لرونکې ونه به وچیږي ، رژیږي او ورکیږي.نو فرهنګ ساتنه کې یوازي حکومتي دستګاه مسؤله نه ده بلکې هر فرهنګي نسل باید په خپل وار دخپلو اسلافو څخه په میراث پاته فرهنګي ارزښتنو ساتنه ، پالنه او روزنه وکړي. ښادي ، ښکلي او غوره برخې يې خوندي او وغوړوي ، له عیبجنو او کرکجنو اړخونو څخه يې ځان راټول کړي.د یوه قوم دپېژندلو او بقا لپاره هم دا دوه ارزښته ( ژبه او فرهنګ) دي
نن چې د نړۍ پر مخ فرهنګي ډګر کې کوم هیوادونه بریالي قدمونه اخلي او وخت پر وخت په فرهنګي هسته کې سکښت او سمښت رامنځته کوي له شک پرته چې زموږ په څېر يې فرهنګي ناخوالي بحرانونه تېر کړي دي اروپا په منځنیو پېړیو (۴۷۶م ــــ ۱۴۵۳م) پورې په فرهنګي تروږمۍ کې راګېره وه ، بیا په شمله پېړۍ کې تر دوو نړیوالو جګړو(م۱۹۱۴ ، ۱۹۴۵م) کې يې سخت فرهنګي زیانونه ولیدل او وزغمل خو ډېر ژر يې ځان له فرهنګي ناورینه راویست . یو شمېر نړیوالي فرهنګي ورځې لکه د اسلامي فرهنګ بې شمېره ارزښتناکې مقدسې مذهبي او فرهنګي ورځي اخترونه او نور ؛ یا په فرانسه کې د باستیل ورځ،امریکا کې دجولای څلورمه، انګلستان کې د روښنايي شپه ، چین کې یانګ لوم دن ، هند کې د رنګ شېندلو فرهنګي مراسم دملتونو له خوا په خوښۍ لمانځل کیږي ، چې دا دهر ملت خپله فرهنګي شتمني ده . دنړۍ هر ملت د خپل فرهنګي هویت دبقا او تکامل لپاره هڅه او هاند کوي ، ملتونه اوس ډېر ویښ او حساس سوي دي ، نه غواړي دپردي فرهنګي یرغل تر چتر لاندي ژوند وکړي ، دا هم نه سي زغملای چې د قومي او قبیلوي تضادنو په اور کې وسوځي . دعصري تکنالوژۍ په مټ فرهنګونه اوس دنړیوالتوب خواته روان دي ، دې کې بریالی هغه ملت دی چې خپل له عیبونو تراشلی ښکلی ، پسوللی او لوړ فرهنګ نړۍ ته ور وپېژني ، دا وخت را رسېدلی دی چې د ملتونو دفرهنګونو دتوهین پر ځای د زغم فرهنګي ټغر وغوړیږي خو زغم د پردي فرهنګ د منلو په معنی نه بلکي هغه نه رټل دي ،دا ښکاره ده چې هر قوم ، ملت او ولس ته خپل فرهنګ محترم ، مکرم او مقدم وي خو دا هم له انصافه لیري ده چې سیاسي او اقتصادي زبرځواکونه پر هیوادنو او ملت خپل فرهنګ په زور ور تپي.
فرهنګي تېری تر سیاسي هغه ډېر خطرناک او زهرجن وي ، سیاسي او نظامي تیری سمدستي محسوسیږي خو فرهنګي تیری او ښکېلاک په ډېر ورو او شعوري ډول دبل ملت په وینه کې دزهرو په څېر ترزیق کیږي لکه زموږ ځینې ګاونډي او یا افغانستان کې ښکېل غربي هیوادونه په شعوري ډول د افغان فرهنګي هویت د ګمراه کولو لپاره خپل خیرن وارداتي سریالونه او موډونه عاموي. دیوه ملت په منځ کې مثبت فرهنګي اوښتون باید په ډېر پام او ګام تر سره سي او که په فرهنګي یون او سمون کې له فراطه کار واخیستل سي دملت عصاب يې نه مني او په وړاندي يې دریږي زموږ تاریخ له داسي اشتباهاتو ډک دی. که چیري وغواړو له عیبونو خلاص سپېڅلی او نګه افغاني فرهنګ ولرو اړ یو چې په یوه ږغ او یو موټي توګه د خپل افغاني فرهنګ دبقا او خوندیتوب لپاره نه ستړي کېدونکی کار وکړو ، تاریخي اثار،رواجونه، مذهبي ، ادبيات، مقدسو ورځو لمانځنه ، موزیمونه ، تیاتر ، کتابتونونه ، فولکلور ، ګالرۍ ، محلي معماري ، دافغاني جامو دخپل ډول خوندیتوب ته پام وکړو ، ويې ژغورو ، ويې پالو او سیال يې کړو تر څو نړۍ کې مو فرهنګي هویت ثابت مقام ولري.د افغانستان د فرهنګي هویت د برخلیک د تثبیت ، ژغورلو او غوړېدا لپاره اغېزمنه لاره دا کېدای سي چې د یوه هیواد ملت ته عامه پوهاوی ورکړل سي، خپل اصیل فرهنګ يې ور وپېژندل سي ، څو په هر شېبه او هره ګوښه کې خپل فرهنګي هویت بیله کوم مادي امتیازه په سرښندنه او قربانۍ وساتي. په تمامه معنی د هیواد فرهنګي ارزښتونه ساتل په یوه وزارت او ریاست له وسه وتلې چاره ده دې برخه کې باید دهیواد نور علمي ، سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز ارګانونه هم لاس په کار سي او دخپل فرهنګي هویت د خوندیتابه لپاره تر وسه او توانه کار وکړي.
فرهنګ ځیني وختونه فرامرزي او بې پولي وي او دیوې سیمي د وګړو تر منځ دتاریخي پیوند ټکی وي چې د ګډو مسؤلیتونو پر تقویت او عمومي علایقو ټینګار کوي خو دخواشینۍ ځای دادی چې نن ــ سبا په نړیواله او سیمه ایزه کچه فرهنګونه سیاسي سوي او له منازعاتو سره مله او تله دي ، په لوی لاس دبېوزله فرهنګونو دمحوه کولو او یا هم سیاسي او اقتصادي ځواکمن هیوادونه خپل لاس په لستوڼي فرهنګونه تر خپل فرهنګي تاثیر لاندي راولي او حتی د مدغمېدو تر بریده يې ځپي ، دا دیوه ملت د فرهنګ سره ښکاره ظلم او ناروا کړنه ده ښه بېلګه يې د افغانستان ځیني ګاونډي هیوادونه بېلګه کولای سو. د افغان فرهنګ دخوندیتوب لپاره باید له وړکتونه تر پوهنتونه د خپل ځاني فرهنګ د ارزښت او درنښت مفکوره عامه سي او له بهر میشتو افغانانو سره اړیکي ټینګي سي تر څو افغاني فرهنګ دتکامل او پرمختګ لپاره له هيواد سره موازي ګامونه واخلي. پر دې هم سترګي نه پټیږي چې زموږ ځیني فرهنګي ارزښتونه په لوی لاس دګمراهۍ لور ته ټېل وهل کیږي او دسیاسي موخو سپر ګرځي ،د بېلګي په توګه دځینو کړیو له خواداتل فرهنګي شخصیتونو پر ځای قاتل شخصیتونه ټولنې ته ورپېژندل چې دا کړنه د فرهنګ لپاره زهر او دیوه ملت دافاقي فرهنګ بدنامي ده ، یا داچې پر افغانستان د څلورو لسیزو تپل سوي او وارداتي جنګ خونړی جریان په هیواد دننه او نړۍ کې دا سي ذهنیت خپور کړی چې ګواکې جنګ کول د افغانانو دفرهنګ برخه ده یا پښتو کې دا تحریف سوی متل چې : ” په اخره کې مرداره نه کړي هغه پښتون نه دی” حقیقت داسي نه دی دا متل په تمسخري ډول تحریف او کوږ سوی دی اصل يې دا دی چې :” په اخره کې مرداره کي هغه پښتون نه دی” یعني پښتونولۍ کې دوستي تر ورستیه درنه او خوږه پالل کیږي ، ، جنګ ـــ جګړه په افغاني فرهنګ کې شوم او رټلی نوم لري او دنړیوالو ذهنیتونه باید دمثبت حقیقت په لور منښتي لور ته تغیر وکړي ،په ورستي کې که دافغاني فرهنګ دهویت په تل کې سترګې وغړوو لیدل کیږي چې خپله آره لاره یې ورکه کړې ده د ژغورلو او لار موندلو لپاره یې جدي کار ته اړتیا سته دا دی دې برخه کې لاندي څو سپاررښتني مخ ته درته ږدو:
۱ : له هرڅه وړاندي باید افغان فرهنګي هویت بشپړ تعریف وسي او افغان ملت ته ور وپېژندل سي. ځکه دا مهال افغانستان د سیمي دګډو فرهنګونو په مارکېټ بدل سوی دی او خلک خپل اصیل فرهنک پکي نسي موندلای.
۲ : د رسنیو او نورو لاسي امکاناتو له لارې د افغاني فرهنګ دساتلو او ژغورولو لپاره افغان ملت ته په هیواد دننه او بهر کې عامه پوهاوی ورکول.
۳ : د رسنیو فلټر او سانسور ترڅو د پردي فرهنګ دیرغل مخه ونیول سي او عین حال کې د خپل اصیل فرهنګ د پېژندا او غوړېدا لپاره د چاپي ، ږغیزو انځوریزو رسنیو او بریښناپاڼو کې ورته مهال وېش کې وخت او ځای ورکول سي.
۴ : د پردیو زهرجنو وارداتي فرهنګونو دښکېلاکي موخه او مخه مهار کړل سي او دې لاره کې شعوري تصمیمونه و نیول سي.
۵ : دهیواد نوی نسل او ماشومان د تاریخ د سترو رښتینو شخصیتونو سره اشناکول.
۶ : دافراطي نژادي لمانځونو، زهرجنو تبلیغاتو او تعصباتو مخه نیول.
۷ : په هیواد دننه د ګډو قومونو فرهنګونو ته موازي پرمختګ ورکول.
۸ : د تاریخي اثارو ، فولکلور، کتابخانو، ګالریو،فرهنګي ارشیفونو او نورو فرهنګي شتمنیو لړلیک جوړول او خوندي کول.
په هیواد کې د سپېڅلې اسلامي او افغاني فرهنګ د غوړېدا په هیله.