د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز هند ته د تګ په اړه خپل پروګرام بدل کړ او تر ټاکلي وخت یوه ورځ وړاندې هند ته لاړ څو د دغه هیواد له صدراعظم سره خبرې وکړي.

مخکې ټاکل شوې وه چې سرتاج عزیز د یکشنبې په ورځ امرتسر ته لاړ شي خو نوموړی نن /شنبه/ هند ته رسېدلی دی.


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /شنبه/ د هند امرتسر ښار ته ورسېد چې د افغانستان په اړه په اسیا زړه کنفرانس کې ګډون وکړي.

په اسیا زړه کنفرانس کې، چې د افغانستان د ولسمشر او د هند د صدراعظم په مشرۍ جوړېږي، د نړۍ د ۴۰ هیوادونو وزیران او جګپوړي استازي ګډون کوي.


په دې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز برخه اخلي.

یوه جګپوړي افغان دیپلومات وویل، افغانستان په سیمه کې د امنیتي ستونزو په وړاندې د یوې ښې تعریف شوې تروریستی ضد ستراتیژۍ وړاندیز کوي.


په متحده عربي اماراتو کې تر ګواښ لاندې کلتوري میراثونو کنفرانس برخوالو په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي چې تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو د ساتنې په خاطر دې۱۰۰ میلیون ډالري وجهي صندوق جوړ شي.

فرانسې د د دې صندوق لپاره د ۳۰ میلیون ډالر مرستې ژمنه وکړه او د نړۍ له ټولو هېوادونو یې وغوښتل چې د نړۍ د فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره چې  تر ګواښ لاندې دې، خپله ونډه ادا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *