تاند- د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز هند ته د تګ په اړه خپل پروګرام بدل کړ او تر ټاکلي وخت یوه ورځ وړاندې هند ته لاړ څو د دغه هیواد له صدراعظم سره خبرې وکړي.

مخکې ټاکل شوې وه چې سرتاج عزیز د یکشنبې په ورځ امرتسر ته لاړ شي خو نوموړی نن /شنبه/ هند ته رسېدلی دی.

پاکستان او هند مخکې ویلي و چې سرتاج عزیز به یوازې په اسیا زړه کنفرانس کې ګډون وکړي او د هند او پاکستان د ترینګلو اړیکو په اړه به له هندي چارواکو سره ونه ږغېږي.

هندي رسنیو نن ویلي چې عزیز تر ټاکلي مهالوېش یوه ورځ وړاندې دغه هیواد ته ورغلی څو له صدراعظم نریندر مودي سره د دوو هیوادونو په اړیکو کې د ترینګلتیا د کمولو په اړه خبرې وکړي.

د دغو رسنیو د راپورونو پر اساس د هند صدراعظم به له سرتاج عزیز سره یو په یو ونه ګوري بلکې نوموړی به له نورو مېلمنو سره یوځای د صدراعظم لیدو ته لاړ شي.

سرتاج عزیز د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته تللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *