ژباړه: حمیدالله حمیدي
یو ځل کارېدونکي لوښي چې بېلابېل ډولونه لري او له بېلابېلو توکو څخه چې ډېری یې کیمیاوي دي، جوړ شوي دي.
روغتیا پالان وایي، یو ځل کارېدونکي لوښي یوازې د یخو خوړو لپاره جوړ شوي دي. د تغذیې د برخې متخصص ډاکټر مجید کار اندېش وایي، که په دغو لوښو کې ګرم خواړه واچول شي، سرطان جوړوونکي ترکیبونه له ځانه پرېږدي چې له خوړو سره ګډېږي او د انسان بدن ته مضر دي.
کار اندېش وایي، یو ځل کاروونکي لوښي هم په دوه ډوله دي چې یو ډول یې نازک او بل ډول یې یوه اندازه کلک دي، خو نوموړی په هېڅ ډول په نازکو یو ځل کارېدونکو لوښو کې د ګرمو خوړو اچول نه توصيه کوي.