– لومړی برخه
ژباړه: حبیبه اشنا

[نوټ: د پخوانۍ یوګوسلاویا د جګړې وروسته، نړېوالې محکمې د لومړي ځل لپاره په جګړې کې د جنسې تېري په جرم سړي محاکمه کړل. یو دلیل ېي له جګړې مخکې د ښځو وڼډه او د فیمینستانو هلې ځلې وې. هیله ده زموږ افغانې ښځې هم یوه ورځ وکولای شي چې د نورو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي]

په کال ۱۹۸۷ کې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د لومړي ځل لپاره د ( National Feminist Conference of Yugoslavia) یا “د یوګوسلاویا د فیمینستانو ملي کانفراس” په نوم یوه غونډه جوړه شوه چې په کې ښځو دا پرېکړه وکړه چې د سړو لخوا تحمیل شوي مرزونه [ سرحدات] نه مني؛ هغو د سره یوځای کېدو او یو موټي کېدو تعهد هم سره وکړ او دا ېی وویل چې د ښځو په توګه جغرافيې [ توپیرونو] د هغو تجربې سره نه دي جلا کړي بلکې مرزونو او جغرافيي موقیعتونو د هغوی په جغرافيي‌ موقیعت [ په حالاتو] هېڅ اغېزه نه درلوده.

خو کورنیو جګړو هغه ژمنې چې په کانونسیون کې شوې وې له منځه ولاړې.

په دوهمې نړیوالې جګړې کې د ښځو حرکت، د فاشیستانو پر خلاف د حرکت سره یوځای په یوګوسلاویا کې پېل شو.

د دوهمې نړیوالې جګړې له پېل سره سم په یوګوسلاویا کې د ښځو حرکت هم په جغرافيي موقیعتونو او په ګروپونو بدل شو؛ چې یو به د بل پروړاندې حملې کولې.

فاشیست حکومت ته له ماتې وروسته د یوګوسلاویا نوي کمونیست حکومت د فاشیستانو پرواړندې د ښځو حرکت په دې نوم له منځه یوړ چې په کمونیزم کې د ښځو او سړو حقوق مساوي وي.

په نتیجه کې، داسې کلتوري او ټولنیز دودونه عملي کېدل چې هغه په رسمي توګه نه و لیکل شوي [ د کمونستانو او د فیمینستانو په تاریخ کې) او ښځو ته ېي ضرر رساوه.

په ۱۹۷۰کال کې په یوګوسلاویا کې د ښځو د حقوقو او په ټولنې کې د ښځو د رول په اړه، ښځو پوهانو او متخصصینو بحثونه او ناستې وکړې. خو دا غونډې د ښځو د پرمختګ په موخه نه وې، او نه هم ددې بحثونو موخه د هغه ښځو سره مرسته وه چې حقوق ېي تر پښو لاندې شوي ول.

د غرب له سوله‌ییزو خوځښتونو څخه په اغېزې په ۱۹۸۰ لسېزې کې په یوګوسلاویا کې د فېمېنېزم حرکتونه بیا پېل شول چې ډېری ېې د حکومت د بنسټونو په خلاف ول.

د ښځو پر وړاندې تاوترېخوالی، جنسې تېري او په کاري چاپېریال کې د ښځو حقوق هغه مسایل ول چې فیمینستانو ېې په اړه بحث کاوه.

د لومړي ځل لپاره له ښځو او ماشومانو سره د مرستې لپاره لومړۍ تیلیفوني اړیکه په زګریب (Zagreb) کې جوړه شوې وه او له هغه وروسته ډېر ژر د ښځو لپاره پناه (د امن کور) هم جوړه شوه.

اوسنې حالت

د ښځو حرکت په پخواني یوګوسلاویا کې تر ډېره حده د ملتپالنې تر اغېزې لاندې راغلې وه. او تر ډېره حده د جګړې په مخنیوۍ کې ناکامه شوې وه. او په جګړې کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي څخه د نورو ملتونو په وړاندې د منفي تبلیغاتو په مخنیوي کې هم ناکامه شوې وه.

د ښځو د حرکتونو او د خوځښت ژبه، ملتپالو د خپلو تګلارو د پلي کولو لپاره استعمالوله. د کوروشیا (Croatia) د ښځو د حرکت یوې جګپوړې استازې، کوروشیا ته ېي د ښځې خطاب کړی و خو د هغه ښځې چې سربي (Serbian) سړو په هغه جنسي تېری کړی وي. ددې خبرې وروسته د کرواشیا فیمینستانو په هغه نړیوالو غونډو کې د ګډون څخه انکار وکړ چې د سربي فیمینستانو به په کې ګډون کولو او د نړۍ نور فیمینستان ېي هم غندل [ چې ولې له هغو څخه ملاتړ نه کوي؟].

او هغه فیمینستانې چې د ملتپالو په خلاف و او د هغو سره ېي لاس نه و یو کړی که څه هم په کرواشیا کې و او که سیربیا کې، د دواړو هېوادونو د ملتپاله فیمینستانو او د رسنو لخوا د هغه هېواد د دښمنانو په نوم یادېدل. ځینو خو حتا په نورو هېوادونو کې پناه هم اخیستې وه.

په سیربیا کې فیمینستانې ډېري د پخوانۍ یوګوسلاویا او د هغه د پوځ د پنډونو- پنډونو ګناهونو د احساس له وجهې د هغوی روحیه کمزورې وه. د پخواني یوګوسلاویا جګړه په کال ۱۹۹۱ په سلوینا(Slovenia) کې پیل شوه، او لس ورځې ېي دوام وکړ. په کرویشیا (Croatia) کې د اګست په میاشتې کې جګړه پیل شوه. د جکړې د پیل څخه وروسته هم د بوزنیا (Bosnia) خلکو په دې ټینګار کاوه چې دا جګړه به هیڅکله په بوزنیا کې پیل نه شي. کله چې یوګوسلاویا سره ټوټې-توټې شوه نو په بوزنیا (Bosnia) سیاسي مشرانو چې- کرادزیک (Karadzic)، ایزدبیګویچ (Izetbegovic) ، او کجویک (Klajuic) – غوښتل چې یو ګډ [سیستم د] ولسمشرۍ په هېواد کې جوړ کړي.
او بلاخره جګړه د ۱۹۹۲ کال د مۍ په میاشت کې بوزنیا ته ورسېده.

په پخوانۍ یوګوسلاویا کې جګړه د پخوانيو هغه کمیونستانو له وجهې پېل شوه چې وطنپالي او ملتپالي ېي قدرت ته د رسېدو لپاره استعمالوله. د لومړي ځل لپاره د ملتپالۍ غږ د سلوبودن میلوزویچ (Slobodan Milosevic) ، د سیربیایانو مشر چې په کال ۱۹۸۹ کې ېي په خپلو خبرو کې په سربيابانو غږ وکړ چې د کوزوو (Kosovo) په جګړې کې د سیربیایانو قربانۍ یاد وساتي ځکه چې د عثمانیهو د یرغلونو څخه مخکې دا ځای د هغو د پادشاهۍ زړه و. او په دې ېي ټینګار وکړ چې سیربیایان باید هیڅکله بیا د چا د لاس لاندې نه شي او د نورو غلامان نه شي. د سیربیایي مشر دا ویناوې د کوزوو د معدنونو د کارکوونکو د هغه لاریون څخه وروسته وې چې په تاوتریخوالي او تشدد بدلې شوې او پوځي حکومت ته د لارې د هموارولو لومړی ګام و.

ښځو ته د کلتور د محافظو په توګه لیدل کېږي؛ د ښځو پر وړاندې جنسي تاوتریخوالی د سړو د تګلارې د مخنیوني لپاره استعمالېږي.

په کال ۱۹۸۷ کې کله چې میلوزویک د سیربیایانو د کمونیست ګوند مشر وټاکل شو، د لیبرال او آزاد فکر خلک له دندو ګوښه کړۍ شول. علي سوکریجا (Ali Sukrija)، د کوزوو د کمونست ګوند مشر، په خپلو خبرو کې ویلی و چې، “سیربیايي ښځې په کوزوو کې یوازې په قهوه خانو کې د بداخلاقۍ لپاره جوړې دي”. دده له دې خبرې وروسته د کوزوو ښځو لاریونونه پیل کړل او د یوګوسلاویا له پوځه ېي وغوښتل چې د له هغوی څخه دفاع وکړي. په لاریونونو کې ښځو شعارونه لیکلي و چې، (موږ خپل زامن د یوګوسلاویا د لپاره قرباني کړل، اوس باید د یوګوسلاویا پوځ له موږ څخه دفاع وکړي).

په ۱۹۹۰ کال کې د سیربیا اساسي قانون تبدیل شو.

کوزوو او ویوودینا (Vojvodina) نور مستقله ولایتونه نه و، بلکې یوازې په پاڼو کې مستقله و او په نورو برخو کې ېي د کمونستانو مشران د میلوزویک په پلویانو بدل کړ. د کمونستانو کنګرې په څوارلسمې غونډې کې د سلوینیا او د کوروشیا خلک هغه وخت له غونډې ووتل کله چې میلوزویک د یوګوسلاویا د کمونستانو په ګوند کې دېر قدرت پیدا کړ او د ګوند د قدرت تله له نورو نژادونو او خلکو درنه شوه.

د جنګ د پېلېدو څخه وروسته د ښځو ګروپونه د حکومت له خوا جوړ شول ترڅو نړیوالو ته دا ښکاره کړي چې د ملتپالنې نظریه د ښځو له خوا رامنځته شوې وه. هغه ښځو چې د یوګوسلاویا د پوځ په وړاندې ېي د خپلو زامنو د عسكرۍ په خدمت غبرګون ښوولې و، هغه وخت ېي ځانونه غلي ونیول کله چې د کوروشیا، بوزنیا، او سیربیا د جګړې لپاره ګروپونه جوړېدل. هغه ښځو چې دیوګوسلاویا په پوځ کې د خپلو زامنو د عسکرۍ مخافت ېي کاوه، تور لګېدلې دی چې د خپلو خلکو په تباهۍ کې ېي ځکه لاسو درلود چې دوی خپل زامن له هغه پوځه ویستل چې کولای ېي شول ددوی هېواد وژغوري.

One thought on “په پخوانۍ یوګوسلاویا کې ښځې، جګړه، او کلتور”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *