تاند- د هند صدراعظم نریندر مودي په افغانستان کې د سولې د ملاتړ د ژمنې ترڅنګ په سیمه کې د پاکستان رول وغانده.

ده وویل«تروریزم او افراطیت د افغانستان سولې، ثبات او سوکالۍ ته تر ټولاو ستر ګواښ دی.»

ده بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي وویل« باید نه یوازې د تروریستانو بلکې د تروریستانو د ملاتړ کوونکو، پناه ورکوونکو، روزونکو او تمویلوونکو پر ضد کلک ګامونه واخیستل شي.»

افغانستان او هند دواړه پاکستان د تروریستي ډلو په ملاتړ تورنوي.

مودي همداراز وویل چې افغانستان او هند په خپل منځ کې د هوايي دهلېز یا کوریدور په جوړولو کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *