ژباړن محمداکبر حقمل

هر څوک د لویانو فکرونو ته ښه راغلاست وايي، له خپلو ښویېدنو یا تېروتنو مخه نیسي. «علی (ع) » هغه کسان کوم، چې له غوره او ښو فکرونه سره ملګري یا یو ځای دي، نو دوی هېڅ کله یواځې نه دي. «فیلیپ سیدني» هر څه، چې اوس یم یا دا اوسنی حالت مې د هغو فکرونو زېږدند او لاسته راوړنه ده کوم، چې ما په تېر وخت کې درلودل یا یې همدا اوس لرم. «لویي پاستور» فکرونه نه زړېږي یواځې ماده یا یو څیز زړېږي. «واین دایر» پراخه فکرونه له ډېرو لامونو څخه سرچینه اخلي، هغه څه، چې نور واي مهم دي او ارزښت نه لري، بلکه دا مهمه ده، چې څه ډول عمل کوو او څه ډول ټاکنه کوو ترڅو موږ په پخپله باور وکړو، چې همدا مهم دي. «لوئیز هی» د ژوندیو وګړو روح او ذهن د مړو وګړو له فکرونو سرچینه اخلي. «ګوستاو لوبون» لکه څرګنه، چې شپه وروسته له سبا ورځې څخه راځي، بد او لالهانده کوونکي فکرونه هم له یوه آرام فکر څخه وروسته راځي او همدا ډول د یو او بل ځای خپلوي. «آنتوني رابینز»

2 thoughts on “د لویانو فکرونه او ویناوې”
  1. محترم حقمل صاحب
    ډيره په زړه پوری لیکنه مو کړی. مننه
    فقط یوه ګرامری اصلاح
    تاسی لیکلی
    علی (ع) » هغه کسان کوم، چې له غوره او ښو فکرونه سره ملګري یا یو ځای دي، نو دوی هېڅ کله یواځې نه دي

    په پورتنۍ جمله کې (کوم چې) کارول شوی
    حال دا چي د (کوم) کلیمي ته هیڅ اړتیا نشته او ناسمه ده.
    په لیکنو کې
    د کوم چې، چیرې چې، ترڅو چې….. پر ځای یوازې (چې) وکاروی هم به جمله روانه او هم به سمه وي
    مننه

  2. سلامونه
    حقمل ساب، ښې خبرې یا فکرونه دې ژباړلي.
    یو وړاندیز او یوه پوښتنه لرم:
    ۱-که پورتني فکرونه دې په ترتیب بیلابیلو پاراګرافونو کې لیکلای وای ، لا به شایسته او د ښه درک وړ وای .د بیلګې په ډول :
    -حضرت علي صاحب فرمایلي”…..” .
    لوییز هې:… تر پایه.-
    ۲- پوشتنه مې دا وه چې ،د لوییز هې په فکر کې دې ژباړلي؛”پراخه فکرونه له ډېرو لامونو څخه سرچینه اخلي، هغه څه، چې نور واي مهم دي او ارزښت نه لري، بلکه دا مهمه ده، چې څه ډول عمل کوو او څه ډول ټاکنه کوو ترڅو موږ په پخپله باور وکړو، چې همدا مهم دي. «لوئیز هی»”؟
    زه په ډیرو لامونو پوه نه سوم؟ که لژ رڼا پرې واچوئ.
    مڼنه. ډاکټر ساپی له بلجیم څخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *