تاند- د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي زامیر کابلوف افغان هوايي ځواک ته د روسي څرخکو پر ځای د امریکايي بلک هاک هیلي کوپترو ورکول ګران کار وباله، ویې ویل چې دا ډېر وخت ته اړتیا لري.
کابلوف وویل چې مسکو د امریکا پر دې پلان شک لري ځکه چې یوازې د بلک هاک الوتکو د پېلوټانو د روزنې لپاره ۴ کاله وخت ته اړتیا ده.
د سپوتینک نیوز د راپور له مخې، کابلوف وویل«ایا افغانستان ۴ کاله نور صبر کولی شي، زه فکر کوم کافي وخت نشته.»
روسیه خاصه لېوالتیا لري چې امریکا د افغان هوايی ځواک لپاره روسي هیلي کوپترونه وپېري خو د امریکا د کانګریس غړي وايي چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې باید روسانو ته ورنه کړای شي.
د روسي هیلي کوپترو له رانیولو سره د امریکا د کانګریس له مخالفت وروسته د امریکا دفاع وزارت وپتېیله چې افغان ځواکونو ته امریکايي څرخکې ورکړي.
د امریکا دفاع وزارت اوس د افغان هوايي ځواک لپاره د ۵۳ (UH-60 Blackhawk) څرخکو قراراد لاسلیک کړی دی.
د امریکا دفاع وزارت د دغو الوتکو او یو شمېر نورو لپاره ۸۱۴ ملیون ډالره ځانګړي کړي دي.
له دې سره به په ۲۰۱۷ م کال کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بودجه ۴ ملیارده او ۲ سوه ملیون ډالرو ته ورسېږي.
په دې پیسو د افغانستان د هوايي ځواک لپاره ۵ (AC-208) الوتکې او دغه راز ۳۰ (MD-530) جنګي څرخکې هم اخیستل کېږي.