د پکتیکا په برمل ولسوالي ګې د ماین په چاودنه کې ۵ تنه ملکیان ووژل شول.

د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر وايي، په دې پېښه کې، چې د وسله والو طالبانو د اېښودل شوي ماین د چاودنې په نتیجه کې وشوه، د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۵ تنه وژل شوي دي.


وال ستریټ ژورنال: افغانستان به د ټرمپ د حکومت د بهرنۍ پالیسۍ په سر کې وي. (وال ستریټ ژورنال)


سوت چاینا مارنینګ پوسټ: وسله وال طالبان ممکن د افغانستان له حکومت سره د محدود اوربند وړاندیز وکړي څو د داعش یا اسلامي دولت پر وسله والې ډلې تمرکز وکړي.

ورځپاڼه وايي چې دا خبره د طالبانو هغو قوماندانانو ورته کړې چې په وروستیو کې یې د طالبانو د مشرانو په یوه غونډه کې ګډون کړی وو.


د زابل والي او ښاروال نن سهار له یوې تروریستي حملې روغ ووتل.

د زابل د ولایتي ادارې سرچینې وايي، د زابل والي بسم الله افغانمل او ښاروال کریم الله حکیمي شهر صفا ولسوالي ته روان ول چې د کابل – کندهار په لویه لار کې پرې وسله وال برید وشو.

په برید کې څوک ژوبل شوي نه دي.

تراوسه وسله والو طالبانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.


د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي زامیر کابلوف افغان هوايي ځواک ته د روسي څرخکو پر ځای د امریکايي بلک هاک هیلي کوپترو ورکول ګران کار وباله، ویې ویل چې دا ډېر وخت ته اړتیا لري.


پاکستاني رسنیو نن وویل چې هندیانو د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز پرې نښود چې په امرتسر کې طلايي ګومبتې ته ننوځي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې هندي چارواکو د امنیتي ملحوظاتو له کبله عزیز ته اجازه ورنه کړه چې د سیکانو دغه مذهبي مرکز ته ننوځي.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې هندي ځواکونو پاکستاني خبریالان هم پرې نښودل چې هغه هوټل ته ننوځي چې سرتاج عزیز پکې اوسېده.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، عزیز وویل چې له رسنیو سره د هند د امنیتي ځواکونو چلن ښه نه و، ده غوښتل چې له خپلو رسنیو سره خبرې وکړي خو پرې نښودل شو.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ۱۸ پولیس افسران یې له مخدرو موادو سره د مبارزې په برخه کې د زده کړو لپاره روسیې ته واستول.

د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو رييس عبدالمقیم عبدالرحیمزي وویل، دا پولیس به په روسیه کې د ملګروملتو په مرسته له مخدرو موادو سره د مبارزې او د پولو د کنټرول په برخو کې وروزل شي.


پاکستاني رسنۍ او ځیني سیاستوال د پاکستان په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وروستیو څرګندونو سخت پارولي دي.

د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ جګپوړو دولتي چارواکو د ولسمشر غني څرګندونې د جګړې په میدان کې د افغانستان د ماتې له کبله بللي دي خو یو شمېر پاکستاني سیاستوالو بیا دا د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ د کمزورتیا له امله بللي دي.


د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ویلي چې ژر بېرته کابل ته ځي او له ولسمشره خوابدی نه دی.

ده وویل چې دی او ولسمشر غني یو بل ښه سره پېژني او له یو بله به خوابدي نه شي خو نیوکې یې د اصلاحاتو لپاره وې او باور لري تر څو چې انتقاد نه وي اصلاحات هم نه رامنځته کېږي.

تر دې وړاندې د جنرال دوستم ویندوی بشیر احمد ته ینج ویلي و، تر څو چې ولسمشر غني د جنرال دوستم غوښتنې ونه مني، دوستم به کابل ته لاړ نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *