تاند- قطر په کابل کې د سفارت د پرانستلو لپاره د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی کابل ته راستولی دی.

د دې پلاوي مشري د قطر په باندنیو چارو وزارت کې د اسیايي څانګې مشر احمد بن عبدالله العطیه په غاړه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي چې د مخکینیو سلا مشورو او موافقو په لړ کې قطر غواړي چې له افغان چارواکو سره د سفارت د پرانستلو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.

قطر په کابل کې د سفارت د پرانستلو پرېکړه د تېر (۲۰۱۵) کال په سپټمبر میاشت کې دغه هیواد ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر په مهال وکړه. (تفصیل)

د افغانستان حکومت تېر کال قطر ته بلنه ورکړه چې په کابل کې سفارت پرانیزي.

دې ته په پام چې د طالبانو یوازینی سیاسي دفتر په قطر کې دی، دا هیواد د افغانستان په مسله کې خورا مهم رول لرلی شي.

قطر نه یوازې د افغانستان په مسله کې بلکې د نړۍ او سیمې په نورو مسلو کې هم خاص اهمیت پیدا کړی دی.

په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني قطر ته څو ځلي سفرونه کړي دي.

قطر درې کاله وړاندې له افغان چارواکو سره په کابل کې د سفارت د پرانستلو په اړه خبرې کړې وې خو په نامعلومو دلایلو دا کار وځنډېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *