محمدصادق رښتینی – دغه ځان وژونکې حمله دقیقا غرمه یوولس بجې په کندهار ښار کې د کابل بانک  مخ ته رامنځ ته شوه .

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوید فیصل وویل ځان وژونکی پلی وو او د کابل بانک د تلاشی پوستې ته يي  نږدې په ځان پوري تړلو موادو ته چاودنه ورکړې.

د فیصل په وینا په چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۰ ڼور ټپیان دي.

دنوموړي په وینا په وژل شوو کې څلور ملکیان ۱ پولیس او یو د کابل بانک ساتونکی دی او په ټپیانو کې هم ډیر ملکیان شامل دي .

تر اوسه ددې حملې مسوولیت کومي وسلوالې ډلي نه دي منلي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *