ډاکټر صاحب سباوون ته سلامونه .
زما ستونزه :
له څلورو میاشتو زما په ژبه باندې سرې ټاپي پيدا شوی دي کله چې زه سلاد او او دمرچو په شان نور ګرم خواړه خورم دغه ستونزه نوره هم زیاتیږي دغه راز زه دستوني درد هم ورسره لرم په نیټرلیند کې ډاکټرانو ته ورغلم خو علت یې پيدا نه شو او نه ېې علاج وشو زه له خپلې د غې ستونزې اندیښمن یم او زما ژوند ېې سخت کړی دی که لږ معلومات راکړې منندوي به مو شم .
په ډیره مینیه N. Helmand Wall
ځواب :
قدرمنه هلمندواله وروره له تاسو او نورو قدرمنو وروڼو او خویندو هیله کوم چې په پښتوژبه خپلې پوښتنې راته ولیکئ که ما ستاسو پوښته په انګریزي خپره کړې واي ښه کار به نه ؤ او اوس مې چې ژپاړلی ښايي ځینې برخې مې نه وي ژپاړلي اویا مې سمه نه وي ژباړلي اوبله دا چې دغه سایټ هم پښتو دی او باید پښتوو لیکل شي په هرصورت اوس په هرکمپیوټر کې پښتو توري او کیبورډ شته او ډیر زیار ته اړتیا نه لري په اسانه دغه کار کیداي شي .
په هرحال رابه شو ستاسو ستونزې ته:
په ژبه باندې دسرو ټاپو یا لکو په هکله باید ووایو چې مختلف علتونه ممکنه ده دغه ستونزه پيدا کړي ددې لپاره چې په مسلې ښه پوه شو غوره ده لومړی ستاسو پوښتنې ته لنډ ځواب درکړم له هغه وروسته په ټول کې دژپې د نورو ټاپو په هکله هم خبرې وکړو .
په ژبه سرې ټاپې بیلابیل علتونه درلودلی شي او ترشا ېې مختلف علتونه پټ وي تر ټولو مهم علت ېې د بي ویټامین کمښت دی هغه کسان چې په بدن کې ېې بي ویټامین کم وي پرنورو نښانو سربیره ممکنه ده په ژبه کې سرې ټاپي هم پيدا کړی پر دې سربیره ممکنه ده یو ډول حساسیت هم وي چې دبدن د دفاعي سیسټم په نتیجه کې رامنځته کیږي دغه حساسیت پارونکي مواد ممکنه ده خوراکي توکي وي یا هم مثلاً دغاښونه په کریمونو کې ښايي داسې مواد وي چې دغه ستونزه پیدا کړي او یا ممکنه ده کوم ډول درمل خورئ چې له امله ېې دغه حساسیت پیدا کیږي .
پردې سربیره ممکنه ده تخمري ډوله باکتریاوې وي چې دغه ستونزه پيدا کولاي شي او بالاخره ممکنه ده دکاوازاکي په نوم د دفاعي سیستم یوه ناروغي وي چې په ژبه کې دغسې سرې دانې پيدا کولاي شي خو دا چې تاسو ډاکټر ته ورغلي یاست او بله کومه ستونزه نه ده پیدا شوې نو ډیر احتمال دا دی چې ستاسو د ژبې ستونزه حساسیت وي په دې برخه کې تر ډاکټر تاسو په خپله له ځان سره ښه مرسته کولاي شئ او هغه دا چې هغه مواد چې دغه ستونزه پيدا کوي پيدا کړئ مثلا که سیګریټ څکوئ لومړی سګریټ پریږدئ دغه راز دغاښونو کریم بدل کړئ پر دې سربیره که کوم درمل خورئ هغه هم بند کړئ چې معلومه شي دغه حساسیت دڅه شي په نتیجه کې رامنځته شوی دی ، کله نا کله عادې زخې یا وارټز هم ممکنه ده ددې سبب شي چې په ژبه کې سرې زخې یا ټاپي او دانې رامنځته شي .
که تاسو دخپلې خولې حفظ الصحې ته پام وکړئ ممکنه ده ښه نتیجه ترلاسه کړئ هڅه وکړئ خپله خوله او په تیره بیا ژبه پاکه وساتئ دژبې دپاکولو خاص برشونه پیدا کیږي په هغه خپله خوله پاکه کړئ او دغه رازغاښونه تل برش کوئ او له هغو محلولونو چې دخولې دپاکۍ لپاره وي تل استفاده کوئ له هرځل خوړو وروسته که خوله ووینځئ له تاسو سره مرسته کوي چې دغه ټاپي کم شي دغه راز ځینې انټي اسیدونه هم شته چې له تاسو سره مرسته کولاي شي مثلاً Maalox او Mylanta ګټه لري پر دې سربیره انټي هیستامین یا حساسیت ضد درمل او جیلونه هم شته چې که دغه ستونزه درته پيدا شوې علاج ېې پرې کیداي شي البته که مسله حساسیت وي علاج به ېې هم موقتي وي او له هغه وروسته که اصلي حساسیت پارونکی شی پيدا نه کړئ ممکنه ده بیا درته ستونزه پیدا شي داوبو په ځاي دبنډریل په نامه انټي هیستامین ممکنه ده دخولې په وینځلو کې درسره مرسته وکړي .
پر دې سربیره که دبي ویټامین کمی لري هغه جبران کړئ نن سبا په بازارونو کې خاصې سپرې ګانې شته که دغه ټاپي دژبې په وروستۍ برخه کې وي له هغو استفاده وکړئ چې دژبې اسیدي حالت کم شي او پي ایچ ېې نارمل شي که مو شک وکړ چې کوم میکروب شته دی مکنه ده دمالګو اوبه چې مالګه ېې ډیره کمه وي له تاسو سره مرسته وکړي په یو ګیلاس اوبو کې یوه کاچوغه مالګه واچوئ او که ېې په خوله کې یوه یا دوه دقیقې وساتئ بیا ېې لیرې کړئ له ډیرو نورو ستونزو هم تاسو ژغورلی شي په ورځ کې دوه یا درې ځله دغه کار وکړئ دغه ټاپي ممکنه ده ژبه التهابي کړي نو غوره ده دغاښونو په وینځلو کې احتیاط وکړئ او له نرمو برشونو کار واخلئ .
دژبې یوه بله بې خطره ناروغي هم شته چې سرې او سپینې ټاپي پریږدي او انګریزان ېې جیوګرافیک ټانګ یا جغرافیايي ژبه بولي په دې ناروغي کې ژبه د نقشې بڼه خپلوي ممکنه ده دغه ستونزه اندیښمنونکي وي خو کوم خطر نه لري دغه ستونزه ممکنه ده کله په یوې او کله دژبې په بله برخه کې څرګنده شي ممکنه ده درد او سوی هم ولري چې په سرو کړیو اوډیرو ګرمو خوړو سره به ستونزه نوره هم زیاته شي یوازینۍ نښه ېې همدا ده چې ژبې ته دنقشې په شان بڼه ورکوي او په ژبه سرې اوسپینې ټاپي پيدا کیږي دغه جغرافیايي ټاپي کله په یوې او کله په بلې برخې کې څرګندیږي او ژر ژر خپله بڼه او ځاي بدلوي .
البته دغه خبره باید په یا ولرۍ که دغه ستونزه له لسو ورځو زیاته وه باید حتماً ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت ېې پيدا کړئ .
دژبې په هکله دغه خبره باید هیره نه کړو چې ژبه دیو وګړي دسلامتیا او ناروغۍ هنداره هم کیداي شي او دوګړي روغتیايي حالت په ډاګه کولاي شي که په خپله ژبه لاس ووهئ لوړې او ژورې به پرې احساس کړئ چې دغه غدې یا «papillae» په حقیقت کې واړه ویښتان دي چې دڅکلو او ذایقې په برخه کې مرسته کوي نو که دغه غدې هم التهابی شي ذایقه هم نه شو احساسولی په ټول کې که په ژبه کې هربدلون راځي ممکنه ده دیوې ناروغۍ نښه وي .
هغه ژبه چې صافه شي ممکنه ده د بي ویټامین او وسپنې دکمي له امله وي دځینو کسانو ژبې ګونځې وي دغه ګونځې مورزادي وي او باید دغه کسان دخپلې خولې اوژبې په حفظ الصحې کې ډیره توجه وکړي کله نا کله پرژبه باندې دمیکروبونو له امله لوړوالی احساسیږي اویا ښايي د خاصو درملو او خوړو په وړاند ې حساسیت ددې سبب شي چې ژبه لوړې ژورې پيدا کړي .
ځینې وخت ژبه سپینه یا ایرن رنګه شي دغه د مخاط د التهاب نتیجه ده هغه کسان چې سیګریټ څکوي اویا ېې غاښونه التهابي او خراب وي ممکنه ده دغسې ژبه ولري خو په ژبه مو که کوم ټپ پيدا کیږي چې ژر نه رغیږي غوره ده یو ځل ډاکټر ته ورشئ ځکه چې ممکنه ده د ژبې سرطان دیوه معمولی ټپ په شان څرګند شي چې بیا سخت شي .