استاد شپون

بختاني صیب خو په ۍ کې شد وغورځاوه.( شد غورځول مانا په لوی لاس له یوې لیکنې یو توری لرې کول، یا یوه خبره تحریفول). لکیاوره ۍ یې لرې کړه بیا خدای بښلي مولوي عبدالوکیل صداقت، بل شد هم ورکې وغورځاوه.د ځـ او ز فرق یې هم ورک کړ. د مولینا په عقیده دغه دواړه توري په تلفظ کې دومره سره نېژدې دي چې که ځ ورکه شي نو هم به یې تلفظ آسان شي، هم به د کمپیوټر کیبورډ ته یو توری وسپمېږي، هم به یې د نورو ژبو خلک چې عربي الفبا کاروي ولوستی شي. ده خدای بښلي به ځان زان لیکه، ځوان زوان، ځوز زوز . د پښتو ټولنې دا کلیه یې نه منله چې   که فارسي کې ج وي، پښتو کې ځ کېږي. ویل یې چې که ز او ځ سره ګډ شی یو بل بې ضرورته توری به هم کم شي. مولوی صیب به ویل د پښتو ملا همدغو بې ضرورته تورو ماته کړې ده.

چې نور یاران په کې څه وايي؟

06.02.2013

One thought on “دا بدعت حسنه دی که سئیه / استاد سعدالدین شپون”
  1. استاده سترګې مو روښانه چې له ډېر وخت وروسته راښکاره شوئ.‌ ښه نظر دی.‌څومر چې توري راکمېږي هومره ورسره ژبه اسانېږي. ځ، ز، ض،‌ ظ،‌ ذ سره بېخي نژدې دي او مونږ یې له کاره اېستي یو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *