د کوټې چوپتيا به د موبابل د تڼيو غږ کله کله ماته کړه. کوم تشويش يې زړه کې پيدا شو چې موبابل يې پر سينه کېښود؛ سکرين يې پټ کړ؛ سترګو يې لا هم څه نه ليدل – کوټه لکه د ګور په څېر هره خوا تياره وه. سترګې يې وموښلې؛ ښي اړخ ته يې سر وګرځاوه؛ نيم مخ يې پر بالښت ولګېد. د تخت په بل سر کې ښځه اوږده غځېدلې وه؛ تر اوږو يې بړستن وه، وېښته يې شا ته ټول کړي و، داسې لکه د نريو تورو اوږدو پاڼو ګرد ګل. ورو يې وويل:
- دا وېده شوې؟
موبابل يې له خپلې سينې بېرته راپورته کړ؛ د مسجونو برخه يې وکتله؛ زياته يې کړه:
- ليلما لکه چې هم ويده شوه.
موبابل يې بېرته کېښود.
- زه به هم ويده شم.
چې سترګې يې پټې کړې، سمدلاسه يې ليلما په مخ کې ښکته پورته شوه: له ټيکري يې اوږده وېښته راوتلي و؛ نږدې ملا ته يې رسېدل– سترګې پټول نه و، په اصل کې له يوې ريښتينې دنيا څخه خيالي دنيا ته سفر و.
***
ليلما د ده د دفتر همکاره وه. د دواړو مېزونه يو بل ته مخامخ و. يوه ورځ يې ورته پام شو؛ ده ته يې کتل خوزريې خپل کمپيوټر ته سترګې واړولې. شېبه وروسته يې بيا وروکتل؛ هغې بيا زر سترګې بلې خوا واړولې. دا ځل يې وروځو ته ورپام شو، تورې وې.
تورې سترګې، تور باڼه، تورې وروځې، تور وېښته او له پاسه تور ټيکری؛ دا هر څه ورته ډېر ښايسته وبرېښېدل. ورځ تر بلې يېيو بل ته کتل ډېرېدل. يوه شپه يې موبابل ته مسج راغی. ليکلي يې و:
- ته ډېر راته نه ګورې؟
مسکی شو. غوښتل يې ورته وليکي چې ډېر خو ته راته راګورې مګر خبره يې واړوله:
- ښکلې منظرې ته خو د هر چا سترګې اوړي.
ځنډ وروسته بل مسج راغی:
- دا مانا چې زه ….
***
ناڅاپه موبابل د نوي مسج زنګ وکړ؛ سترګې يې پرانيستې؛ له خيالي خو خوندورې نړۍ بېرته حقيقي نړۍ ته راوګرځېد. مسج ده ته راغلی نه و. ښځې ته يې وکتل؛ هغه لا هماغسې په اړخويده وه. له ځان سره يې کړل:
- ښځې ته مې چا په دې نيمه شپه مسج راولېږه؟
په ځای کې کېناست. کوږ شو، لاس يې اوږد کړ، موبابل يې راواخيست. د مسج په پيل کې ليکل شوي و: “ګرانه پېرودونکيه….”
له ځان سره يې کړل:
- شبکه هم نپوهېږي چې څه وخت مسج ولېږي، اوس خو ټول وېده وي.
موبابل يې په هماغه ډول بېرته کېښود. په همدې وخت کې يې ښځې ته وکتل؛ سترګې يې پټې وې؛بېرته څملاست. فکر يې وکړ:
- ليلما خو دومره زر نه ويده کېده.
سترګې يې ورو پټې کړې.دا ځل يوې بلې دنيا ته ولاړ–
***
دی اتلس کلن و، مور او پلار يې د کاکا لور ورته کوژدهکړه.
دواړه په يو کور کې واړه رالوی شوي وو، لوبې يې سره کړې وې، جومات ته ګډ تللي وو؛ او ښوونځي ته هم په يوه لاره تلل خو له شپږم ټولګي وروسته يې د کاکا لور کورنۍ مکتب ته پرېنښوده. دی له ښوونځي وروستهد کانکور په ازموينه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي ته کامياب شوی و.
همدا چې کور ته راغی او په مور او پلار يې پوهنتون ته د کاميابېدو زېری کاوه، هغوی ورته د تره له کوره راوړی ګل او دسمال وښود. ناڅاپه څک شو؛ هېڅ يې فکر ته نه لوېده چې په دې وخت کې دې واده وکړي– دی د خپل ژوند په يوې بلې صفحه کې و خو د حيرانتيا خبره دا وه چې صفحه ده په خپله نه وه اړولې او د تېرې صفحې د نابشپړه پاته کېدو تشويش هم ورسره و.
مور ته يې مخ واړاوه:
- تاسې خو له ما نه پوښتنه نه وه کړې.
پلار يې په خبره کې ورولوېد:
- مونږ به له تا لاپوښتنه هم کوو؟
- بيا د کاکا لور مې….
مور يې خوله بېرته کړه:
- ولې په هغې څه شوې دي؟ راته معلومه ده، ښه کاريګره ده، هډوره ده. له خيره ګلالي ماشومان به درته راوړي.
د پوهنتون په دويم کال يې واده وکړ او دا دی پنځه کاله وروسته يې هم ماشوم نه دی شوی.
***
سترګې يې پرانيستې؛ کوټه رڼا وه:
- زه د شپې څه وخت ويده شوی وم؟
د شپې مخکې له دې چې ويده شي، د مېرمنې په اړه يې فکر کاوه خو نپوهېد چې څومره؟ تر کوم ځايه؟ يوازې همدومره پوهېده، چې مور يې د کاکا لور په اړه ويل چې ښه ماشومان به درته راوړي خو لاتراوسه يې نه دي راوړي. سترګې يې وسولولې. مېرمن يې له ده مخکې پورته شوې وه. کوټه ورته خالي ښکاره شوه. له ځان سره يې کړل: “که مې ماشوم درلودی، څو نه به مې ساعت ورسره تېر و.”څټ يې وګراوه او زياته يې کړه: “مور به يې هم په کور يوازې او وزګاره نه وای.”مېرمن يې د اولاد لپاره په ډاکټرانو، ملايانو او زيارتونو ګرځولې وه خو ګټه يې تراوسه نه وه کړې.
موبابل ته يې پام شو؛ زر يې راواخيست. د ليلما مسج راغلی و: “سبا که وخت لرې، وبه ګورو.”
له ځايه اوچت شو،څېره يې خندني شوه،د حمام په لور لاړ، له ځان سره يې سندرې زمزمه کولې.
***
له ليلما سره يې دا درېيم ځل و چې دباندې واته. لومړی وار رستورانت ته او په دويم وار پارک ته تللي وو – که څه هم وېرېدلی و، نږدې خپل يو ملګري دواړه ليدلي وو خو بيا يې هم وخت ښه تېر شوی و. نپوهېد چې نن به چېرته ولاړ شي او څوک يې ونه ويني او که نه؟
***
ښځې يې موبابل پر مېز کېښود؛ ويې ويل:
- ته اوس ريښتيا نکتايي تړې؟
- هو
هغې شونډې بوڅې کړې؛ نکتايي يې راواخيسته او د ده له غاړې يې راتاوه کړه. ده ايينې ته کتل؛ نظر يې په ايينه کې د مېرمنې پر موبابل ودرېد: له ځان سره يې کړل:
- زه چې نه يم؛ چا ته خو به زنګ نه وهي؟
د ښځې غږ يې د فکر لړۍ وشلوله:
- تا خو نکتايي نه…؟
د ښځې ټولې پوښتنې ته يې غوږ ونهنيو؛ د ځواب په موندلو پسې يې ذهن په کار واچوه.
- د دفتر ملګري راپسې خبرې کوي.
مېرمنې يې نکتايي تاو راتاو کړه، تړی يې ونه شوه. پرې غوسه شو:
- ته لرې شه، زه يې خپله تړم. ماته مې يو وخت يو ملګري راښودلې وه.
له څو ځله تکرار وروسته يې د نکتايي غوټه تياره کړه، لاندينۍ څنډه يې کش کړه، ستونی يې ټينګ ورته ونيو. مسکی شو:
- د خلکو ورته زړه څنګه نه تنګېږي.
اينې ته وړاندې وروسته شو؛ په څنګ يې وروکتل. زياته يې کړه:
- ښايسته نه ښکارم؟
مېرمنې يې کړل:
- خود؛ د چا خاوند يې نو…
- ملايان هسې خلک ترې منع کوي؛ دا خو ښه شی ده.
- اول خو تا هم د نورو په غاړه نه پرېښوده.
- هغه بل وخت و.
ده په ايینه کې نکتايي ته کتل؛ ښځې يې کړل:
- په دفتر کې دې کار ډېر دی؟
- هو، ځکه وخته ځم.
- چای نه خورې؟
- په دفتر کې به څه شی راوغواړم.
- چای خو زر تيارېږي.
- پوهېږم، ناوختېږي راباندې.
ځان يې په نکتايي مصروف کړی و او په دې ډول يې هڅه کوله چې مېرمن يې په دروغ پوه نه شي. مېرمن يې موبابل واخيست او روانه شوه.
دی لا هم ولاړ و؛ ځان ته يې کتل. ويې ويل:
- پرون مې درته زنګ واهه؛ تلفون دې مصروف و.
هغې ګامونه اخيستل؛ ويې ويل:
- ورور مې زنګ وهلی و.
د ده سترګې د ايينې پر داغونو ودرېدې؛ خپل تصوير يې تت شو. له ځان سره يې کړل:
- او که يې ورور نه وي؟
***
له کوره ووت؛ دروازه یې په ځان پسې پورې کړه. د سړک پر غاړه ولاړې ټکسي ته ودرېد اوله ډرېور سره وغږېد. شاتهنۍ دروازه يې پرانيسته او کېناست. هم هيجاني و او هم وېرېده؛ ليلما يې خوښېده او خوشحاله و چې ورسره وګوري خو وېرېده چې څوک يې ونه ويني. شېبه وروسته يې ګوته د موټر د مخې شيشې ته ونيوله؛ مټ يې د موټر چلوونکي پر اوږه ولګېد؛ ورته يې کړل:
- هاغې نجلۍ سره ودرېږه!
د خولې شمال يې د موټر چلوونکي وېښته وښورول:
- د جګو څپليو والا.
د ټکسي د دروازې دستګير ته د نجلۍ لاس وغزېد؛ تر نيم څنګل پورې لوڅ و؛ پرا-يې-نيسته؛ بېرته يې پورې کړه؛ ځان يې د ده خوا ته نږدې کړ؛ عينکې يې پر وېښتو کېښودې. ده ته يې مخ واړاوه؛ خندا يې پر مخ ورګډه شوه؛ غومبري يې راټول شول:
- واو! له نکتايۍ سره څومره ښايسته ښکارې!
ده خبرې ته ځان جوړاوه، چې موبابل يې ولړزېد؛ ښيښې ته يې وکتل:
- ښځه مې بيا په دې وخت کې زنګ راوهي.
ليلما کړل:
- ځواب ورته ورکړه!
موبابل ته يې کتل؛ د زنګ د بندولو سره علامه يې کېکاږله؛ موبابل يې جېب ته يووړ.هغې ته يې سترګې ورواړولې، مسکۍ وه. موټر چلوونکي ته يې مخ وګرځاوه؛ هغه په ايينه کې ورکتل. په شېبه کې، موټر حرکت وکړ. پر لاس يې د هغې لاس ولګېد، نرم و، ناڅاپه يې سترګې پټې کړې، زړه يې وتخنېد.
دواړو د يو بل لاس لاندې کاوه؛ ګرمي يې ډېرېده.
***
ليلما په ښار کې رالويه شوې وه؛ د اقتصاد پوهنځی يې لوستی و؛ څلور کاله وړاندې د ماما له زوی سره کوژده شوې وه. هغه کلونه وړاندې سوېډن ته مهاجر او هلته منل شوی و. له کوژدې څو ورځې وړاندې هېواد ته راستون شوی او له ليلما سره له نږدې يوه مياشت ژوند وروسته بېرته تللی و.
***
ټکسي د څو پوړيز هوټل او رستورانت مخې ته ودرېده؛ دوی ترې کوز او ورننوتل. د رستورانت د يوې څنډې په لور ولاړل؛ د ګرد جګ مېز تر شا ولاړ کس سره يې خبرې وکړې. شېبه وروسته، هغه د مېز پر سر کيلي (کليد) کېښوده؛ پر مزي يې نمبر ليکل شوی و. کيلي يې راواخيسته او د دويم پوړ په لور روان شول.
دروازه يې پرانيسته؛ ورننوت. هغه هم ورننوته. د ده لاس يې ونيو؛ دروازه يې پر خپلې شا ورو پورې کړه؛ دی يې ورو ځان ته کش کړ. بدن يې د هغې پر بدن ولګېد؛ اندامونه يې نرم وو؛ د ده د بدن د پوستکي لاندې لکه اوبه خوند وځغلېد. شونډې يې شونډو ته وروړې. پر شا کږه شوه؛ دی هم ورکوږ شو؛زړونو يې ټوپونه ووهل. چوپتيا خوره وه؛ دواړو د يو بل د ساه اخيستلو غږونه اورېدل– يو ځل بيا په يوې بلې دنيا کې و؛ هغه چې ټول نفوس همدوی دواړه و. يو دم دروازه وټکېده؛ يو درېيمګړی راننوت؛ دنيا يې ورانه شوه – په چټکۍ له يو بل لرې شول. ګ
دروازه يې پرانيسته. يو هلک ولاړ و؛ دوه مېنيووې يې ورته ونيولې. ده ترې واخيستې او له جېبه يې د سلو افغانيو نوټ راووېست؛ هلک ته يې ونيو؛ ورته يې کړل:
- زمونږ ډوډۍ وروسته راوړه.
هلک نوټ ته وکتل؛ مسکی شو؛ وا-يې-خيست؛ دروازه يې پورې کړه او دوی بېرته د خپلې دنيا د جوړولو هڅه کوله.
***
د زينې پر کټاره يې لاس کېښوده او کوزېده، پښې يې بېشيمې شوې وې.له هوټلاو رستورانت څخه راووتل؛ هغې کړل:
- ته اوس کور ته ځې؟
د ده سر ښکته و؛ ويې ويل:
- مجبوره نو…
- ولې؟
- ناوخته ده.
- ښځه به دې درته څه ونه وايي؟
- ګوندې نه….
په ذهن کې يې د ښځې خبره وګرځېده: په دفتر کې دې کار ډېر دی؟
***
له ټکسي د کور مخې سره کوز شو؛دروازه نيمه پرانيستې وه. له ځان سره وويل:
- دروازه ولې بنده نه ده؟
د انګړ څلورو خواوو ته يې وکتل؛ ګامونه يې ورو ورو واخيستل. د دهليز دروازه يې پرانيسته؛ د ښځې خبرې يې تر غوږ شوې. د کوټې دروازې ته يې غوږ نږدې کړ؛ په تلفون کې يو نارينه غږ جړ جړ کېده. ورو يې کړل:
- دا له چا سره خبرې کوي؟
ښځې يې په خندا کې وويل:
- ته هم راباندې ګران يې.
د ده په بدن کې وينه وځغلېده؛ مخ يې سور شو؛ غاښونه يې سره وجنګېدل؛ لاسونه يې له قُوَته ډک شول. دروازه يې په زوره پرانيسته؛ د ښځې په لور يې غټ غټ ګامونه واخيستل؛ موبابل يې له غوږ ترې په زوره کش کړ؛ پر مخ يې څپېړه ورپورې کړه؛ مخ يې په ښي لور کوږ شو؛ پر غومبري يې د ده ګوتو سور چاپ ښکاره شو؛ چيغه يې کړه:
- فاحشې…