تاند- د لیبیا حکومت پلوي ځواکونه وايي چې د داعش یا اسلامي دولت وسله واله ډله یې د سیرت ښار له وروستۍ برخې هم شړلې او اوس دا ښار په بشپړ ډول د دوی په کنټرول کې دی.

د لیبیا مرکزي حکومت ته وفادارو ځواکونو د امریکا د هوايي ځواک په ملاتړ له ۶ میاشتې جګړې وروسته د لیبیا له دغه ښاره، چې په لیبیا کې د داعش تر ټولو مهم مرکز و، دا ډله وایستله.

د دوشنبې په ورځ د داعش شاوخوا ۲۰ جګړه مار لیبیايی پوځیانو ته تسلیم شول.

په سیرت ښار کې د داعش پر ضد د ټولو جنګېدونکو ځواکونو ګډ ویندوی اند ریدا عیسي وویل، د مصراتا ښار د لوا په مشرۍ ځواکونو سیرت ښار او غزه بندر ونیوه.

تر جګړې وړاندې په دغه ښار کې ۸۰ زره تنه اوسېدل. په دغه ښار کې تر بل هر ځای زیات ملکیان وژل شوي ځکه چې داعشیانو له هغو څخه د ډال په توګه کار اخیست.

سږنی کال په عراق او سوریه کې هم د داعش لپاره خورا بد کال و، دې ډلې په دواړو هیوادونو کې ډېرې سیمې له لاسه ورکړې.

داعش د ۲۰۱۵ م کال په لومړیو کې د لیبیا سیرت ښار ونیوه او له هغه څخه یې په لیبیا کې خپل تر ټولو مهم مرکز جوړ کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *