یکوال محمداکبر
یوازې په افغاني ټولنه کې نه بلکه په هر ټولنه کې په یو او بل پسې خبرې کېږي، خو په نورو ټولنو کې ورته د کم ارزښت وروکول یې ددې لامل شوي، چې رنګ یې کم شي او زموږ په ټولنه کې ورته ارزښت ورکول یې ددې لامل شوي، چې دا خبره مو په نظر لویه راشي او نور هم پسې وګرځو. اصلا دا مهمه او ارزښتمنه نه ده، چې نور څه وايي او څه خبرې کوي په دې ډول خبرو باید هېڅ فکر ونه کړو، بکله یوازې او یوازې دا مهم ده، چې موږ خپلو کارونو ته په کوم ډول، چې غواړو دوام ورکړو، د نورو په خبرو پسې ونه ګرځو او خپلې ټاکلې موخې ته، چې په هر قیمت وي ځان ورسوو، ځکه که چېرې د نورو په خبرو پسې وګرځو نو بیا په هغې صورت کې مو بریالي کېدل او خپلې موخې ته رسېدل ناشوني دي. دا جوته خبره ده که د نورو په خبرو پسې وګرځو خپل کارونه را څخه پاتې کېږي او که د نورو په خبرو پسې ونه ګرځېدو، په اړه یې هېڅ فکر ونه کړو او یوازې په خپل کار او زړه غوښتنه باندې فکر وکړو نو هغه څه ته به ورسېږو د کوم لپاره، چې کار کوو او کوم څه، چې غواړو. د بریالیو کسانو د بریالیتوب یو تر ټولو ارزښتمن راز همدا دی، چې دوی د نورو په خبرو پسې نه ګرځي او نور که هر څه پسې وايي دوی یې په اړه هېڅ فکر نه کوي، ځکه دوی داسې فکر کوي او وايي که د نورو خبرو ته ارزښت ورکړو په هغې صورت کې له خپلو کارونو څخه شاته کېږو او هر کله، چې له خپلو کارونو شاته شوو بیا مو کار را باندې پیاوړی کېږي او ترسره کول به یې راته ستونزمن وي. بریالي کسان یوازې دا مهمه او ارزښتمنه ګڼي، چې موږ په څه فکر کوو، څه تر سره کوو او څه وایو. محمداکبر حقمل M Akbar haqmal

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *