ارشیف

تاند- د پاکستان ایکسرپیس تریبیون ورځپاڼه وايي، دیپلوماتیکې هلې ځلې روانې دي چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې خبرې ژر پیل شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرسته خاصه استازې لورا میلر هم اسلام اباد ته رسېدلې او دیپلوماتیکې سرچینې د هغې سفر د سولې د خبرو له پیلېدو سره تړلی بولي.

مېرمن میلر په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال سره ولیدل او د ښاغلي زاخېلوال په وینا په بېلابېلو مسلو یې ورسره خبرې کړي دي.

په دې غونډه کې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډیویډ هېل او د افغانستان او پاکستان لپاره د خاص استازي پوځي مرستیال برید جنرال جد ایچ لیونز هم حاضر ول.

امریکايي پلاوی څو ورځې وروسته له دې اسلام اباد ته لاړ چې په کابل کې یې د افغانستان له ولسمشر سره د سیمې د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

ایکسپریس تریبیون وايي، امریکايي پلاوی په داسي وخت کې اسلام اباد ته سفر کړی چې د طالبانو د قطر د دفتر یوه مهم غړي دې ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل چې طالبان په خپل منځ کې په دې خبرې کوي چې د احتمالي سیاسي خبرو د پیلولو لپاره یوه ستراتیژۍ جوړه کړي.

ایکسپریس تریبیون د سولې خبرو ته د طالبانو لېوالتیا په اکتوبر میاشت کې پاکستان ته د طالبانو د قطر د دفتر د پلاوي له سفر سره بې ارتباطه نه بولي.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، ځینو سرچینو وویل چې پاکستان طالبان هڅولي چې د حکمتیار د اسلامي حزب په شان د سولې خبرې پیل کړي.

د هند په امرتسر کې د اسیا زړه کنفرانس په اعلامیه کې هم د حکمتیار د اسلامي حزب او حکومت د سولې د موافقې ملاتړ شوی دی.

دې اعلامیې له ټولو طالبانو او نورو وسله والو ډلو غوښتي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې شروع کړي.

2 thoughts on “ایکسپریس تریبیون: طالبان ښايي ژر له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي”
  1. طالبان کله د خبرو واک او اختیار لری

    کله چي امریکا او پاکستان وغواړي هغه وخت به طالبانو ته اشاره وکړي چې هلی خبرې وکړئ

    تر څو پاکستان او امریکا د خبرو اراده ونه کړې تر هغو طالب سر هم نه شي ښورولی
    طالبانو تبا شئ

  2. د پنجابیانو خبره دال مې کچ کاله هی. زه خو دې موضوع ته د شک په سترګه ګورم، ځکه کله چې موسم یخ شي او افغانستان ته د تلو لارې په واورو وپوښل شي نو بیا دوی هم د وحشت نه راووځي او د انسانیت خبرې شروع کړي، ځکه بله چاره نلري او پاکستان هم دوی ته په کور معاش نه ورکوي. د ټولو نه مهمه خو داده چې کاشکې دوی واک لرلی ددوی کنترول خو د بل په لاس دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *