(له ايپي فقيره ترشامي پيره )
ايپي فقير به ويل: د ډيورنډ کرښه، شپېته ګزه ده، چې پنځه دېرش ګزه يې تورخم پورې تړاو لري او پنځه ويشت ګزه نوره سپين بولدک پورې.
د دې خبرې انګېرنه دا ده چې نوموړي نه يوازې د انګرېزانو پر وړاندې وسله وال پاڅون وکړ، بلکې د پاکستان د جوړېدو مخالفت يې هم وکړ. نوځکه خو ده او د ده پلويانو د ډيوړنډ کرښه يوه استعماري کرښه بلله .
ايپي فقيرته هغه کيسه هم ورياده وه چې د پکتيا والي سردارګل احمد خان ته دوزيرواومسيدو يوه جرګه ورغلې وه،چې ددوی غږ تراميره ورسوي .
ښاغلي جهاني دايپي فقيردمبارزې انګېزې ته اشاره کړيده چې؛ايپي فقيردوسله وال جهاد لپاره يوې انګېزې ته اړتيا درلوده .دا انګېزه هغه وخت برابره شوه،چې په نولس سوه شپږ دېرش کال دفبروري په مياشت کې دلا پۍ په نوم يوې هندواڼۍ نجلۍ دسيد ميرنورپه نوم ديوه ځوان په کور ننوته اومسلمانه سوه …؛
داسلام بي بي داستان چې د بنومېشتوهندوانوپه ملا تړ،انګرېزانو دېته مټې رابډ وهلې چې هندواڼۍ نجلۍ بېرته هندوانوته وسپاري…
رښتيا هم چې دې پېښې دايپي فقيرپلويان اوپيروان ډېر هيجاني کړل اوډيری مسلمانان يې ملا تړته راووتل . . .خودده دمبارزې بنسټيزلامل،يوازې اسلام بي بي نه وه،بلکې له دغې پېښې دمخه،ده دانګريزانوپروړاندې مټې رابډ وهلې وې .
داچې څومره دانګېزې خبره ده، دغه انګېزه لادمخه ايپي فقيرته په ميراث پاتې وه …له ده نه دمخه ملا پوونده،ملا عبدالرزاق،ملا قديم اوله چترال نه راواخله تربلوچستانه پورې دانګريزانوپروړاندې دنجم ا لدين اخون زاده په ګډون دوئ ټولو وسله وال پا څونونه پيل کړي و.
انګريزان د دغو پا څونونوله وېرې نجم الدين اخون زاده ته وړانديز وکړ، د اجارې هغه اندازه پيسې چې افغان حکومت ته ورکوي هغه به ده ته ورکړي،خوکه چېرې خپلومريدانواو پلويانوته سپا رښتنه وکړې،چې له خپلو پاڅونونونه لاس واخلي .
دا داسې مهال دی،چې عمراخان جندول په اتلس سوه څلورنوي کال په چترال کې دانګريزانو پروړاندې وسله وال پاڅون وکړ.
دهمدغه کال په لړ کې،مسيدو جنګياليو هم وسله وال پا څون وکړاو د واڼې په سيمه کې دانګرېزانو چوڼۍ لومړی ونيوله اوبيا يې اور ورواچوه .
جهاني صاحب پخپله ليکنه کې د باچا خان او ايپي فقير په تړاو کښلي دي، چې له ايپي فقير سره يې مرسته ونکړه …
زما د معلوماتو له مخې،يو مهال ددوی تر مينځ اړيکې خوږې وې خو دغه اړيکې ترډېره بريده د ليکونو پر بنسټ ټينګې شوې وې.
يوه برتانوي ليکوال ليکلي دي،کله چې باچا خان او ايپي فقيرسره وليدل،دخبرو په ترڅ کې ددوی لارې هغه مهال بېلې شوې،چې عبد الغفارخان دکانګرس په ملتيا دعدم تشدد لاره ونيوه اوده ته يې هم بلنه ورکړه،چې دده ملګرتيا وکړي …
يوشمېرانګېري چې ايپي فقيراوبا چا خان يووارې په لاهورکې سره ليدلي ول ،خودسپين په اند داچې ددوئ لارې بېلې شوې يوستر لامل يې داوو،چې باچاخان ورته وويل ،دعدم تشدد لاره دپښتنو لپاره ډېره موهمه ده …ولې ايپي فقيرورته ورغبرګه کړه: انګرېززما دکوردروازې ته رارسېدلی دی اوزما دکوردروازه ټکوي،هم يې راته برجونوکې مورچلې جوړې کړي دي . . .تاسوماته دعدم تشدد سپارښتنه کوئ ؟
نوموړي ليکوال پدې هم ټينګارکړيدی،چې ده له باچاخانه ګيله وکړه،چې موږ داسلام بي بي په سردانګريزانواوهندوانودښمنۍ ته خپل ټټرونه سپرکړيدي اوډاکترخان له هغوئ سره ؛خپلوي؛کوي .
په دغه وخت کې له يوې خواپه ټوله پښتونخواکې سياسي اووسله والې مبارزې زوراخستی وواوله بلې خوا،په ځانګړي ډول وزيرستان دانګريزانو،روسانو،ايټالويانو،جرمنيانواوجاپانيانودسيالۍ ډګروو.په سياسي ډګرکې هم دمسلم ليګ اوکانګرس ترمينځ،سياسي ناندرۍ اوسياسي سيالۍ روانې وې.
دپېښور وروستي ګورنرجنرال سراولف کېروپخپل کتاب پټانزکې کښلي دي،چې ما دصوبه سرحد په ټاکنيز کمپاين کې دهند دوايسراې ياګورنرجنرال په سپارښتنه کوښښ کاوه چې ټاکنې دمسلم ليګ په ګټه راوڅرخوو،ولې بياهم دنولس سوه شپږ څلوېښت کال ټولټاکنې د ډاکتر خان په ګټه،يا په ټوله کې دکانګرس په ګټه پاېته ورسېدې .
سره ددې، انګرېزانوکوښښ کاوه چې،له يوې خواد ايپي فقيرغوندې شخصيتونه وځپي اوله بلې خوايې هڅه کوله،چې محمد علي جناح سره مرسته وکړي…پدغه وخت کې جناح دومره نهيلی شوی وو،چې په نولس سوه اوه دېرش کال يې بېرته دهند له نيمې وچې پښې سپکې کړې اوبرېتانې ته لاړ.
انګرېزانود مسلم ليګ په رهبرئ فشارراووړ،چې محمد علي جناح خپل مشر وټاکي .نواب وقارالملک،چې ددې ګوند له بنسټګروڅخه وو(نولس سوه نه کال )له رهبرۍ ګوښه شواوپرځاې جناح ته دمشرتابه لاره اواره کړه.
هلته دهند په کانګرس کې هم سياسي ناندرۍ پيل شوې،دهند دملي کانګرس مشرانو په لړکې سوبهاس چندرابوس دګوند له رهبرۍ ګوښه شواو له هندوستانه وزيرستان ته راغی.
دهند په نيمه وچه کې به چې هرڅوک دانګرېزانوترګواښ لاندې راغی نوهرومروبه وزيرستان ته پناه وړله…ايپي فقيرپه دغه مهال ديوې لویې جرګې په ترڅ کې ددې ټولې سيمې په تېره دمينځنۍ پښتونخواد ريس په توګه وټاکل سو.
کله به چې دايټالې،جرمني،جاپان اوترکې له استازوسره ليدل،نوده ورته په ځغرده داخبره کوله چې دانګرېزانوپروړاندې،چې له موږ سره څوک مرسته کوي په ورين تندي يې مرستې منوخوسپارښتنې يې نشومنلی،داځکه زه پدې پوهېږم چې زما دخاورې اووطن له دښمنانوسره څرنګه وجنګېږم ؟
همدالامل وو،چې له ده سره دانګرېزانو مخالفينو،پرته له قيد اوشرطه دهرډول مرستې ټټروواهه اوان تردې چې دراديواوهوايي ډګر دجوړولوژمنه وکړه.
هغه وخت چې انګرېزانوپدې سيمه ولکه درلوده اويا وروسته پاکستان دانګريزانوپه هڅوجوړشو،ايپي فقيرخپل ځان ددې ټولې سيمې واکمن ګاڼه،ان داچې خلکوبه جمهور ريس باله.
له انګريزانو وروسته د پاکستاني چارواکووېره داوه، نه چې ايپي فقيردسوات درياست په څېرکوم ځانګړی جوړښت اوتشکيل په وزيرستان کې رامينځته کړي …نوځکه خويي په ايپي فقيرمرګوني ګوزارونه کول.
په هغه وخت دسوات په رياست کې عبدالقيوم خان چې دمندړويوسفزيوڅخه وو،اکبرخان هوتي،دسوات مياګل اوسيد عبدالجبارشاه،چې وروستی تن دسوات خلکولکه دايپي فقيرپه څېرپه نولس سوه پنځلس کال دسوات پاچا وټا که اودوه کاله يي پاچا هي وکړه .
دمخه مو دهند دملي کانګرس ديوه مشرچندرابوس يادونه وکړه،چې ده هم لکه دايپي فقير په څېرغوښتل چې دانګريزانوپروړاندې وسله وال پاڅون وکړي،خودی دګاندي اوجواهرلال نهروپلويانودګوند له مشرتابه ګوښه کړ،نوځکه ويل کېږي لومړی وزيرستان او له هغه ځايه افغانستان ته راغی .
نوموړی نه يوازې دانګريزانوپروړاندې وسله والې مبارزې ته ژمن وو،بلکې پدې هم ټينګارکاوه،چې بايد هندوستان ونه وېشل شي .
په افغانستان کې دجرمني استازي پيلګرورته ايټالوي پاسپورت جوړکړاودشوروي استازي په سلادمسکو له لارې المان ته واستوو.
پرته له کوم لاسونده ويل کېږي،چې سوبهاش چندرابوس له ايپي فقيرسره وليدل اوورته وې وېل ،زما اوستا دښمن يودی .!؟
بوس چې کله جرمني ته ورسېد لومړی له هټلرسره وليدل،ورپسې ايټالې ته لاړ اوهلته يي له موسولوني سره هم دسيمې دحالاتو په تړاو خبرې اترې وکړې …
نوموړي دواړوته داوړانديز وکړ،چې دتاسو په مرسته ،زه ديته چمتويم هندوستان ته بېرته وګرزم اوله انګريزانوسره وسله واله مبا رزه پيل کړم .
ده په نولس سوه دري څلوېښت کال له امان اله خان سره هم وليدل،داسې انګېرنې شتون لري چې ده خپل ښه نيت هغه ته څرګند کړاوورته وې ويل افغانستان تاسوته اړتيا لري .
ښاغلي جهاني هم دې ټکي ته ګوته نيولې ده،چې دوزيرستان خلکود ايپي فقير په مشرۍ وزيرو اومسيدو غوښتل پاچا امان اله بيا واک ته ورسېږي .
ښايي ددې خبرې يو لامل به داووچې محمد هاشم خان ايپي فقيرته ښه نيت نه درلود .سره ددې،چې ددغې سيمې خلکو دوه وارې له نادرخان اودهغه له وروڼو سره،هراړخيزې مرستې کړې وې ،يوواردامان اله په رهبرۍ داستقلال په جګړه اوبل وارچې نادرخان له خپلووروڼوسره له فرانسې نه افغانستان ته راننووت .
کله چې نادر خان اووروڼه يي واک ته ورسېدل وزيرستان ته يې چنديانې پاملرنه ونه کړه .ښا يي يولامل به يې دانګرېزانو ګواښ وه.
جهاني صاحب دخپلې ليکنې په ترڅ کې دشامي پير يادونه هم کړېده ،چې دجرمني په سپا رښتنه يې سيمې ته دتلوتکل وکړ…
زما په اند هغه مهال،چې شامي پيرپه ترکيه کې استوکن وولايې دانګريزانوپه وړاندې کرکه درلوده.نه يوازې شامي پير،بلکې دعثماني ترکې مشرانو،برېتانېا ددې ټولو پېښومدعي ګڼله .نوځکه خوشامي پيرپه ډېرې اسانۍ دېته چمتوشو،چې د افغانستان ګاونډ ته دبرتانوي هند ترولکې لاندې سيمې ته راشي .
که له يوې خواشامي پيروزيرستان ته ځان راورسوه اوله بلې خوا،انورپاشا،جمال پاشا اونوردشوروي له لارې دشوروي چارواکوپه سپارښتنه مخ په افغانستان رارهي شول،چې د انګرېزانوپروړاندې تبليغ وکړي .
په سرکې ددوي اوشامي پيرلاره يوه وه،ولې کله چې جمال پاشا،انورپاشااوابراهيم بېک په مينځنۍ اسياکې د روسانوظلمونه وليدل خپل لوری واړوه اودشوروي اتحاد پر ضد يې بيرغ پورته کړ.
شامي پير چې بيا دانګرېزانوځمکني اوهوايي بريدونه په وزيرستان کې وليدل نوددې سيمې وګړي يې په ځان راټول کړل،انګرېزانوهم خپلې لمسونې تېزې کړې ،ان تردې چې دوۍ شريف حسين وهڅوه،چې داسلام خلافت دعربانوحق دی،نه دې ترکانو…
انګرېزانوپدې ټينګار کاوه،که چېرې عثماني ترکيه له پخوانئ دبدبې راپرېووځي،نواسلامي خلافت به رښتني وارثانو يانې عربانوته وسپارل شي .
څومره چې دشامي پيرموضوع ده،ده په لومړي سرکې په ټول وزيرستان کې دومره پرمختګ وکړ،چې له ډېرولرې ځايوبه خلک دده ليدلوته راتلل،چې شامي پيروګوري.ده ډېروسله وال اوجنګيالي په ځان راټول کړل ډېرمريدان اوپلويان پيداکړل،ان داچې داسې وېره يې پيداکړه اوخلکو به داسې پخپلوکې ګړنجوله ،نه چې دايپي فقيردکمزورتيا لپاره انګرېزانودې سيمې ته رالېږلی وي !؟
ولې وروسته پېښو وښوده،چې ايپي فقير پخپل هوډ دومره ټينګ ولاړ وو،چې هيچاته يې سرټيټ نکړ.دی که له يوې خوادانګرېزانوپروړاندې، لکه د يوه وسپنيزمورچل په څېرټينګ ولاړ و او انګرېزانو په خپلو ځمکنيو او هوايي خونړيو بريدونو، ونشوکولای چې د ده هوډ واړوي، دارنګه د پا کستان پروړاندې هم ودرېد او د ژوند ترپايه ورته تسليم نشو.