تاند- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ترکیې د پخواني ولسمشر عبدالله ګل په بلنه قیصر ښار ته تللی دی.

حامد کرزي ته بلنه ورکړای شوې چې په ترکیه کې د عبدالله ګل د موزیم او کتابتون په پرانستغونډه کې ګډون وکړي.

په قیصر ښار کې د ښاغلي ګل د موزیم اوکتابتون د پرانستنې په مراسمو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او صدراعظم بن علي یلدرم هم ګډون وکړ.

پخواني افغان ولسمشر د ترکیې د سفر په لړ کې د دغه هیواد له پخواني صدراعظم احمد داوود اوغلو او یو شمېر افغان محصلانو او سوداګرو سره ولیدل.

3

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *