هيچاته اجازه نشته، چې په دولتي ښارګوټو او دښتو کې نوې ابادي وکړي.
دغه څرګندونې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ليندۍ په ۱۶ مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د کابل کمپ اوسيدونکو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
د کابل کمپ اوسيدونکو وويل، چې په ۱۳۷۲ کال کې په کابل کې د خپل منځي جګړو له امله ننګرهار ته را کډه شول، چې د جهادي شورا لارښوونې سره سم د حصار شاهي په دولتي دښته کې مېشت شول.
نوموړو وويل، چې شاوخوا ۲۳ کاله کيږي، چې د افغانستان د پنځلسو ولايتونو خلک په دغه سيمه کې ژوند کوي.
دوی وويل، چې اوس ورته د جلال اباد ښاروالۍ او روداتو ولسوالۍ له لوري خبرداری ورکړل شوی، چې دغه ځمکه تخليه کړي، ترڅو پکې د پوليسو ښارګوټي نقشه عملي کړي.
دوی له ننګرهار والي څخه غوښتنه وکړه، چې غريب دي، سرپناه نلري او په دغه ځای کې دې ورته په قانوني ډول د اوسيدو اجازه ورکړل شي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې هر افغان په خپل هېواد کې په قانوني ډول د يو کور لرلو حق لري؛ خو هيچا ته اجازه نه ورکول کيږي، چې دولتي ښارګوټي او دښتې غصب کړي.
ښاغلي منګل وويل، چې هڅه يې پيل کړې ترڅو دولتي ښارګوټو کې د ښاروالۍ له لوري جوړه شوې نقشه د قانون په رڼا کې تطبيق کړي.
نوموړي وويل، چې امنيتي مسئولينو ته يې لارښوونه کړې، چې هيچاته اجازه ور نه کړي چې په دولتي ځمکو کې ابادي وکړي.
ننګرهار والي د کابل کمپ اوسيدونکو ته لارښوونه وکړه، چې په ياده سيمه کې نوې ابادي ونه کړي، چې د سرغړونې په صورت کې به د قانوني چلند سره مخ شي.
ده زياته کړه، چې د يو منظم پلان له مخې به په ټولو دولتي ښارګوټو کې د نقشې تطبيق په برخه کې ځانګړې اقدامات ترسره کړي.
ده دغه راز دکابل کمپ اوسيدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د سرپناه ستونزې حل په موخه به يې قانوني لارې چارې ولټوي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د جلال اباد پخواني ښاروال سيد عبدالغفار پاچا د مرحومې ترور وفات له امله نوموړي ته د تسليت او فاتحې مراتب وړاندې کړل.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد، چې یو شمیر نورو یې هم ملتیا کوله د ليندۍ په ۱۶ مه د جلال اباد پخواني ښاروال سيد عبدالغفار پاچا د مرحومې ترور فاتحې مراسم نوموړي ته د هغه په کور کې ترسره کړل .
نوموړي د مرحومې پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او د الله ج له درباره یې ورته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې جمیل صبر غوښتنه وکړه .
دغه راز سلاکار وزير او ننګرهار والي د فاتحې پر مهال له خوږياڼو څخه راغلو مشرانو ته هم د وروستیو پېښو شهيدانو روح ته د دعا لاسونه لپه کړل او هغوی ته يې تسليت وړاندې کړ.
د جلال اباد پخواني ښاروال سيد عبدالغفار پاچا او د خوږياڼو ولسوالۍ مشرانو له ننګرهار والي او ولايتي شورا غړي څخه مننه وکړه، چې دوی سره يې په دغه غم کې ځان شريک کړ او د ډاډګيرنې په موخه ورته کورته ورغلل.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د بهسود پل جوړېدو چارې له نږدې وکتلې.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد په ملتيا د بهسودو نوي پل د دواړو خواو سړکونو د جوړېدو چارې له نږدې وکتلې او د ياد پل جووړونکو ته يې يو شمېر لارښوونې وکړې.
ښاغلي منګل د بهسودو پل جوړونکي شرکت مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د پل دواړو خواو سړکونو چارې ګړندۍ او په معياري ډول تر سره کړي.
نوموړي وويل، چې ولسونو سره د شوې ژمنې له مخې د بهسودو پل پاتې کارونه په ښه ډول پرمخ روان دي او ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد له ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې د دندې پيل سره سم يې د بهسود پل د پاتې کارونو بشپړېدو په موخه نه ستړي کېدونکې هڅې پیل کړي دي.
ده خوښي وښوده، چې د بهسودو پل پاتې کارونه په بشپړېدو دي او د دې پل جوړېدو سره به د ولسونو د تګ راتګ ستونزې حل شي.
د بهسودو پل جوړونکي شرکت مسئول ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې د شوې ژمنې له مخې به د بهسودو پل جوړېدو چارې د انجينرۍ معيارونو سره سم تر سره کړي.
د دولت او وسله وال پوځ بشپړ ملاتړ او په خپلو ځمکو کې به حلال فصلونه کري.
دغه ژمنه د نازيانو ولسوالۍ قومي مشرانو د ليندۍ په ۱۶مه د نازيانو ولسوال معلم معشوق سره د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې.
په دغه غونډه کې د نازيانو ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو قومي مشرانو، ديني عالمانو، بزګرانو او د سيمې يو شمېر نورو خلکو ترڅنګ د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو برخه لرله.
د نازيانو ولسوال معلم معشوق د غونډې په پيل کې د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د امنيت د تامين او د کوکنارو کښت مخنيوي پيغام د غونډې برخوالو ته وړاندې کړ.
نوموړي د کوکنارو د زيانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه، چې نشه يي توکي الله پاک حرام ګرځولي او اساسي قانون کې يې کښت او کارونه منع کړېده.
ده پر ولسونو غږ وکړ، چې د امنيت په تامين کې د خپل وسله وال پوځ سره اوږه په اوږه کار وکړي او همدا راز د کوکنارو د کښت پر ځای په خپلو ځمکو کې حلال فصلونه وکري.
ده وويل هر هغه څوک چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري قومي مشران او امنيتي ځواکونه به يې په همغږۍ سره د کوکنارو کښت لمنځه يوسي او کرندګر به د قانون منګولو ته سپارل کيږي.
د نازيانو ولسوالۍ قومي شورا مشر محمد هاشم شينواري او د انکشافي شورا رئیس عبدالقدیر تيزاب د خبرو پر مهال وويل، چې مونږ د خپل حکومت د قوانينو بشپړ ملاتړ کوو او د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې حکومت سره همغږي او همکار يو.
نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې نازیانو ولسوالۍ د سړکونو، ښوونځیو، کلينکونوسره دې مرستې تر سره او په دغه ولسوالۍ کې دې د بيا رغونې کارونه تر سره شي.
د غونډې په پای کې پريکړه ليک ولوستل شو، چې پکې راغلي و د خپل دولت او وسله وال پوځ بشپړ ملاتړ به کوي او په خپلو ځمکو کې به د کوکنارو پر ځای حلال فصلونه کري او هر هغه چا چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکرل د قانون منګولو ته به سپارل کيږي.
په ننګرهار کې د پوليسو روزنيز ټولي څخه يو اويا تنه سيمه ييز پوليس فارغ شول.
ننګرهار امنيې قوماندان مل پاسوال سيد ګل اقا روحاني د يادو سيمه ييزو پوليسو دفراغت په مراسمو کې ،چې د دويمي امنيتي حوزې په قرار ګاه کې جوړ شوي و د فارغو شويو سيمه ييزو پوليسو پر فراغت خوښي ښکاره کړه.
امنيې قوماندان وويل: دا مو دنده ده ،چې د ملي او سيمه ييزو پوليسو د مسلکي پوهې د کچې لوړولو او معيشتي ژوند ښه کېدو په موخه هلې ځلې وکړ.
نوموړي د پوليسو د ياد روزنيز ټولي له استادانو مننه وکړه ،چې د پوليسو په سالمه روزنه او مسلکي پوهې د کچې لوړولو په موخه زيار ګالي.
ننګرهار امنيې قوماندان مل پاسوال سيد ګل اقا روحاني وويل: د هېواد له لويشت لويشت خاورې څخه دفاع او ساتنه يې د دندې په سر کې ځای لري او ټينګار يې وکړ ،چې نورو امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ به د امنيت ټينګښت او وسله والو مخالفينو ځپلو په موخه هلې ځلې وکړي.
د پوليسو د ياد روزنيز ټولي قوماندان سمونيار حفيظ الله وويل د سيمه ييزو پوليسو د فراغت په اوه ديرشمه دوره کې يو اويا تنو ته څلور اونۍ مسلکي زده کړې ورکړل شوې.
دی وايي ياد ټولی په کال ۱۳۸۹ کې جوړ شوی ،چې تر دا مهاله يې په بېلا بيلو دورو کې دوه زره شپږ سوه څلور ديرش سيمه ييز او شپږ سوه شپږ نوي ملي پوليس له مسلکي زده کړو وروسته فارغ کړي دي.
د مراسمو په پای کې فارغو شويو سيمه ييزو پوليسو ته هېواد او خلکو ته د خدمت په موخه عسکري لوړه ورکړل شوه .
په ولايتي کچه د پراختيايي بوديجې ترتيبول کولای شي، چې د پراختيايي پروژو اغيز لوړ کړي .
د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د د اصلاح پروژې او مالې وزارت په نوښت د عامه مالي کمېټو له پاره د ولايتي بوديجې تر سرليک لاندې د جوړ شوي درې ورځني ورکشاپ پيل غونډه کې وويل ولايتونو ته د بوديجې د جوړول واک ورکول کولای شي تدارکاتي پروسې اسانه او چارې يې په چټکۍ تر سره شي.
د ولايت مرستيال د يادې هڅې د ستاينې تر څنګ له مرکزي دولته غوښتنه وکړه ، چې په راتلونکې کې يادې لړۍ عملي کړي.
د کنړ ، لغمان او نورستان ولايتونو د مالي برخې د مسولينو په ګډون په جوړه شوې غونډه کې ننګرهار مستوفي سر څيړونکي ډاکټر محمد علم اسحاقزي وويل، چې د ولايت په کچه د بوديجې جوړولو طرحه د و زيرانو شورا د پرېکړې په اساس شوې او ننګرهار په هېوادنۍ کچه هغه ولايت دی، چې خپله بوديجه يې ترتيب او مرکز ته سپارلې.
د اسحاقزي په خبره د بوديجې ولايتي کول کولای شي متوازن پرمختګ ته زمينه برابره کړي.
شپږ اويا بې ځايه شوو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
په ننګرهار کې د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو او د اين ار سي ادارې په مالي مرسته دکوټ او پچيراګام ولسواليو شپږ اويا کورنيو سره د۱۶۰۰۰ ــــــ ۱۶۰۰۰ زره افغانيو نغدي مرسته ترسره شوه .
دننګرهار دکډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي وويل ، له کوټ او پچير اګام ولسواليو څخه له راکډه شويو شپږ اويا کورنيو سره دکډوالو چارو رياست په هلو ځلو او د N R C موسسې په مالي مرسته له هرې کورنۍ سره د شپاړلس ــــ شپاړلس زره افغانيو نغدي مرسته ترسره شوه .
نوموړي وويل، چې د مرستندويه ادارو په مرسته يې له داخلي بې ځايه شويو او له پاکستان هېواد څخه له راکډه شويو کډوالو سره داړتيا پرمهال داړينو توکو او نغدي پيسو مرستې ترسره کړي دي .
ده وويل، چې اوس هم ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې دبې ځايه شويو کډوالو سروې روانه ده ، چې د سروې تر بشپړيدو وروسته به ورسره اړينې مرستې ترسره شي.
د سيم بکس پنځه دستګاوې ونيول شوې
د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کې پوليسو د مخابراتو رياست په همکارۍ د روحاني په نوم يو مېلمستون کې د سيم بکس پنځه دستګاوې او نور وسايل کشف او ترلاسه کړل.
په نيول شوو وسايلو کې دوه پايې کمپيوټرونه، يو هوايي سويچ، دوه موډيمونه، يو فلش، يو انتن، ۲۴۵ بېلابېل ډول سيم کارتونه، اووه چارجرې او نور شامل دي.
د دغو دستګاو په تور د هارون او غلام نبي په نوم دوه تنه هم نيول شوي، چې تر پوښتنو لاندې دي.
په ننګرهار کې د ملي امنيت ادارې له لورې د هند پر قونسلګرۍ د بريد کوونکي په ګډون ۱۱ وسله وال مخالفين نيول شوي دي.
د ننګرهار د ملي امنيت رييس بريد جنرال داد محمد حريفي د لېندۍ په ۱۶مه د يو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وويل،یاد کسان د تېرې اوونۍ په جريان کې په بېلابېلو عملياتو کې نيول شوي دي.
هغه وويل، د داعش ډلې درې غړي چې يو يې د هند پر قونسلګرۍ د ځانمرګي بريد پلان درلود، دويم يې په جلال اباد ښار کې د وروستيو بمي چاودنو تورن و او دريم يې په نازيانو ولسوالۍ کې ترهګريزې کړنې ترسره کولې هم په نيول شويو کسانو کې شامل دي.
د جنرال حريفي په وينا،د وسله والو طالبانو شپږ غړي،چې په نازيانو، غني خېلو، روداتو او بټي کوټ ولسواليو کې يې دولت ضد کړنې ترسره کولې، هم د ملي امنیت مؤظفینو له لورې نیول شوي دي .
د نوموړي د معلوماتو له مخې، يو تن يې د يو ملي سوداګر د قتل په تور نيولی او دغه راز يې يو بل تن د سل ميله تفنګچو او د کلاشینکوف له اتو شاجورونو سره نيولی، چې غوښتل يې یادې وسلې او مهمات له تورخم څخه کابل ته انتقال کړي.
په کنفرانس کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل،د ملي امنيت د منسوبينو د دغو وروستيو کړنو په پايله کې به په جلال اباد ښار کې د بېلابيلو جرمونو مخه ونيول شي.
دی وايي، نيول شوو کسانو په جلال اباد ښار کې د پټو وژنو، بمي چاودنو او نورو بېلابېلو تخريبي کړنو کې لاس درلود؛ نو په نيول کېدو سره به يې امنيت تره کچه ډاډمن شي .
د خوږیاڼي په وینا نیول شوو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف کړی او د لا زیاتو معلوماتو په موخه ترې نورې څېړنې دوام لري .