راپور : بخت الله ثاقب
د پکتيا ولايت د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو مسوولينو د دغه ولايت ولايتي شورا غړو ، قومي مشرانو ، ديني عالمانو ، مدني فعالانو ، ځوانانو او د رسنيو استازو ته د خپلو فعاليتونه حساب ورکړ او په ادارو کې شته ستونزې او ننګونې يې په ګوته کړې .
د ادارو له خوا ولس ته د حساب ورکولو لړۍ د ولايتي شورا له لورې پېل شوې وه ، چې تر درېو ورځو يې دوام وکړ .
د ادارو د حساب ورکولو په ډله کې ټولګټو ، عامې روغتيا ، کرنې ، اطلاعاتو او کلتور ، امنيې قومندانۍ، کليو او پراختيا ، ښځو چارو ، د ګردېز ښاروالۍ ، شهدا او معلولينو او د پوهنې رياست مسوولينو د خپلو ادارو د ترسره شوو فعاليتونو په اړه مالومات وړاندې کړل .
دوی په خپل وار سره د ګڼو لويو او کوچنيو اساسي پروژو د پلي کېدو ، په ادارو کې د شفافیت او کارونو د ښه والي خبره وکړه او ګډونوالو ته يې د خپلو ادارو موجوده ستونزې او حل لارې هم ور په ګوته کړې .
د ادارو د حساب ورکولو په وخت د هرې ادارې مسوول څخه په بېلابېلو برخو کې د ستونزو د اواري په موخه پوښتې وشوې او د اړوند ادارو رئیسانو له خوا ځوابونه ورکړل شول .
د غونډو ګډونوالو د حساب ورکولو پروګرام وستايه او ويې ويل ، چې په دغه ولايت کې دا لومړۍ ځل دی ، چې د ولايتي شورا په همکارۍ د ادارو رئیسان ولس ته د خپلو کړنو حساب ورکوي ، خو هيله لري ، چې دا ډول پروګرامونه د هر کال په اوږدو کې په لاره واچول شي ، تر څو خلک د دولت له کړنو خبر شي او هغه ستونزې ، چې ولسونه ورسره مخ دي د ادارو رئيسانو سره شريکې او د حل لارې ورته ومومي .
دځوانانو د يووالې ټولنې مشر احمد شاه احمدزي د ولايتي شورا له مشرتابه او غړو څخه مننه وکړه ، چې ولس ته د ادارو د حساب ورکولو پروګرام يې په لاره اچولی وه.
نوموړي د حساب ورکولو پروګرام يو نوښت وباله او غوښتنه يې وکړه ، چې ولسواليو ته دې هم وغځول شي .
د پکتيا ولايتي شورا رئیس ډاکټر المير بهرام زوی ژمنه وکړه ، چې ولسونو ته د ادارو د حساب ورکولو پروګرام به په هرو شپږو مياشتو کې په لاره واچوې او ګڼ شمېر کسان به په کې برخه واخلي .
بهرام زوی زياته کړه ، چې په پام کې لري د حساب ورکولو لړۍ ولسواليو ته هم وغځوي ، تر څو په ولسواليو کې ولسوالان او امنيتي مسوولين ولسونو ته د خپلو کړنو حساب ورکړي .
نوموړي وويل ، چې ولس ته د حساب ورکولو پروسه به د پکتيا په ادارو هم ښه اغېز ولري د فساد مخه به ډب کړي ، مامورين به دندو ته ځير کړي او د ادارو کارونه به لا منظم شي .
د ولايتي شورا منشي حفيظ الله مبارز ولس ته د حساب ورکولو پروګرام ګټور وباله او ويې ويل ، چې له دې څخه يې موخه د ادارو له کړنو او شفافيت څخه د ولسونو خبرول او په اړوند ادارو کې اصلاحات راوستل دي .
مبارز زياته کړه ، چې د ادارو د حساب ورکولو وروسته به د اړوند ادارو کارونه لا چټک، منظم او پراخه شي .
نوموړي د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام د سېمه يزې حکومتوالۍ د پروژې له مسوولينو او کارکوونکو څخه مننه وکړه ، چې د ياد پروګرام په تنظيم کې يې ورسره تخنيکي او مالي مرسته کړې وه.