د هيواد ستر مفکر ګل پاچا الفت چې د ملت د فکر خيال ساته؛ فکري فقر همدومره نه جبرانېدونکی ناورين دی چې بايد هر انسان ترې وېره وکا. په افغانستان کې جګړو هر څه پايمال کړل خو تر ټولو يې چې ډېر زيان واړاوه هغه زموږ د شعور او فکر ځپل و؛ هغه د شاعر خبره:
جنګ و، لاس و پښې مو خامخا بايلل نو
خبر دا ده چې د فکر معيوبين يو
په نوره نړۍ کې هم د فکر د قحطي کلونه او پېړۍ تېرې شوېدي؛ په اروپا، عربي نړۍ او نږدې ټوله دنيا هم دا ناورين يو ځل ور پېښ شوی دی خو ټولو ځان ترې اېستی او په اوسني وخت کې کم هيوادونه داسې دي چې زموږ په برخليک اخته دي. د ولسي شعور او فکري رغون په ټولو اړخونو بحث کول کتابونو ته ضرورت لري خو موږ يوازې دلته په همدې غږېږو چې څوک مو له دې بد حالته را ايستلای شي؟! مدنيت، حکومتداري، د قانون حاکميت، د ملي ارزښتونو پېژندل او په نورو ټولو هغو اړخونو د هيوادولو پوهول په کار دي چې زموږ ټولنيز ژوند ورسره مثبت تغير کوي او همدارنګه د همدې پوهې پر اساس موږ له دې بد حالته راوزو. دا کار يوازې د فکر خاوندان کولای شي؛ دا کار هغوی کولای شي چې د نورې نړۍ مدنيتونه، د پرمختګونو لارې چارې او هنرونه يې مطالعه او زده وي چې پر اساس يې نورې نړۍ د پرمختګ پړاونه طی کړيدي او د سمڅو له ژونده تر سپوږمۍ يې مزلې کړېدي ـ موږ ته يو هم داسې مسيحا په کار دی چې د جهالت له دې مرګه مو را ويښ کړي او راته وښيي چې د عزت او ابرو ژوند دا دی.
په اروپا کې د روښانفکرۍ غورځنګ فکري ودې، زده کړې، ساينس، د بيان ازادي او د بشر نورو پرمختګونو ته لاره هواره کړه. کانت وويل روښنفکري دا ده چې خلک زده کړه وکړي او هيوم روښنفکري زده کړه او تجربه وبلله. په اروپا کې د روښنفکري له غورځنګ وروسته د کليسا تسلط پای ته ورسېد او خلکو له نسبي ازادي ـ بشپړې ازادې ته لاره ومونده.
په اروپا کې د اوولسمې پېړۍ په وروستۍ نيمايي او د اتلسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د روښانفکرۍ غورځنګ په زړه پورې لاسته راوړنې ولرلې او اروپا ته يې د عروج پر لور د مزل توانايي ور په برخه کړه. په افغانستان کې چې لا هم اختناق حاکم دی، جنګ دی، فقر دی، بېسوادي ده او ملت مو د ناورينونو په يوه اوږد مهاله ګردابي سېلاب کې غوپي وهي؛ تر هر څه لومړی دلته د فکري رغون هڅې ضروري دي. که په اروپا کې کليسا هر څه تر خپل تسلط لاندې راوستي وو؛ دلته ټولنه د څو بعديز تسلط په زندان کې غلې ده. مذهبي افراطيت، ناوړه رواجونه، له حکومتوالۍ تېښته، وراسته شوي د ملکي او خاني فکرونه او تر ټول بارز د ولس بې شعوري او له نورې دنيا وروسته پاتې والی. نو د دې هر څه پر وړاندې مبارزه او خلکو ته د بهتره ژوند پر لور د منډو فکر ورکول واقعي کار ته اړتيا لري؛ لومړی لازمه ده چې خلک او د فکر خاوندان فکري ازادي ولري او دا ازادي اخيستل د اماني هوډ او فکر خاوندان غواړي.
د فکر او بيان ازادي په هغو ټولنو کې ښه وده کوي چې اختناق، جبر، قانون شکني، بېسوادي، فقر او د انساني حقونو پايمالېدل پکې نه وي ځکه دا هم د انسان حق دی چې خپل فکر او اراده تمثيل کړي خو دا چارې بايد په داسې يو چوکاټ کې وشي چې نورو انسانانو ته يې ضرر ونه رسېږي. دلته خو نه د فکر ازادي شته او نه د فکر صيقل کېدا ته مناسب محيط. په داسې يو چاپېريال کې د علم او عرفان خبره کول لوی زړه او ډېر کار غواړي.
يو لوری د خلکو د ژوند بد حالات؛ بل لوری بې شعوري او بې فکريتوب او درېيم اړخ ته د يو غني او ښکلي هيواد شتمنۍ له خاورو سره خاورې کېدل زموږ د افسوسناک او له حسرتونو سره د مل ژوند ښکارندويي کوي. موږ د هغو ماشومانو په څېر يو چې له لوږې مري خو خوا ته اېښو مېوو ته يې نه ور پام کېږي. لورل کورناLaurel corona په (افغانستان) کې کاږي چې په دې هيواد کې ټولنيزو خدماتو ته نه لاس رسی لوی ناورين دی؛ همدارنګه وايي چې د افغانانو د ژوند کچه خورا ټيټه ده چې منځنی عمر پکې ۴۶ کاله ښودل او دا عمر د امريکا د اوسېدونکو له منځني عمر څخه دېرش کاله ښکته دی. فقر، جنګ، ناپوهي او نورې بدبختۍ هغه څه دي چې د افغانانو ژوند ګواښي.
هلمند د غلو د کندو په نوم يادېږي خو نن د دې ولايت ماشومان د مست سيند پر غاړه له لوږې او تندې ځورېږي او د جنګ سېلۍ ترې جامې وباسي؛ د سوال او احتياج کجکول په لاس کې ورکوي. دلته د نشه يي توکيو، واک او نړيوالو استخباراتو مافيايي حلقو د خلکو د ژوند ارمان په يو تور زنځير بند کړی دی. د بدلون اونېزې کارکوونکي په داسې يوه سيمه کې د فکري انقلاب هڅې کوي او خلکو ته د بهتره ژوند پر لور د مزل فکر او هوډ ورکوي چې هلته د فاجعو او بشري ناورينونو يو لوی ناتار په ولولو دی؛ د دوی فکر، هڅو او مېړانو ته د اوږد ژوند او ښو لاسته راوړنو په دعا!!! د دا ډول مېړنو نومونه به د بشر په تاريخ کې پاتېږي چې د هيواد جوړونې، ملت جوړونې او انساني فکر خورونې هڅې کوي.
فرانسيس بېکن وايي چې د پوهې او معرفت ياد تر حکومتونو او واکمنيو اوږد عمر لري نو په هلمند کې د (بدلون) پالو هڅې به هم د نشه يي توکيو د قاچاقبرو، مافيايي کړيو او د دروغجنو واکمنو له ژونده اوږد ژوند ولري؛ همدا انقلابيان دې تر ډېره راته ژوندي وي!
ماخذونه:
ډاکتر مبارک علي/ ژباړه: نويد ارين. د تاريخ په رڼا کې. ۱۸۴ مخ. صحاف نشراتي موسسه ـ کوئته. ۱۳۸۸ لمريز؛
کورنا، لورل/ ترجمه: فاطمه شاداب. افغانستان ۱۰۵ مخ. انتشارات ققنوس، تهران. ۱۳۸۷ لمريز؛
هارټ، اچ، مېشل/ ترجمه: محمد حسين آهوئي. يکصد مرد تاثير ګذار تاريخ.انتشارات سعيد.
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۵۲ سمه / پرلپسي ۱۰۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ قوس/۳/ ۱۳۹۵