بیت الله شریف

خطيب: ښاغلی دكتور اسامه بن عبدالله خیاط

ترجمه: مفتي عبد الولي خان

عنوان: د دين د حفاظت او ساتنې اهميت

اوله خطبه

ټول تعريفونه خاص الله لره دي چې مونږ ته يې كامل دين راكړی  دی، پر مونږ يې خپل نعمتونه پوره كړي دي، زه يې په دې ستاينه كوم چې پر مونږ يې احسان وفرمايه چې په مخلوق كې تر ټولو غوره يې زمونږ رسول وګرځاوه.

 او ګواهي كوم چې له الله نه غير بل حق معبود نشته، چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك نه لري. له متقيانو سره يې د سلامتۍ او امن والا جنت وعده كړې ده.

 او ګواهي كوم چې زمونږ سردار او نبي محمدﷺ د هغهٔ بنده او رسول دى، د اوچت شان او لوړ مقام خاوند دى.

 اى الله درود او سلام نازل كړه پر خپل بنده او رسول محمدﷺ باندې او د هغه پر آل او صحابه وو باندې چې نېكان او صالحان دي او تر قيامته پورې پر هغه چا چې د هغوى اتباع يې كړې او د هغوى پر لاره تللي دي.

اما بعد!

اى د الله بنده ګانو! له الله نه ووېرېږئ، د الله تقوا اختيار کړئ، ځكه چې تقوا تر ټولو ښه توښه ده، چې الله ته په ورتګ كې له انسان سره ملګرې وي، د سختۍ د ورځې لپاره تر ټولو ښه تيارى دى او په اخرت كې د نجات ښه امېد دى او كله چې له الله سره ملاقات كېږي، نو بيا دا دوامداره ذخيره ده.

الله فرمايي:

يَّوْمَ يَنْظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدٰهُ وَ يَقُوْلُ الْكٰفِرُ يٰلَيْتَنِيْ كُنْتُ تُرٰبًاؒ۰۰۴۰

’’ په هغه ورځ كې چې هر سړى به هغه څه ته ګوري چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي او كافر به وايي: اى كاشكې چې زه خاورې وى.‘‘ (النباء 40:78)

يقينًا چې د دين تر سيوري لاندې ژوندون مضبوطه كلا، قوي زغره او طاقتور پناه ځاى دى چې مسلمان ورته پناه وړي او رجوع ورته كوي.

د دين تر احكامو لاندې ژوند تېرول په دنيا كې زندګي ښكلې كوي او په اخرت كې د سعادت او نجات سبب دى. دا يوه رڼا ده چې الله يې د مسلمان په زړه كې اچوي او مسلمان بيا حقايقو ته د الله په رڼا سره ګوري، سمه لار مومي او الله ته په ورتګ كې له غورځېدو او هلاکته بچ كېږي. لكه څنګه چې الله فرمايي:

اَفَمَنْ شَرَحَ اللّٰهُ صَدْرَهٗ لِلْاِسْلَامِ فَهُوَ عَلٰى نُوْرٍ مِّنْ رَّبِّهٖ

’’ایا نو هغه څوك چې الله د هغه سینه د اسلام لپاره پرانستلې وي، نو دغه كس په رڼا كې وي د خپل رب له جانبه.‘‘ (22:39)

او بل ځاى فرمايي:

اَوَ مَنْ كَانَ مَيْتًا فَاَحْيَيْنٰهُ وَ جَعَلْنَا لَهٗ نُوْرًا يَّمْشِيْ بِهٖ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَّثَلُهٗ فِي الظُّلُمٰتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا١ؕ

’’ایا هغه څوك چې مړ و، بیا مونږ هغه راژوندى كړ او مونږ د هغه لپاره رڼا  پیدا كړه چې په هغې سره هغه په خلقو كې ګرځي راګرځي؛ د هغه كس په شان دى چې د هغه حال (داسې وي چې هغه) په تیارو كې دى، له هغو نه كله هم وتونكى نه دى.‘‘ (الأنعام 122:6)

د دغه كار بيا لازمه پايله او نتيجه دا وي چې مسلمان د خپل دين حفاظت كوي، په ده سره قوت حاصلوي او له چټي، باطلو خبرو او ګمراهيو نه محفوظ پاتې کېږي او په دې دين سره له فتنو، فاسدو عقيدو، ګمراه فكرونو او الحادي نظرياتو نه بچ كېږي.

دغه ګمراه او الحادي نظريات د ورانۍ، فساد او بې لارتوب ذرايع دي خو نن سبا يې بازار ګرم دى، ډول سورني ورته وهل كېږي، د سركشۍ لارې ورته پرانستل شوي دي چې هېڅ حد او انتها يې نشته.

دغه كار د ګمراهۍ داعيانو اوچت كړى دى، حق له باطل سره په خپلو غولوونكو خبرو سره ګډوي او په هر څه كې شك اچوي، تر دې چې په هغو څيزونو كې هم چې په فطرت كې د هغو سم والى او په سليمو نفسونو كې د هغو صحيح والى ثابت شوى دى او واضح او قاطع دلايل پرې ولاړ دي.

دغه ګمراهان د نني عصر له نوې ټكنالوجۍ نه مرسته اخلي، ټي وي چينلې، د انټر نيټ ويب سايټونه او شبكې په كار اچوي، د دې لپاره چې باطل مخ پر وړاندې بوځي او د حق روښانه مخ خړپړ كړي.

 او دا هغه كار دى چې رسول اللهﷺ يې مونږ ته د حذيفه بن يمانt په حديث كې خبر راكړى دى، او د موجوده زمانې بېخې ټكي په ټكي منظر كشي په كې شوې ده او بيا په كې له دغو فتنو نه د وتلو لارې چارې ښودل شوي دي.

په صحيح بخاري او صحيح مسلم كې له حذيفه بن يمان t نه روايت دى، دى وايي چې خلكو به له رسول اللهﷺ نه د خير په باره كې تپوسونه كول او ما به د شر په باره كې، له دې وېرې نه چې شر راته راونه رسي.

 ما وويل: اى د الله رسوله! مونږ په جاهليت او شر كې وو، نو الله دا خير، يعنې اسلام راولېږه، ايا له دې خير نه پس به كوم شر راځي؟ ويې فرمايل: هو.

 ما وويل: ايا له دغه شر نه پس بيا خير راتلونكى دى؟ ويې فرمايل: هو، خو څه خړوالى او خيرى به په كې وي.

 ما وويل: دغه خړ والى يې څه شى دى؟ ويې فرمايل: داسې خلك به وي چې زما له لارې نه به اوښتي وي او زما پيروي به نه كوي، څه خبرې او كارونه به يې سم او څه ناسم وي.

 ما بيا وويل: ايا له دغه قسم خير نه پس به بل كوم شر وي؟ ويې فرمايل: هو، د جهنم پر دروازو ولاړ بلونكي به وي، چا چې د هغوى خبره ومنله، نو په جهنم كې به يې وغورځوي.

 ما عرض وكړ: مونږ ته د هغو وضاحت وكړه، ويې فرمايل: دغه خلك به پردي نه وي، زمونږ له نسل نه به وي، زمونږ ژبه به وايي.

ما وويل: اى د الله رسوله! تاسو ما ته څه حكم كوئ كه چېرې زه دغه حالت ومومم؟

ويې فرمايل: د مسلمانانو له اجتماعيت او د هغوى له حاكم سره لازم اوسه.

 ما وويل: كه چېرې د هغوى اجتماعيت او حاکم و بادشاه نه وي او هر څه ګډ وډ وي، نو بيا؟ نو ويې فرمايل: بيا نو له دغو ټولو ډلګيو او پارټيو نه جدا اوسه، اګر كه پر تا ډېر سخت او مشكل حالات راشي تر دې چې تا ته په همدې حالت كې مرګ راشي.

اى د الله بنده ګانو! په دې حديث كې پر دې خبره واضح دلالت دى چې كه چېرې امت د خپل دين او عقيدې خيال ونه ساتي او حفاظت يې ونه كړي، نو تر ټولو غوره، عظيم او عزتمن حقيقت نه به مخ واړوي، هغه حقيقت چې له خپل رب سره د بنده رابطه ده، چې په معاملاتو كې د عدل په كولو ولاړه ده او همدغه د بنده ګانو د پيدا كولو هدف دى.

الله فرمايي:

وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْاِنْسَ اِلَّا لِيَعْبُدُوْنِ۰۰۵۶

’’او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي.‘‘ (الذاريات 56:51)

نو د دغه عبادت د قبوليت شرط دا دى چې له الله نه غير به د بل چا عبادت نه كولى شي او عبادت به يې په هغه طريقه كولى شي چې الله مشروع كړې ده.

اګاه شئ چې د دين د حفاظت تقاضا دا ده چې دين له بدعاتو نه وژغورل شي، چې اصل يې نه په كتاب او سنت كې وي او نه د سلفو په عمل كې وي.

 همدارنګه له دې سره داهم لازم دي چې دين له هغو خبرو نه هم پاك وساتل شي چې غُلُّو كوونكو، افراطيانو او تكفيريانو ورته منسوب كړي دي، او په دغو سره خپل بدعات او باطل نظريات قوي کول غواړي او د فتنې اورونه پرې نور هم بلول غواړي، هغه فتنه چې په نتيجه كې دغه تكفيريانو د حرامو او ممنوعو وينو تويول روا كړي او بې شمېره بې ګناه خلق يې وژلي دي چې ناحقه وژل يې الله حرام كړي دي.

 د دين د ساتنې يوه بله تقاضا دا هم ده چې د سركشو  الحادي څپو او د الحاد د داعيانو مخې ته بندونه او رکاوټونه واچول شي، د هغوى د باطل مخنيوى وكړى شي، د هغوى د شبهاتو رد وكړى شي او له اهل اسلام سره يې فريبونه او دسيسي رسوا كړى شي. بالخصوص هغه دسيسي، فريبونه او چلونه چې د ځلمو د اِغوا او بې لارې كولو لپاره يې كاروي چې له دين نه يې واړوي، دين پرې ګډ وډ كړي. د دغه كار لپاره هغوى تشې دعوې نشروي او د حق پر وړاندې زايله كېدونكې شبهې وړاندې كوي.

 د دې كار لپاره بايد د باطلو شبهاتو دماغ ماتوونكي دلايل وړاندې كړى شي چې د هغوى پټې دسيسې پرې ښكاره شي او ړوندوالى يې څرګند شي.

الله فرمايي:

بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهٗ فَاِذَا هُوَ زَاهِقٌ١ؕ وَ لَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُوْنَ۰۰۱۸

’’بلكې مونږ په حق سره باطل وُلو، نو دا د هغه دماغ راوباسي، نو ناڅاپه هغه ختمېدونكى وي، او تاسو ته د هغه څه په وجه هلاكت دى چې تاسو يې بیانوئ.‘‘ (الأنبياء 18:21)

نو خپل دين د غُلّو كوونكو له غُلّو نه، د جاهلانو له تاويل نه او د باطل پرستو له استدلال نه بچ كول تر ټولو لوى واجب او اهم كار دى، د دې لپاره چې د دين مخ ځلانده، روښانه او ښكلى پاتې شي، او د روانو اوبو چينه يې جوش وهونكى او صفا پاتې شي.

نو د الله بنده ګانو، له الله نه ووېرېږئ، د خپل دين ساتنه وكړئ، د دين سپين صفا تالاب له ككړتيا نه بچ وساتئ، او د دې كار لپاره دې هر څوك د خپل حيثيت او وس مطابق هره روا وسيله وكاروي.

دا هم ياد لرئ چې هر مسلمان د دين د سرحد څوكيدار دى، نو دى دې احتياط كوي چې د ده له اړخ نه دين ته څوك نقصان ونه رسوي.

الله دې ما ته او تاسو ته د كتاب په لاره او د نبيﷺ په سنتو سره فايده راكړي، زه همدا خبره كوم او له عظيم او جليل الله نه د ځان او تاسو لپاره بلكې د ټولو مسلمانانو لپاره د هرې ګناه بښنه غواړم، يقينًا هغه ډېر بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.

……………………………………………………………………………

دويمه خطبه

يقينًا ټولې ستاينې خاص الله لره دي، مونږ د هغه ستاينه كوو، له هغه نه مرسته غواړو او له هغه نه بښنه غواړو. مونږ په الله پورې پناه نيسو د خپلو نفسونو له شر نه او د خپلو عملونو له خرابۍ نه.

چا ته چې الله هدايت وكړي نو هيڅوك يې نشي ګمراه كولی او چې الله يې ګمراه كړي، نو څوک ورته هدايت هم نشي وركولی.

زه ګواهي كوم چې له الله نه غير بل حق معبود نشته، چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك نه لري. او ګواهي كوم چې محمدﷺ د هغهٔ بنده او رسول دى.

 د الله درود او ډېر سلام دې وي پر هغه، د هغهٔ پر اٰل او د هغه پر اصحابانو باندې.

اما بعد! اى د الله بنده ګانو!

د دين حفاظت، ساتنې او دفاع تر ټولو لويه ثمره او فايده دا ده چې مسلمان له خپل رب سره وصل وي، د هغهٔ ملګرتيا محسوسوي. د دنيا والو د دسيسو او مكرونو پروا نه كوي، پر دې فخر كوي او د پياوړتيا احساس کوي چې الله يې كافي ا و مدد ګار دى، نو دى پر دې نه راضي كېږي چې د داسې دسيسې ښكار شي چې د دين عزت او كرامت په كې ختمېږي، قدر يې كمېږي او حرمت يې پايمالېږي.

دى پر دې يقين ساتي چې الله چې څه وغواړي هغه كېږي او چې څه ونه غواړي هغه نه كېږي. د ده حق او کامل يقين وي چې همدا اسلام حق او رښتينى دين دی چې رسولِ هدايتﷺ د خپل رب له جانبه راوړى دى. په ده سره يې بنده ګان له تيارو نه رڼا ته ويستلي دي. دا هماغه دين دى چې الله ورته دوام، بقا او غلبه ليكلې ده او دا داسې حقه وعده ده چې هېڅ تبديلي په كې ممكن نه ده، الله فرمايي:

هُوَ الَّذِيْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰى وَدِيْنِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهٗ عَلَى الدِّيْنِ كُلِّهٖ١ۙ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُوْنَ۰۰۳۳

’’ دى همغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (ﷲ) دا (دین) په نورو ټولو دینونو باندې غالب كړي اګر كه مشركان (دا كار) بد ګڼي.‘‘ (التوبة 33:9)

د الله بنده ګانو! له الله نه ووېرېږئ. د خپل دين ساتنه وكړئ. پر دين منګولې ولګوئ، رسۍ يې مضبوطه ونيسئ. د دې لپاره چې كامياب او فلاح موندونكي شئ، درود او سلام وايئ پر خاتم النبيين، امام المرسلين، رحمة للعلمين باندې، ځكه چې تاسو ته په كتاب مبين كې د دې حكم شوى دى. الله فرمايلي دي:

اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶

بېشكه اﷲ او د هغه ملايك په نبي درود وايي، اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ویل.‘‘ (الأحزاب 56:33)

اى الله درود او سلام نازل كړه پر خپل بنده او رسول محمدﷺ باندې.

 د هغه له څلورو خلفاوو: ابوبكر، عمر، عثمان او عليy نه راضي شه. د هغهٔ له آله، صحابه وو او تابعينو نه راضي شه او له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د هغوى اتباع كوي او زمونږ نه هم راضي شه په خپلې عفوې، كرم او احسان سره، اى درګزر كوونكيه او معافي كوونكيه.

اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.

اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.

اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.

د دين د مركز تهٔ حفاظت وكړه، د دين دښمنان او ټول سركښان او فساديان هلاك كړه.

د مسلمانانو د زړونو ترمنځ الفت او محبت واچوه، صفونه يې متحد كړه، مشران يې صالح كړه او خبره يې پر حق باندې جمع كړه اى رب العلمينه!

اى الله! د خپل دين، كتاب او د خپل نبي محمدﷺ د سنتو مدد وكړه او د خپلو مومنو، جدوجهد كوونكو رښتينو بنده ګانو مددګار شه. اى الله! زمونږ په وطنونو كې مونږ ته امن راكړه، زمونږ حاكمان او حكمرانان صالح او نېک كړه، او په حق سره زمونږ د امام او حاكم تاييد وكړه.

او هغه ته صالح مشاورين وركړه، او د هغه كار توفيق ورته وركړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي كېږي، اى د دعاګانو اورېدونكيه.

 اى الله! هغهٔ ته، د هغهٔ دواړو نايبانو او وروڼو ته د هغه څه توفيق وركړه چې په كې د اسلام او مسلمانانو خير وي او د هغه څه توفيق ورکړه چې په كې د بنده ګانو او وطن خير او ګټه وي، اى هغه ذاته چې هم تا ته د قيامت پر ورځ درتګ دى.

اى الله! زمونږ لپاره زمونږ دين سم كړه چې زمونږ د معاملاتو د سمون ذريعه دی. او دنيا مو سمه كړه چېرته چې زمونږ ژوند او ګزران دى. زمونږ اخرت جوړ كړه چېرته چې زمونږ واپسي ده، ژوند مو په نېكۍ كې د اضافې سبب وګرځوه، او مرګ مو له هر شر نه د راحت او ارام ذريعه وګرځوه، اى الله! زمونږ د ټولو كارونو انجام ښه كړه او د دنيا له ذلت نه او د آخرت له عذاب نه مو وساته.

اى الله! مونږ په تا پورې پناه نيسو له دې نه چې ستا نعمتونه له مونږ نه لرې شي. ستا عافيت رانه واوړي، ناڅاپي انتقام رانه واخلې او ستا له هرې غصې نه په تا پورې پناه نيسو.

اى الله! مونږ له تا نه د نېكۍ د كارونو سوال كوو، د منكراتو او ګناهونو د پرېښودلو دعا كوو او له مسكينانو سره مينه درنه غواړو.

 او دا غواړو چې ته مونږ وبښه او پر مونږ رحم وكړه او كله چې كوم قوم په فتنه كې اچول غواړې، نو مونږ بې له فتنې نه ځان ته دروغواړه.

اى الله! زمونږ مريضانو ته شفا وركړه، پر مړيو مو رحم وكړه، ستا د رضا مطابق زمونږ ارمانونه پوره كړه، او زمونږ خاتمه په نېكو او باقي پاتې كېدونکو عملونو سره وكړه.

اى الله! تهٔ كافي شه خپلو او زمونږ دښمنانو ته په څه سره چې ته غواړې يا رب العلمينه.

اى الله! تهٔ كافي شه خپلو او زمونږ دښمنانو ته په څه سره چې ته غواړې يا رب العلمينه.

اى الله! تهٔ كافي شه خپلو او زمونږ دښمنانو ته په څه سره چې ته غواړې يا رب العلمينه.

اى الله! مونږ تا ستا دښمنانو او خپلو دښمنانو ته ورمخامخ كوو او په تا پورې د هغوى له شرونو نه پناه نيسو.

اى الله! مونږ تا مخامخ كوو د هغو دښمنانو مقابلې ته او په تا پورې پناه نيسو.

اى الله! مونږ تا مخامخ كوو د هغو دښمنانو مقابلې ته او په تا پورې پناه نيسو.

اى الله! مونږ تا مخامخ كوو د هغو دښمنانو مقابلې ته او په تا پورې پناه نيسو.

رَبَّنَا ظَلَمْنَاۤ اَنْفُسَنَا١ٚ وَاِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِيْنَ۰۰۲۳

’’ اى زمونږه ربه! مونږ په خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو.‘‘ (الاعراف 23:7)

رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوْبَنَا بَعْدَ اِذْ هَدَيْتَنَا وَ هَبْ لَنَا مِنْ لَّدُنْكَ رَحْمَةً١ۚ اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهَّابُ۰۰۸

’’ اى زمونږه ربه! زمونږ زړونه مه كږوه وروسته له دې چې تا مونږ ته سمه لار وښودله او مونږ ته له خپلې خوا نه رحمت راكړه، یقینًا هم ته، (د نعمت او رحمت) بې حده عطا كوونكى يې.‘‘ (اٰل عمران 8:3)

رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّفِي الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ۰۰۲۰۱

’’اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته.‘‘ (البقرة 201:2)

او اى الله درود او سلام نازل كړه پر خپل بنده او رسول محمدﷺ باندې او د هغه پر آل او صحابه وو ټولو باندې او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى.

کمپوزر: ګل رحمان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *