د لوېدلې پاکستانۍ الوتکې عکس، له البوم نه

تاند – د پاکستان د نړیوالې هوایي کرښې (پي آی ای) یوه الوتکه چې لسګونه سورلۍ په کې وې نن/ د ډسمبر۷مه/ په دغه هېواد کې ولوېده.

پاکستانۍ رسنۍ وایي چې الوتکه له چترال نه اسلام ته په لاره وه چې د رادار له صفحې نه ورکه شوه.

ویل کیږي چې په دې الوتکه کې ۳۷ سورلیو سفر کاوه. یو شمېر رسنیو د سورلیو شمېر ۴۷ تنه ښودلی دی.

خبري سرچینې وایي چې په پاکستان کې د شته اداري فساد او درغلیو له امله په دغه هېواد کې اکثر چلېدونکې الوتکې په کافي اندازه زړې دي چې دغه ډول پېښې په کې ډېرې رامنځته کیږي او ګڼ شمېر مسافر خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *