نجیب عامر

زه غواړم کيسه وليکم ، د دې لپاره نه چې گوندې زه کيسه ليکونکی يم ، بلکه ددې لپاره چې خوب نه راځي. خو نه پوهيږم کيسه څنگه پيل کړم؟ ژوند ټول له کيسو ډک دی خو سړی ترې کومه يوه راواخلي؟

خو زه څوک يم او چيرې يم؟ که خبره له همدې ځايه هم شروع کړم، کېدای شي خبره مخ ته لاړه شي. زه رسول يم او د افغانستان يم، خو اوس په وطن کې نه يم، دا څو کاله کېږي چې دلته په اروپا کې ژوند کوم. دلته هماغسې رسېدلی يم لکه زما نور وطنوال چې رارسېدلي دي. خو اوس د لارې هغه خطرې نه يادوم، ځکه چې څه فايده نه لري. خو وطن يادومه، دلته هم ډېر وطنوال شته چې کله کله سره وينو.

که زه مسلکي کيسه ليکوال وای نو ښايي د نه خبرې نه به مې هم کيسه جوړولې شوه، لکه د نړۍ نور مشهور ليکوالان يې چې ليکي. هو رښتيا دا خو مې هېر شول چې درته ووايم کيسې لوستل او اورېدل مې خوښيږي. کله کله د کيسو دلوستلو نه پس له خپله انده د نړۍ په مشهورو ليکوالو نيوکې هم کوم او په زړه کې وايم دا کيسه تر دې هم ښه ليکل کېدای شوه او که ما ليکلای نو تر دې به مې ښه ليکله. خو اوس چې خوب نه راځي او غواړم کيسه وليکم نو کيسه رانه نه ليکل کيږي او خبره مخکې نه ځي.

خو ماله خوب ولې نه راځي؟ که دا پوښتنه ځواب کړم، ښايي دا کيسه به هم يو څه نوره هم مخ ته لاړه شي. ماله خوب ځکه نه راځي چې نن مې يو تاوان کړی او بل يو پېغور اورېدلی دی.

 دلته مې ژوند بد نه دی، سوسيال ته نه يم پروت، کار کوم، ځان ته هم گټه کوم او د دې ځای حکومت ته هم ماليه ورکوم، دا دواړه کارونه مې په وطن کې نه کول. بلکه دا به ووايم چې هلته به مې کار نه کولو نو چې کار مې نه کولو نو د ماليې ورکولو خو سوال هم نه پيدا کېدلو. هغوی چې هلته کار هم کوي ماليه نه ورکوي، نو مابه چاله څه ورکول؟ خو دا چې کلی مو په نارامه سيمه کې و او هلته يوه وسله واله ډله واکمنه وه نو ځکه پلار مې زړه نا زړه هغو ته عشر او زکات ورکولو. د هماغو وېره وه چې زه مې پلار دلته راواستولم.

دلته مې ژوند برابر دی، د دې ځای ژبه مې زده کړې او کار مې هم پيدا کړی دی. د شرابو جوړولو په يوه کارخانه کې کارکوم، موټر مې شته، چې ورکې کارته تگ راتگ کوم. له کلي چې راتلم نو پلار مې قسم راکړی و چې اروپا کې به شرابو ته خوله نه ور وړم او مور مې راته ويلي وو که دې پردو نجونو سره ملگرتيا وکړه نو خپلې شيدې مې نه دي در بخښلي.

زه نپوهيږم د مور او پلار په راکړو قسمونو به زه تر څو ټينگ پاتې کېږم، ځکه چې دلته په دې وطن کې شراب لکه اوبه څښل کېږي او هلک چې نجلۍ ونه لري نو خلک ور پورې خاندي. مخکې مې د خپلو څو وطنوالو يادونه وکړه، که نور څوک خاندې او کنه هغوی خو خامخا خاندي.

ښه نو خبره مې کوله چې زه د شرابو په کارخانه کې کار کوم او د دې ځای شراب د نړۍ په گوټ گوټ کې مشهور دي خو زه يې نه څښمه. هسې د شهرت به يې څه وايې ، دلته خو نور ډېر څېزونه هم مشهور دي خو چې سړي ته ابۍ ، دادا قسم نه وي ورکړی.

نو نن خپه په دې يم او خوب ځکه نه راځي چې يو خو مې تاوان کړی او بل مې يو پيغور اورېدلی دی. او هغه داسې چې نن له کار نه وروسته په خپل موټر کې خپلې کوټې ته راروان وم. دلته په ژمي کې ورځې بيخي لنډې وي، زما کار په پنځو بجو ختميږي خو چې د کارخانې نه د باندې ووځم نو سمه تياره وي. د شرابو کارخانه چې زه پکې کار کوم، د ښار نه په وتلې سيمه کې ده او زه چې خپلې کوټې ته رسېږم نو يو ساعت نور وخت هم اخلي. نن چې له کاره راروان وم نو په يوه څلور لارې کې مې سم دم موټر د اشارې سره سم راتاو کړ خو په دغه وخت کې مې په هغه بل سرک د پوليسو موټر وليد او هېڅ بې هېڅه يو ډول ويره مې په زړه ننوته. د څلور لارې نه وړاندې يو پياده رو يا زيبرا کراسنگ و چې موټر بايد ودريږي او پلي کسان بايد اول تېر شي. زه هم تل داسې کوم خو نن د پوليسو ليدو ډار کړی وم نو پلي روان کس ته ونه درېدم، هغه ما ته ودرېد. چې څنگه ترې تېر شوم نو موټر مې تېز کړ خو وړاندې اشاره سره وه او زه هم مجبور شوم چې ودرېږم. په دې کې د پوليسو موټر مې ترشا ودرېد او د ودرېدو هارنډونه يې راکړل. ورکوز شوم، راته يې وويل چې اشاره شنه شي ښي طرف ته تاو شه او د « پيزاهټ » مخې ته په پارکنگ کې ودرېږه. همداسې مې وکړل. که دا خپل وطن وای ښايي په يوه پيزا به مې خبره ختمه کړې وای خو نه دلته قانون دی او څوک له چانه پيزا نه اخلي.

چې څنگه ورکوز شوم، د پوليسو يو ځوان افسر او بله يوه چټه افيسره هم له خپل موټر نه راکوز شول. ويل يې اسناد ښکاره کړه. د موټر کاغذونه يې وکتل، زما لايسنس، د هويت کارت او د کار کارت يې هم له نظره تېر کړل. بيا يې د هغې الې د پوکولو امر راته وکړ چې دوی ته حال ورکوي چې سړي شراب څومره څښلي دي؟ ما ورته وويل :

– زه مسلمان يم شراب نه څښم.

ښځينه پوليسه موسکۍ شوه او راته يې وويل:

– د شرابو په کارخانه کې کار کوې؟

– خو دلته دا کوم جرم نه دی.

– هو خو دا جرم دی چې په پياده رو کې ونه دريږې.

– بخښنه غواړم.

– دا کافي نه دي، اول خو دا اله پو کړه.

ـ خو زه شراب نه څښم، مسلمان يم.

په دې وخت کې هغه بل د پوليسو نارينه افيسر راته وويل:

– مسلمانان شراب نه څښي ؟

– هو.

– ولې؟

– ځکه چې اسلام وايي دا حرام دي.

– ښه؟

– هو.

– اوس به معلومه شي، ته دا اله پو کړه.

ما د هغوی خبره ومنله او د شرابو د معلومولو اله مې پو کړه. دوی نتيجه وکتله چې زما په وينه کې الکول صفر فيصد و، نو سر يې وخوراوه او ښځينه پوليسې خپل ملگري ته وويل:

– سړي خو رښتيا ويل چې….

ما ورته خبره پوره کړه :

– مسلمانان شراب نه څښي.

دوی اوږې پورته وغورځولې او راته يې وويل : دا چې په پياده رو کې پلي سړي ته نه يې درېدلی نو ددې جريمه به ورکوې . بيا يې رانه دوه زره ځايي روپۍ جريمه واخيسته او رسېد يې راکړ.

د تلو په وخت کې ښځينه پوليسې راته وويل :

– چې کوټې ته دې ورسيدې نو د خپل وطن نني خبرونه لږ ولوله.

زه يې هغه مهال په خبره ونه رسېدم او خپلې کوټې ته مې راغلم. د کار پرمهال موږ د ټيليفون او انټرنيټ نه لرې يو نو ځکه رانه د وطن خبرونه پاتې وو. خو اوس چې مې په انټرنيټ ولوستل نو حيرانه شوم. نور د مرگ ژوبلې خبرونه خو په خپل ځای خو دا خبر بيا ډېر زړه بوگنونکی و چې نن د اتو مسلمانانو سرونه غوڅ شوي او د سرک غاړه کې، د نندارې لپاره اېښودل شوي وو، په دې کې څلور د يوې او څلور د بلې ډلې غړي وو. او زه ساده دلته اروپايي پوليسو ته لوړه کوم چې زه مسلمان يم او شراب نه څښم. هغې پوليسې خو ځکه راته وويل کنه چې د خپل وطن د نن ورځې خبرونه لږ وگوره. په بله مانا هغې راته پر مخ څپېړه راکړې وه چې ايا د يو بل وينه څښل او د يو بل نه سرونه پرېکول په اسلام کې روا دي؟

زه مې د ادې او د بابا په قسم اوس هم ولاړ يم، نه به شراب څښم او نه د نجونو سره انډيوالي کوم خو بيا که پوليسو راته د شرابو معلومولو اله د پوکولو لپاره راکړه نو دا به ورته نه وايم چې زه مسلمان يم او شراب نه څښم.

نو داده کيسه خو رانه وليکل شوه خو چې اوس يې څنگه خپره کړم؟ که دادا مې دا کيسه ولولې نو حتما به راته وايي چې د شرابو په کارخانه کې کار پرېږده، دا حرام دي. نو ځکه اوس ما ته له دې غمه خوب نه راځي.

———————–

دسمبر ۲۹، کال ۲۰۱۵

پراگ- چيک جمهوريت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *