د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا

تاند- په هند کې له پاکستاني پلاوي او لوی دیپلومات سره د هندیانو چلند او له طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ په اړه د ولسمشر غني له زغردو څرګندونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې افغانستان د هند د استخباراتي ادارې (را) د پلان پر اساس پاکستاني ضد دریځونه غوره کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا نن وویل، هند د افغانستان له لارې په پاکستان کې ناامني جوړه کړې ده.

ده وویل، ښه دا ده چې افغان چارواکي پر پاکستان د تروریزم د ملاتړ د تور لګولو پر ځای د خپلو پولو امنیت ته پاملرنه وکړي.

د پاکستان د باندنیو چارووزارت ویندوی دا هم وویل چې طالبان، القاعده، جماعت الاحرار او حقاني شبکه په افغانستان کې دي، له هماغه ځایه فعالیت کوي او د پاکستان پر ضد هلې ځلې کوي.

د افغانستان ولسمشر د هند په امرتسر کې په اسیا زړه کنفرانس کې پاکستان ته وویل چې افغانستان ته ۵ سوه ملیون ډالره مرسته په خپله خاوره کې د تروریستي ډلو پر مخنیوي ولګوي.

5 thoughts on “پاکستان وايي، هند پاکستاني ضد پلانونه د افغانستان له خاورې عملي کوي”
  1. د پښتونخوا مشهور ژورنالست بهروزخان وایي چې د غني له خبرو وروسته په پاکستان کې برنال کریم سخت قېمت شوي دي.

  2. د افغانستان اوهند ملګرتیا پاکستاني مقاماتو ته پیچ مرض او لویه تبه وراچولې ده ، کله یوڅه او کله بل څه وایی . لکه یو څوک چې سیل یوسی د ځان د نجات لپاره هر خس او د اوبو ځګ ته لاس اچوي. اوس هر سړی پوهیږي چې پنجابیان تور او ترهرګر د دوی په فابریکو کې روزل کیږی.

  3. يو متل دى جى وايي د غله به ورزو خلكى وى. نو باكستان خبله غل دى او هرسوك ورته غل شكارى. معنا دا جى باكستان واقعى د افغانستان بربادى بسى راخستى ده. الله دى دوى ته شه ورز نه وركوى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *