که څه هم په هيواد کې جنګ، جګړو د افغانانو هيلې له خاورو سره خاورې کړې، د روڼ سباون هيلې يې خزاني شوې، په څلوېښت کلنو جګړو او بدبختيو هرې کورنۍ ته د غم اوښ په ګونډو کړ، هرې مورکۍ سترګې له اوښکو او د هرې خورکۍ ستوني سلګو نيولي دي.
اوس هم لا د جګړې وحشت په درز کې روان دی، د مرګ او ژوند فیصلې دلته د الله د بنده ګانو په خوښه کېږي، دلته وحشتونو کې موږ دومره کرړ يوو، چې د يو چا په مرګ يواځې يوه شېبه خپګان ښيو او يا د ټولنيزو رسنيو کې يې په ياد څو کرښې وليکو.
خبره تر جنګ جګړې رایاده شوه، زموږ ډېر ځوانانو د پرديو د کورونو څراغونه شول، همدې بدمرغيو په هيواد کې د نفاق او بدبختۍ تخم وکرل، په زرګونو جنازې قبرونو ته ستانه شوې او په زرګونو هيوادوال د جګړې له وېرې پرديو هيوادونو ته لاړل، هلته يې پنا واخيسته او د خپل ژوند خزان وهلې هيلې يې سپرلی شوې.
ذبېح الله ابراهيمي، چې د کابل د پغمان ولسوالي اوسېدونکی دی، دمګړۍ د استراليا په سيډني ښار کې استوګن دی، نوموړی د سوداګرۍ په برخه کې ماسټري کوي.
ذبېح الله ابراهيمي مې د ټولنيزو رسنيو پر مټ وپېژندل، هيوادنۍ مينې کيسې يې راته وکړې، د ژوند له ستړو بوختياوو يې خبر کړم، هره ورځ له يو او بل سره زیاتې خبرې کوو.
هر وخت به يې د خبرو په پای کې راته ويل د ليدو په تمه!
ماته يې خبره ناممکنه ښکاره شوه، ځکه موږ په مورنۍ خاوره او نوموړی د استراليا په هيواد کې استوګن دی، نو ځکه مې د ليدو تمه هم نه درلوده.
له نن څخه دوه مياشتې وړاندې له نابلدې شمېرې زنګ راغی، تيليفون ته مې ځواب ورکړ، څوک يئ، نوموړي په خوږه لهجه راغبرګه کړه ذبيح ابراهيمي يم او کابل ته راغلی يم، تاسو چېرته ياست، چې يو ځل سره ووينو ما ورغبرګه کړله، چې زه خو غزني کې يم.
ذبېح ابراهيمي مې خبر ونيوله، زه شاید تر يوې میاشتې همدلته کابل کې يم، ځه يوه میاشت خو ډېر زیات وخت دی، ارومرو کابل ته ځم او زنګ به ورته ووهم او له نژدې به بنډار وکړو، دوه ورځې وروسته کابل ته لاړم، خو ذبېح ابراهيمي شمالي ته تللی وو، ويل يې انشالله سره وينو او بنډار به کوو.
دوه در ځله نور هم کابل ته لاړم، راغلم، خو په اخري ځل مې له ښاغلي ذبېح ابراهيمي سره وليدل، ډېر خوږ ځوان و، هيوادنۍ مينه، ښه خواله يې زما توجه نوره هم د ځان خواته جلب کړه.
ذبيح ابراهيمي ليدو ته ځينې د لېسې هم ټولګيوال يې هم راغلي و.
زموږ هيوادوال که له هيواد څخه هر څومره لرې دي، که يې درد ليدلی نه دی، خو دهر افغان ورور له درد سره دردمن دي، په هره ستونزه کې د خپل وس په اندازه هڅه او هاند کوي.
د لوی افغانستان او په افغانستان کې د پرتو قومونو تر منځ د يووالي او يو موټيتوب په اړه يې خورا ارزښتناکې خبرې راسره شريکې کړې، نه يواځې د ځان په اړه يې راته څه وويل، بلکې په استراليا کې د مېشتو افغانانو په ژوند او هيلو يې هم راته ډېرې خبرې وکړې.
د اصف بارز هيوادنۍ مينې او لوی افغانستان لويې هيلې ته د رسېدو په اړه يې را ته ډېر څه وويل، د سیار دهسبزي چې د کابل د دهسبز او د لوی افغانستان د داعیې يو مخلص او رښتينی مبارز دی، د هغوی د هڅو يادونه يې راته وکړه، چې کاري بوختيا تر څنګ يې مورنۍ خاوره او لوی افغانستان د جوړېدو په اړه له افغانانو سره غونډې او ملاقاتونه کوي.
د ښاغلي ذبيح ابراهيمي خبرو نور هم هيله مند کړم، زموږ هيوادوال که له مورنۍ خاورې په واټنونو لرې دي، خو په خټه کې د مورنۍ خاورې مينه ځای شوې ده.
که څه هم د ذبېح ابراهيمي سره مې ملاقات ډېر لنډ و، خو د هيواد د بهر د هيوادوالو په مينه او د هغوی د ژوند له ډېرو نويو خاطرو خبر شوم.
ګران زبيح الله ابراهيمي او ټولو افغانانو ته د ښه ژوند هيله کوم، په ګران هيواد کې د سولې راتلو په پار لاسونه لپه کوم او د لوی افغانستان د رامنځ ته کېدو هيلې مې له ورځې بلې ته ځوانېږي.