تاند- د بلوتوت نوی ستندرد، چې (Bluetooth 5) نومېږي، روانه اوونۍ معرفي شو. د دې یوه مصرف لږ دی، او تر پخواني ماډل د وسایلو ترمنځ د ارتباط سرعت دوه برابره زیاتوي.

د بلوټوت اوسنۍ تکنالوژي دوه مهمې نیمګړتیاوې لري، لومړی دا چې د معلوماتو د لېږدولو سرعت یې کم دی او دوهم دا چې د معلوماتو د لېږدولو واټن یې لنډ و.

خو تمه ده چې نوی ماډل یې دا دواړه ستونزې ونه لري.

دا بلوټوت په لوبغالو او پلورنځیو کې د اعلانونو د خپرولو کار اسانوي او همداراز د وای فای او ایل ټي اي له سیګنالونو سره د ګډوډېدو مخه نیسي.

روان کال به په دغه نوي بلوټوټ کارکوونکي الیکترونیکي وسایل بازار ته راووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *