مصر له تونسه وروسته دوهم هیواد و، چې ((عربي پسرلي)) پکې پيل او ۳۰ کلن دیکتاتور ۸۵ کلن حسنی مبارک او د جمال ناصر پاتې شونی د مصري ولس په پراخو لاریونونو کې راوپرزول شو. هغه د جمال ناصر مرستیال او د مصري اردو یو پخوانی جنرال و چې د دغه هیواد له اسرایلو سره په لانجمنه سیمه سینا کې یې د اسرایلو او عربو په جګړو کې هم نیغه برخه درلوده. حسني مبارک حکومت یو له هغو دریو عربي هیوادونو څخه وو چې د اسرایلو هیواد او حکومت یې په رسمیت منلی و او قراردادونه یې ورسره درلودل. د همدغو ښو روابطو له کبله په تیرو کلونو کې امریکا د مصر پوځ ته په کلنۍ توګه ۱،۳ میلیارده ډالره مرسته ورکوي، چې تر اوسه دوام لري. مبارک د لاریونکوونکو په وژنو برسیره په پراخو د فساد له مالي تورونو سره هم مخ وو. نوموړی تر دوه کاله زندان وروسته د روان کال په اسد میاشت کې د مصري قضا له لوري له زندانه خوشی او اوس په کور کې نظر بند ژوند کوي.
اخوان المسلمین، ۸۰ کلنه مبازره، ټیټې ژورې او موفقیتونه:
پوځي شورا ته د واک له لیږد څو میاشتې وروسته په مصر کې ازادې ټاکنې وشوې، چې له سره ددغه اسلامي جریان اخوان المسلمین په ضد پکې توطيې جوړیدې او د دوی د بریا مخه یې نیوله، د حسني مبارک د واکمنۍ تر پایته رسیدو پورې اخوان په مصر کې د فعالیت اجازه نه درلوده. د اخوان المسلمین اسلامي جریان چې مصر یې مرکز بلل کیږي او اکثره اسلامي هیوادونو کې پراخه ریښې لري، په اسلامي نړۍ کې یو له منل شویو جریاناتو څخه دی چې د پټې او بریالۍ مبارزې او قربانیو اوږد تاریخ لري، دغه جریان د لوی اسلامي مفکر حسن البنا له خوا تاسیس شوی، چې د وخت د واکمنانو له لوري یې اکثره مشران او مبلغین لکه سیدقطب، حسن البنا او نور…..په ډیره ناځوانمردانه توګه اعدام شوي دي. دا چې له شته ستونزو او مزاحمتونو سره سره بیا هم دغه جریان د ولس اکثریت رایې وګټلې، په مصري ولس کې د دوی د پراخ محبوبیت او د دوی د ځواکمن درایت ښکارندویي کوي.
دغه جریان له ۸۰ کلنې پټې ممنوعه مبارزې وروسته بریا ته رسیږي، چې په دې پیچلي او سخت تاریخ کې یې هیڅ کله د ازادې او علني مبارزې او فعالیت اجازه نه درلوده. دغه جریان په دې معتقد دی چې باید اسلام د ژوند په ټولو (سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او نور..) کې د لارښود په څیر وي او اسلام یوازې د وروسته پاتې ټولنو په څیر ترڅو محدودو کلیوالي مسلو پورې تړلی نه بولي، ددغه جریان لوړ سواد او کادرونه د دوی د موفقیت لوی لوی څلي جوړوي او دغه جریان ته یې اوږد عمر او پوخ او نه ماتیدونکی بنسټ ورپه برخه کړی دی، دغه جریان په خپله لمن کې نامي مبلغین، پوهان او عالمان روزلي دي چې د نړۍ په کچه سمبول ګرځیدلي دي. د اخوان بریا په دې کې وه چې د حسني مبارک ضد مظاهرو پرمهال په ډیر ماهرانه او مخفیانه بڼه ددغو لاریونونو مشري په غاړه درلوده – که څه هم غرب کوښښ کاوه چې ددغو مظاهرو لوری د مشهور سیکولر دوکتور محمدالبرادعي په لوري مات کړي، خو عیني حالات سرچپه او د اخوان په ګټه راوتل.
د ولسمشر مرسي عروج او نزول:
د مصر نوی منتخب ولسمشر چې د لومړي ځل لپاره یې د اکثریت مصري ولس اراده تمثیلوله، په سختو حالاتو کې ددغه هیواد ولسمشر شو، مصري ولس خپل د پاریدلي قهر ملمسوس نتایج ترلاسه کول، اخوان جریان له لسیزو بندیز وروسته، نه یوازې د فعالیت اجازه درلوده، بلکې په ټولو تحولاتو کې یې رول کلیدي او منظم و. ددغه ګوند د غړیو خپلو ارمانونو ته تعهد، په کلکه مبارزه یقین، په زیرزمینې فعالیتونو کې بیل او ځانګړي مهارت او د مصر په ولس کې پراخه نفوذ هغه لاملونه دي چې په سختو حالاتو او له لږ موقع نه په استفاده سره ځان د واک ګدۍ ته ورسوي. مرسي په امریکا کې د موټرو د انجینرۍ په برخه کې دوکتورا لري، او د نړۍ تر ټولو د باسواده ولسمشر مقام یې هم ګټلی دی، هغه پخوا د عدالت او ازادي ګوند په استازولۍ د مصر پارلمان کې هم عضویت درلود. مرسي له ولسمشر کیدو وروسته سمدستی له خپل حزبه استعفا وکړه او د مصري ولس یوې لویې غونډې ته یې داسې وویل: (( زه د اخوان نه بلکې د ټولو مصریانو که مسلمان دی، که یهودی که مسیحي یا قبطی- ولسمشر یم.)) له ولسمشر کیدو وروسته، له ګڼو ننګونو سره مخ و، په میاشتو میاشتو لاریونونو د دغه تاریخي هیواد اقتصاد له پښو غورځولی و، مرسي یو کال د مصر ولسمشري وکړه، هغه د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۴مه د پوځ له لوري په یوه بربنډه کودتا کې د مصري لښکرو له لوري له واکه معزول شو.
مرسي په نړیوالو مسایلو کې غوڅ دریځ خپل کړ، هغه د بشارالاسد له حکومت سره په سوریه کې د ترسره کیدونکو سترو جنایتونو له کبله خپل روابط قطع کړل او په ملګرو ملتونو کې یې د هغه په ضد توندې ویناوې وکړې، هغه په زغرده د فلسطین له مظلومیته دفاع وکړه. مرسي د عربي او اسلامي نړۍ په حساسو مسایلو کې په داسې حال کې چې خپل د واک مزي ېې لا سم مستحکم کړي نه و، ټینګ دریځ ونیو او په دې کار سره یې د غربي او نورو هغو عربي هیوادونو ویره زیاته کړه چې پخوا لا ددغه جریان له مبارزې او فکر څخه په ویره کې وو.
د سعودي عرب او اماراتو شیخان د اخوان له فکره بده مني، او داسې انګیري چې ددغه فکر وده په عربي نړۍ کې ددوی د سرو زرو او عیشونو ممتده لازواله! باچاهي ننګولی شي، او ددغه جریان بریا په مصر کې کولی شي چې د عربي او اسلامي نړۍ معادلو ته تغیر او د شیخانو له سترګو خوبونه وتښتوي –له همدې کبله داسې راپورونه شته چې دغه دوه عربي هیوادونو د مرسي په نسکورولو کې پراخه لګښتونه کړي دي، چې تر ۷ میلیارده ډالرو پورې رسیږي. ( د اماراتو د شیخ لور یې خپل پلار ته ویلي وو: (( پلاره! ستا پيسې د مصري ولس وینې تویوي!!)) د مرسي په وړاندې د عربي شیخانو ویرې او دده د پرځولو هڅو نتیجه ورکړه او نوموړی یې د خپل مصري پوځ په لاس په ډیرآني ډول ګوښه کړ. هغه اوس په زندان کې دی او یو څو واهي تورونه چې هیڅ انساني ضمیر يې نه مني- د لویې څارنوالۍ له خوا پرې لګیدلي دي.
السیسي؛ د مرسي په لستوڼي کې مار:
جنرال السیسي لکه مرسي چې ځانته په لوستوڼي کې پټ مار ساتلی وي( یو کال مخکې یې په سخته لانجمنه توګه جنرال الطنطاوي له دندې ګوښه او السیسي یې د دفاع نوی وزیر وټاکه) نوموړي له موقع نه په استفاده چې په لوی لاس جوړ شوي تصنعي حرکات او لاریونونه چې د مصري پوځ ملاتړ هم ورسره وو، چې په پایله کې یې هغه معزول کړ. سره له دې چې دوه کاله پخوا د مصر ټول ولس د حسني مبارک په ضد لاریونونه کول خو دا چې حسنی مبارک په خپله د پوځ یو محصول و، هیڅ کله هم مصري لښکر داسې چټکه مداخله ونه کړله لکه د مرسي په ضد، له دې ښکاري چې د مصر پوځ بې پرې نه دی، او لا هم د غرب په اشارو ناڅي، دوی په لوی لاس مرسي د مصر په اقتصاد ځپلو تورن کړ په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې زیات مهال لاریونونه روان وو او د اقتصاد ځپلو اصلي مسوول مخلوع دیکتاتور حسن مبارک و چې د مصري ولس ارادې ته یې احترام نه کاوه او واک یې نه پریښود. حتي د پوځ د بې پرې توب لپاره کفایت کوي ووایو چې همدغه پوځ خلک د مرسي په ضد لاریونونو ته رابلل او د دوی په سر به یې د چورلکو نه ګلونه پاشل. د تمرد حزب او سیکولرانو په تصعني لاریونونو کې یوازې په یوه ورځ په تحریر ډګر کې تر ۱۰۰ زیاتې مصري میرمنې بې عفته شوې. چې ځینې یې بهرنۍ غربي خبریالانې هم وې.
د مرسي له معزول کیدو وروسته د هغه پلویانو پراخ لاریونونه پیل کړي، دا به په تاریخ کې ډیره کمه وي چې دومره درنه مرګ ژوبله دې ولسي بې وسلې پاڅونوالو ته اوښتې وي، دې وژنو انساني ضمیرونه ولړوزل، خو لا هم د طاغوت ملګري د منتخب مرسي پلویان ترهګر او بلوا ته لمن وهونکي بولي!!
مصر لکه یوسف؛ اسلامي هیوادونه لکه د هغه وروڼه:
دا خبره د ترکیې اسلامپالي لومړي وزیر طیب اردګان کړې ده، هغه په نړیواله کچه د مرسي د پلویانو په پلوي مشهوره دی او تر اوسه ددغه ظلم په وړاندې چوپ نه دی پاتې شوی. په اسلام کې د یوسف ع سره د هغه د وروڼو چلن او وروسته په همدغه مصر کې د هغه واک ته رسیدل له عبرتونو او په پاک قران ثابته کیسه ده، دغه بربنډ ظلم او ستم چې له مصري ولس سره د وخت د جابر فرعون جنرال السیسي له لوري روان دی، اکثره اسلامي هیوادونه ورباندې چوپه خوله دي، دا چوپوالی په خپله له جنایت سره همغږي ده، خو د حالاتو د جبر په وړاندې د مصري ولس مقاومت او د خپلو برحقو غوښتنو لپاره بې مثاله مبارزه هغه لاملونه دي چې تر ډیره ښکاري مصری ولس به دې جبر ته سر ټیټ نه کړي، دوی په خپل هدف او مقاومت کې قاطع دي، قربانۍ يې بې حده دي خو له خپل دریځه نه اړوي. تر اوسه ددې حزب اکثره مشران او غړي وژل شوي یا نیول شوي. د مرسي د پلویانو د چوپولو لپاره د مصري لښکرو له تاوتریخوالي ډک غبرګون انساني ضمیرونه شرموي، حتي په وچه پلمه ددغه ګوند ۳۶ تنه د متوسطې کچې مشران په یوه زندان کې په یوه ورځ ووژل شول. د دغه ګوند د سیاسې څانګې د مشر محمد البلتاجي او مرشد محمد بدیع لور او زوی هم پکې د وژل شویو له ډلې دي. دې وژنو او د ظلمونو اوج روان حالات د یوسف ع کیسې ته ورته کړي دي، چې اسلامي هیوادونه یې د خپل مسلمان ورور په ننګه نه دریږي او حتی په لوی لاس رسنۍ هم له دغه وحشتونو پرده نه پورته کوي. خو موفقیت به د یوسف وي!!
ابدي دښمن، اسرایل په کمین کې دي!!
د ترکیې لومړي وزیر دا خبره یاده کړې چې د مرسي په څملولو کې اسرایل لاس لري، دا خبره به د یوه لومړي وزیر له خولې له دروغو سره اړخ نه لګوي، اوسني عربي شیخان او اسرایل په پټ کې سره د مینې خواږه تارونه لري، مصر چې یو اسلامي ولس دی، ددغه هیواد پوځ په نړۍ کې ۱۴ م ځواکمن پوځ دی. په سیمه کې له غربي او یهودي منافعو څخه د ګواښ د چپیدو په خاطر باید د اسلامي هیوادونو ځواکمن پوځونه کمزوري شي، له نورو عواملو پرته، د سورېې پوځ چې یو پرمختللې اردو یې درلوده، نور ټوټه ټوټه او په خپل ولس کې رټل شوی دی، د اسرایلو منافع دا ایجابوي چې د مصر دغه ځواکمن پوځ باید له خپل ولس سره په جګړه بوخت او ریښې یې په خپل ولس کې وچې او مصر په کورنۍ جګړه اخته شي، دا به د مصري ولس درایت وي چې دا تاریخي هیواد په دې فرعوني حالاتو کې یوه ټوټه وساتي، کنه لیرې نه ده چې اسرایل او غرب له حالاتو او بې عقله جنرالانو داسې استفاده وکړي چې د دې متمدنه هیواد پوځ له خپل ولس سره د تل لپاره په جګړه، منحوس او ټوټه ټوټه کړي او د مصر ازاد ولس د فلسطین د مظلوم ولس په څیر د تل لپاره د اسرایلو غلام! کړي. اسرایل موکه ګوري او همدې ته په څو کې ناست دی!
خو د اخوانیانو شدید مقاومت او د مصري ولس درایت او روانې قربانۍ دا ډاډ ورکولی شي چې په مصر کې هم د ترکیې څو کاله پخوا سناریو تکراریدونکې ده، نو لیرې نه ده چې د مصر ولس بریالی، د مصر ولس په پوره یووالي کې وساتل شي او د مصري پوځ معاصر فرعونیان د ترکیې د څو کاله پخوا فرعونیانو په څیر په ابدي زندانونو کې خپل پاتې ژوند ته دوام ور کړي!!