ژباړه: حمیدالله حمیدي

د جذب له قانون څخه مخکې حدیث شریف لرو، إنّما الأعمال بالنیّات،(ټول عملونه په نیت پورې تړلي دي. د هر څه نیت، چې وکړئ هغه به تر سره کېږي.)

(د ژباړن خبرې)

د نوي عصر اروا پوهان، متفکرین او مذهبي مبلغین کلونه کېږي، چې د جذب د قانون په اړه خبرې کوي.

د جذب قانون وایي، د څه په اړه چې فکر کوئ، هغه که ښه وي یا بد، په لوري مو جذبېږي، مانا دا چې هماغه ډول کېږي. دوی وایي، که غواړئ روښانه راتلونکې ولرئ او خپلو هیلو ته ورسېږي، نو مثبت فکر وکړئ.

هغه کسان، چې تل له ناروغیو خبرې کوي، ناروغېږي. د جذب د قانون د اصولو له مخې کله چې تاسو د یوه څه په اړه اندېښمن وی او په اړه یې فکر کوی له ځنډ پرته هماغه ډول کېږي، په دې مانا، چې ژوند ستاسو د فکر زېږنده دی.

۱- څومره، چې د یوې موضوع په اړه فکر کوئ، هومره قوي کېږئ.

پر یوې موضوع باندې فکرکول د دې لامل کېږي، چې غوښتنې مو پر حقیقت بدلې شي.

۲- د یوه څه په اړه فکر کول، په دې مانا دي، چې تاسو یې غواړئ.

کله چې د یوه شي په اړه فکر کوئ په اصل کې ستاسو دغه فکر ورځ تر بلې لوېږي، چې په پایله کې یې تر لاسه کوئ، نو تل د خپل فکر خیال ساتئ او مثبت فکر وکړئ.

۳- د جذب قدرت مو په ورځني ډول تمرین کړئ.

هره ورځ پنځلس دقیقې وخت ځانګړی کړئ او په غوښتنو مو فکر وکړئ. دا کار دې لامل کېږي، چې په ډېرې اسانۍ سره خپلو موخو ته ورسېږئ.

۴- په نا امېدۍ کې ژوند مه کوئ.

خپګان او نا امیدي یوازې د دې لامل کېږي، چې د جذب قوه مو کمزورې شي، نو د دې پر ځای چې غمجن و اوسئ د خپلو غوښتنو، هیلو او موخو په اړه مو فکر  وکړئ.

۵- د بدلون لپاره، هغه ډول فکر وکړې، چې تاسو یې غواړئ.

دا هغه راز دی، چې یوازې بریالي کسان پرې پوهېږي. د امریکا تر ټولو مشهور لامبوزن وایي: (( هره شپه مخکې له دې چې وېده شم، فکر مې کاوه، چې په لوبه کې بریالی شوی یم!.)) د نورو خلکو خبرو ته مه تسلیمېږي، هغه ډول فکر وکړئ، چې تاسو یې غواړئ.

۶- د بریا له نامحدودو سرچینو څومره، چې کولی شئ ګټه واخلئ.

د نورو بریا نه شي کولی ستاسو مخه ډپ کړي. که ستاسو په برخه هم ډېرې بریاوې نصیب شي، ده نورو مخه نه شئ ډپ کولی.

۷- د منفي تجربو  فلمونه او خپرونې مه ګورئ.

کله، چې تاسو دغه ډول مزخرفاتو ته په خپل ذهن کې ځای ورکوئ، نو په ناخود اګاه ډول یې په اړه فکر کوئ او همدغه چاره بیا د دې لامل کېږي، چې تاسو په ژوند کې هم دغه ډول یو څه پېښ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *