لیکوال محمداکبر حقمل
\په هره برخه کې اړوند اړین بدلون هغه څه دی، چې د بریا لامل مو ګرځي. څرګنده خبره ده که بدلون او نوښت نه واي، نو ناکام به ناکام او بریالي به بریالي پاتې کېدل. دا بدلون او نوښت رامنځته کول دي، چې ناکامي په بریالیتوب، تورې تیارې په رڼاګانو او له تورتم ډک ژوند په ښائیستونو بدلوي. د بدلون راوستلو په موخه د هغو کسانو لپاره اوس هم ناوخته نه ده کوم، چې غواړي بدلون رامنځته کړي او د هغو کسانو لپاره ډېره ناوخته شوې کوم، چې دا احساس لري، چې ګواکي پر دوی په دې اړه ناوخته شوې ده. هر څه په احساس پورې اړوندېږي که چېرې مو احساس مثبت وي او ورسره په څنګ کې ريښتیا وغواړو، چې بدلون را منځته کړو نو ډېره آسانه ده، چې بدلون او نوښت رامنځته کړو او که مو احساس منفي وي، نو بیا په هغې صورت کې به مو د بدلون پایله هم منفي وي. بدلون هغه څه نه دی، چې په خپله زموږ پر لور راشي بلکه موږ اړ یو، چې پسې وګرځو او ځان ته یې را وبولو. بدلون زموږ د غوښتنې امر مني او زموږ د غوښتنې پیرو دی، په دې اړه موږ ډېر ثبوتونه لرو، چې یو له هغوی څخه په پښتو شاعرۍ کې رحمان بابا یو له حقیقت ډک بیت ویلی دی، چې هغه دا دی؛ خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله انسانان تل په بدلون کې دي ځینې یې په ښه او ځینې یې په بد، هر څوک خپل حالت په خپله بدلوي او بدلون یې هم په خپله هڅه پورې اړوندې که چېرې د بریالي کېدو او غوره کېدو په موخه د بدلون او نوښت رامنځته کولو په موخه هڅه وکړي، نو بریالي اوغوره به شي او که چېرې یې هڅه د منفي کارونو په ترسره کولو پورې اړونده وي، نو څرګنده خبره ده، چې منفي بدلونونه به وزېږوي. بریالي کسان ځکه بریالي دي، چې دوی بدلون خوښ کړی دی، له ناکامۍ څخه یې بریالیتوب ته د بدلون په موخه کار کړی دی او همدې بدلون ته د کار کولو پایله یې بریالیتوب ګرځېدلې ده. محمداکبر حقمل M Akbar Haqmal