تاند- طالبانو او روسیې تایید کړه چې له یو بل سره له کلونو راهیسي نژدې اړیکې لري.

په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیڅکي نن /شنبه/ د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون ته وویل چې هیواد یې د روسي اتباعو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي دي.

خو سفیر په عین حال کې وویل چې طالبانو ته یې نه پیسې ورکړي او نه وسله.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس ته طالبانو ویلي چې دوی له ۲۰۰۷ م کال څخه له روسیې سره ښې او نژدې اړیکي لري.

طالبانو دا خبره وروسته له دې وکړه چې د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي په یوه مرکه کې له طالبانو سره تماسونه تایید کړل.

د طالبانو یوه قوماندان رویټرز ته ویلي چې دوی بې له کوم مشکله له روسیې سره تماسونه جاري ساتلي دي.

ده دا هم ویلي چې له روسیې سره د طالبانو اړیکې له داعش سره ارتباط نه لري ځکه چې د داعش تر رامنځته کېدو کلونه وړاندې دواړو خواوو له یو بل سره تماسونه لرل.

له بلې خوا د بریتانیا ایکسپریس ورځپاڼې ته د طالبانو یوه مشر ویلي چې په افغانستان کې د امریکا په وړاندې روسیې او طالبانو په خپل منځ کې لاسونه سره ورکړي دي.

دغه طالب مشر، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي چې طالبان او روسیه په ګډه هڅه کوي چې امریکا او لوېدیځ ځواکونه له افغانستانه وباسي.

خو په کابل کې د روسیې سفیر ویلي چې له طالبانو سره یې تماسونه د دې لپاره هم ټینګ کړي چې دا ډله د سولې خبرو ته تشویق کړي.

2 thoughts on “روسیې او طالبانو په خپل منځ کې تماسونه تایید کړل”
  1. یو ځل په افغانستان کې د امریکا په مرسته د روسان په ضد جګړه روانه وه اوس د روسانو په مرسته د امریکا په ضد جګړه ده

    الله دی موږ افغانانو ته هدایت وکړی چې د پردیو لپاره جګړې کوو

  2. طالبان همدطالبانودغوا په څیردی ،چی هر څوک ورته نیږدی شی دوی بیا جینګي داړي ورته ونیولی وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *