د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز[1]
څو ورځې وړاندې د جمعیت اسلامي ګوند غړي عبدالحفیظ منصور په پارلمان کې اسلامي ثقافت او جوماتونه د “ترهګرۍ” زېږنده ځایونه وبلل. د عبدالحفیظ منصور دغو څرګندونو له تېرو دوو اوونيو راهیسې په رسنیو، په ځانګړي ډول ټولنيزو رسنيو او پارلمان کې د اسلامي ثقافت او جوماتونو په تړاو بحثونه راپورته کړي او له همدې کبله د حج او اوقافو وزير هم تېره اوونۍ ولسي جرګې ته ورغوښتل شوی و.
د لوېديځ هغه ناقدین چې د سیاسي اسلام ضد دي، له ډېر وخت راهیسې يې پر اسلامي ثقافت، مدرسو، مساجدو او د اسلام پر سیاسي نظام پراخې نيوکې کړې دي او د اسلام همدا سیاسي اړخ یې د “ترورېزم” سرچینه ګڼلې ده؛ خو په افغانستان کې دننه بیا لومړی ځل دی، چې د یوه اسلامي ګوند غړی، اسلامي ثقافت او جوماتونه د تروریزم ځاله ګڼي.
که څه هم په اسلامي ثقافت مضمون کې د محتوا او موضوعاتو له پلوه د بدلونونو په تړاو به ملاحظې وي او دغه راز د جوماتونو مدیریت به هم یو څه نیمګړتیاوې ولري؛ خو دا بیا په دې معنا نه ده، چې د تروریزم ځالې همدا دوه ځایونه دي. نبايد چې د تروریزم پر نورو اساسي لاملونو سترګې پټې شي.
څو پوښتنې د پام وړ دي؛ آیا موږ د لوېدیځ لخوا د تروریزم له وړاندې شوې اصطلاح او تعریف سره همغږي یو؟ د تروریزم پرضد د امریکا او افغانستان تګلاره څه ده؟ آیا مسجدونه او اسلامي ثقافت په ریښتیا هم تروریستان زیږوي؟ په اسلامي نړۍ او په تېره بیا افغانستان کې د تروریزم اصلي ریښې چېرته دي؟ او د اسلامي ثقافت په کومو برخو کې د بدلونونو اړتیا شته؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو د تحلیل په دې ګڼه کې ځواب کړې دي.
«ترورېزم» یوه مجهوله او متنازع فیه اصطلاح
مخکې له دې چې له تروریزم سره د اسلامي ثقافت او جوماتونو اړیکه بحث کړو، اړینه ده چې لومړی په خپله د تروریزم تعریف وړاندې کړو. د «تروریزم» اصطلاح یوه مجهوله او متنازع فیه اصطلاح ده، چې په ډېری توګه د لوېدیزوالو لخوا کارول شوې ده. د دغې اصطلاح په تړاو هېڅوک هم په یوه تعریف سره همغږي نه دي او د “ایلیکس پي شمېډ” د څېړنې پر بنسټ تراوسه د بېلابېلو لورو لخوا د تروریزم په تړاو له ۲۵۰ څخه زیات تعریفونه وړاندې شوي دي[2].
که څه هم ډېری د «تروریزم» د اصطلاح پر تعریف همغږي نه دي؛ خو بیا هم یو شمېر تروریستي کړنو او پېښو ته د تروریستي کړنو یا پېښو پر ویلو همغږي دي. د بېلګې په توګه د ملکي یا بېګناه کسانو وژنه، سړي تښتونه، ترڅو په ټولنه کې وېره خپره کړي او یا دولت وپاروي، یا حکومت، یا نړیواله ټولنه په دې مجبوره کړي، چې داسې کار وکړي، چې د کار په دایره کې ورته سم نه وي او داسې نور. له دې سره او د یو شمېر خلکو او ملګرو ملتونو د هڅو باوجود په نړیوال قانون کې د تروریزم اصطلاح تر اوسه پورې په سمه توګه نه ده تعریف شوې[3].
په نړیواله کچه د تروریزم داسې تعریف وړاندې کول، چې ټولمنلی وي، ستونزمن برېښي. ځکه د تروریزم له اصطلاح سره تر ډېره سیاسي او جذباتي چلند کېږي. د وروستیو دوو پېړیو تاریخ هم په همدې خبرې شاهدي وايي، ډېری استعماري او اشغالوونکو ځواکونو دغه اصطلاح د خپلو هغو دښمنانو پرضد هم کارولې، چې د آزادۍ او خپلواکۍ مبارزې یې پرمخ بېولې. د بېلګې په توګه نېلسن منډیلا په پيل کې د یوه تروریست په توګه پېژندل کېده، د شورویانو پرضد د خپلواکۍ په جګړه کې افغان مجاهدین او د آزادۍ مبارزین په همدغې اصطلاح تورنېدل، د فرانسې پرضد د الجزائر د خپلواکۍ مبارزین هم په ورته تور تورنېدل او داسې نور. له همدې ځایه ده، چې په نړیواله کچه دا خبره تر ډېره ومنل شوه او د ترورېزم په علومو کې یې بحثونه هم راپورته کړل، چې “د یوه تروریست د بل د خپلواکۍ اتل وي!”.
د امریکا او افغان حکومت د تروریزم ضد تګلاره
امریکا په افغانستان کې وروسته له هغه د تروریزم تر نامه لاندې جګړه پیل کړه، چې هېڅ یو افغان هم د يولسم سپټمبر په قضیه کې ښکېل نه و او نه هم امریکا طالبانو ته د اسامه بن لادن د سپارلو په قضیه کې قانعکوونکي ثبوتونه وسپارل؛ خو بیا هم امریکا دغه جګړه په افغانستان کې پيل کړه او روانه جګړه یې د تروریزم پرضد جګړه وبلله. له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د تروریزم پرضد دغه جګړه تر ډېره د امریکایانو پر مشرۍ، مشورو او طرحو روانه وه؛ له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې بیا افغان امنیتي ځواکونو ته هم یو څه برخه ورکړل شوه او له ۲۰۱۴ کال وروسته افغان امنیتي ځواکونو ته بیا په “رسمي” توګه د امنیتي عملیاتو بشپړ مسولیت هم وسپارل شو. خو له دې سره سره، د تروریزم پرضد روانه جګړه اوس هم امریکايي جګړه ده.
په افغانستان او عراق کې د امریکا د تروریزم پر تګلارې خپله امریکایان او د امریکا اوسني ولسمشر هم نیوکې کړې او هم د اسلامي نړۍ په هره برخه کې د دوی د دغې جګړې پرضد اوازونه پورته شوي. ان پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د امریکا د تروریزم پرضد جګړې توندې نیوکې کړې او ځینې مهال یې د امریکا د تروریزم ضد تګلارې ځینې اړخونه د «طالب جوړونې فابریکې» هم بللې دي.
په بل اړخ کې که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې غړي عبدالحفیظ منصور په ولسي جرګه کې په خپله وروستۍ وینا کې د تروریزم پرضد د افغانستان پر تګلاره کلکه نيوکه وکړه او ویې ویل:«استراتيژي مبارزه با تروریزم در طول سالهای اخیر ناکار آمد بوده، و در ناکار آمدیش هم جانب حکومت و هم شورای ملی به خصوص ما، دخيل و سهیم استیم»؛ خو د ده دغه نیوکه بيا پر دې ده، چې حکومت باید د تروریزم پرضد نور کوټلي ګامونه پورته کړي؛ ځکه د ده په اند «تروریستها بیش از این که مواد منفجره باشند فکر افراطی و تروریستی دارند. پولیس و امنیت میتواند که جلو بمب را بگیرند آما جلو فکر که ذهن به ذهن میگردد و زبان به زبان توزیع میشود و از سوی رسانهها پخش میشود آنها را پولیس گرفته نمیتواند…». له همدې ځایه ده، چې دا ډول څرګندونې به د تروریزم پرضد جګړه کې ګټورې ثابتې نه شي، بلکې توندلارۍ او په اصطلاح تروریزم ته به نوره هم لاره پرانيزي.
آیا جوماتونه او اسلامي ثقافت ریښتیا هم تروریستان زېږوي؟
عبدالحفیظ منصور په پارلمان کې د خپلو خبرو پرمهال په هېواد کې د تروریزم دوې اصلي سرچینې مساجد او ثقافت اسلامي وګڼل. ده وویل:«اکثریت مساجد ما فکر افراطی پخش میکند، ثقافت اسلامی همین اکنون در افغانستان تروریست تربیه میکند».
په اکاډمیک او علمي بحث کې دا تر ډېره ناممکنه ده، چې موږ په کُلي ډول د ثقافت اسلامي مضمون د تروریستانو پر روزنې تورن کړو؛ خو که د دې پرځای داسې ویل شوي وای، چې د اسلامي ثقافت د محتوا یا د مضمون د ځینو مفرداتو په تړاو د بحث اړتیا ده او یا هم ځینې استادان په دې تورن کړای شي، چې د اسلامي ثقافت تر مضمون لاندې خپل فکر وړاندې کوي، نو چا به ورسره ډېره ستونزه نه وای لرلې. البته په بشپړه توګه او بې له علمي دلایلو، څېړنو او احصائیو څخه ډېری مساجد او د اسلامي ثقافت مضمون د تروریستانو په روزنه تورنول تر ډېره سیاسي او جذباتي اړخ لري.
په تاریخي توګه هم، دغه ادعا چې مساجد او د اسلامي ثقافت مضمون د تروریستانو د روزنې مرکزونه دي، تر ډېره ناسمه برېښي. که څه هم په افغانستان کې د توندلارۍ پدیده له شلمې پېړۍ راهیسې رامنځته شوې؛ خو له هغې وړاندې د مساجدو او اسلامي ثقافت مضمون په شتون کې (د اسلامي ثقافت مضمون ډېری مفردات به تر نورو عنوانونو لاندې د افغانستان په مساجدو او مدرسو کې تدریسېدل) افغانستان د توندلارۍ له اغېزو پاک و. بلکې همدا مساجد او پکې تدریسېدونکي مضامین وو، چې د هېواد د تاریخ ځلانده تمدنونه یې رامنځته کړل، د بېلګې په توګه د غزنویانو، غوریانو، تېموریانو پرمهال د هرات، بلخ او غزني تمدنونه.
د تروریزم اصلي ریښه چېرته ده؟
په اسلامي نړۍ کې توندلاري او تروریزم د شلمې پېړۍ له لومړۍ لسیزې راهیسې پېل شوه، چې تر ډېره په منځني ختیځ کې د انګلستان او امریکا له سیاستونو سرچينه اخلي، په تېره بیا د عثماني خلافت پرضد د دوی هڅې، د سایکس پیکوټ تړون، په فلسطین کې اسرائیل هېواد ته زمینه برابرول او نور.
وروسته، د سړې جګړې پرمهال د لوېدیځ لخوا په اسلامي نړۍ کې له دکتاتورو، تپل شويو او د ولس له ملاتړه بېبرخې واکمنانو څخه ملاتړ وشو. په دغو هېوادونو کې دغه حالت په خلکو ماحول تنګ کړ. وروسته چې کله ځینې مسلمانان په افغانستان کې د شورویانو پرضد جګړه کې له برخې اخیستلو وروسته خپلو هېوادونو ته وګرځېدل نو دوی تعقیب شول او بالاخره یې ځای زندانونه شول. دغو کړنو هم ډېری د توندلارۍ او تروریزم په لور مایل کړل.
له ۲۰۰۱ کال وروسته، په افغانستان او عراق کې د امریکا جګړه او هلته د دوی کړنې هغه څه وو، چې په افغانستان کې يې د طالبانو بياراپورته کېدو او په عراق کې یې د داعش رامنځته کېدو ته لاره هواره کړه. له همدې ځایه ده، چې موږ وایو په اسلامي نړۍ کې تروریزم یا افراطیت په طبیعي ډول د لوېدیځ په تېره بیا د امریکا د تګلارو له کبله رامنځته شوی دی. دغه راز که څه هم دغه تروریزم او توندلاري به یو شمېر کورني عوامل هم ولري؛ خو تروریزم او توندلارۍ ته انګیزه ورکوونکي عوامل بیا تر ډېره بهرني دي.
په افغانستان کې د توندلارۍ او «تروریزم» تر شا اساسي لاملونه مساجد او اسلامي ثقافت مضمون نه، بلکې دلته د توندلارۍ او په اصطلاح د تروریزم تر شا د امریکا پوځي شتون، د امریکا هغه کړنې چې په بګرام او ګوانتنامو زندانونو کې يې وکړې، شپني عملیات او د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی بلل کېږي. همدا لامل دی، چې د ملي اردو ځینې سرتېري هم دې ته اړ کېږي، چې امريکايي او نور بهرني سرتېري په نښه کړي. دغه راز ناپوهي، له اسلامه ناخبري، فقر او بېکاري یې نور عوامل دي؛ خو دا بیا تر ډېره جزوي عوامل ګڼل کېږي.
د دې ترڅنګ یوه بله مهمه موضوع هم دا ده، چې توندلاري له تروریزم سره تړل کېږي او ځینې مهال بیا دا دواړه د مترادفو کلمو په توګه هم کارول کېږي، چې دا ناسمه ده. کېدای شي، ځینې مهال توندلاري هم له تروریزم سره تړاو ولري؛ خو په ډېرو نورو برخو کې بیا له تروریزم سره تړاو نه لري. دغه توندلاري یوازې په نظریاتو کې وي، نه په کومو کړنو یا پېښو کې. که د افغانستان د وروستۍ یوې پېړۍ تاریخ ته ځیر شو، نو دلته توندلاري یا په اصطلاح تروریزم تر ډېره د تفریط له کبله رازيږېدلی، چې دغو برخو ته څوک ډېره پاملرنه نه کوي.
که په لنډه توګه ووایو، په افغانستان او عراق کې د امریکا د تروریزم ضد تګلاره تر ډېره د محسن حامد د انګریزي ناول د «نازړه بنسټپال» (Reluctant Fundamentalist) په څېر ده، چې د چنګیز په نامه یو کرکټر په زوره او زړه نازړه د نورو د کړنو او چلند له کبله بنسټپال یا تروریست کېږي. ورته کار په اسلامي نړۍ او افغانستان کې هم له خلکو سره کېږي او دوی د نورو د تګلارو له کبله په نازړه توندلاري، بنسټپال یا تروریزم ته مخه کوي.
د اسلامي ثقافت ردول او پکې اصلاحات؛ دوه بېل مفاهیم!
د اسلامي ثقافت مضمون په اړه درې خبرې شته دي:
لومړی؛ هغه څوک چې دا مضمون تدریسوي
دویم؛ په خپله او په کلي توګه دغه مضمون
درېیم؛ د دغه مضمون محتوا یا مفردات
په لومړي او درېیم مورد کې اصلاحات غوښتل یا پکې بدلونونه راوستل کومه ستونزمنه او بده خبره نه ده او ډېری به ورسره همغږي هم وي. موږ هم د بیاکتنې اړتیا محسوسوو. خو دا چې په بشپړه توګه د ثقافت اسلامي مضمون بیخي له پوهنتوني نصاب څخه حذف کړای شي، لانجمنه او بحث راپورته کوونکې ده؛ ځکه:
لومړی؛ په دغه نصاب کې په ټوليز ډول د اسلام پر نړیوالتوب، هر اړخیزوالي او عباداتو بحثونه شوي، چې په ځینو برخو کې به يې یو څه اجتهادي مسایل وي، چې په بله طریقه هم تفسیرېدلای شي؛ خو دا د دې معنا نه لري، چې ټول نصاب یا په خپله دا مضمون تروریزم یا توندلارۍ ته لاره هواره کړې.
دویم؛ د نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن په دې پړاو کې، چې له هرې خوا له سیاسي او اقتصادي یرغل سره فکري او کلتوري یرغل هم روان دی، د اسلامي ثقافت مضمون به زموږ ځوانانو ته یو ډول فکري او رواني خوندیتوب هم ورکړي او په دغه عصري پړاو کې به د هغو پوښتنو د ځوابولو په لاره کې هم مرستندوی واقع شي، چې مستشرقینو او ځينو په اصطلاح روڼاندو لخوا وړاندې شوې دي.
پایله او سپارښتنې
- افغانستان چې اوس د وروستۍ یوې پېړۍ په پرتله له تر ټولو بدو شرایطو تېرېږي، باید پکې روڼاندي او لوړ پوړي چارواکي د دیني حساسیت له پارولو څخه په جدي ډول ډډه وکړي.
- د اسلامي ثقافت بشپړ نصاب او مضمون د تروریزم د مرکز په توګه تورنول به هېواد د نور تاوتریخوالي په لور بوځي او د نورې توندلارۍ لپاره به لاره پرانیزي.
- موږ هم په ځینو مواردو کې د اصلاحاتو غوښتونکي یو؛ خو دا باید په سمه طریقه وشي. اصلاحات باید په احساساتو ولاړ نه وي، نور تاوتریخوالی ونه زیږوي او د اصلاحاتو د وړاندې کولو او عملي کولو تګلاره هم پر افراط یا توندلارۍ ولاړه نه وي.
- د دې ترڅنګ دا چې د اسلامي ثقافت په مضمون کې د مفرداتو د بدلون په تړاو کومه جلسه یا پروګرام جوړیږي، نو باید چې د اسلامي ثقافت متخصصین پکې ونډه واخلي او دا کار د اسلامي ثقافت متخصصینو ته وسپارل شي. د اسلامي ثقافت د مفرداتو له بدلون سره باید سیاسي، ذوقي او جذباتي چلند ونه شي.
[1] د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، [email protected]، وېبپاڼه: www.csrskabul.com
[2] د نورو معلوماتو لپاره وګورئ:
Alex P. Schmid, The Definition of Terrorism, in Alex P. Schmid (edited), The Routledge Handbook of Terrorism Research, 2011, New York
[3] Human Rights Voice, there is no UN definition of terrorism, see it online: http://www.humanrightsvoices.org/eyeontheun/un_101/facts/?p=61