د شرابو وړه پیاله یې پر سر واړوله. تندی یې تریو شو. سر ته یې ټکان ورکړ، چاغې غومبرې یې وخوځیدې:
-په میدان کې مې ولیده ورته کتل مې، کتل مې، سترګې یې همهغسې زرغونې وې
-یو شپږ کاله خو به شوي وي
ده تشه پياله د رستورانت ګارسونې ته جګه ونیوله چې نور شراب ورته راوړي:
– سترګې یې لویدلې وې او له رنګه هم لږ سپیره مه شه سپیره ښکاریده
ما ورته وخندل:
-لکه چې ګنګس شوې، زه د وخت پوښتنه کوم
ګارسونې پیاله د ده مخې ته کیښوده. ده د پیالې بیخ ته وکتل:
-جرات مې وکړ ورمخته شوم او ورته ومې ویل ته ( مونیکا) نه یې چې په لادسپیکر کې اعلان وشو چې توکیو ته ۱۳۱۳ الوتکه الوتو ته چمتو ده
-نو خبرې مو سره ونه شوې؟
-دوه ساعته سره وغږیدو خو وخت لکه د سترګو په رپ کې چې تیریږي تیر شو
– اوس دې هم د پخوا غوندې خوښه شوه
– پنځه کاله هیڅ عمر نه دی خو دا ډيره بدله شوې
-نو اوس دې مینه پرې رانغله
پیاله یې کلکه پرمیز کیښوده:
-ارمان مې شو چې کاشکي په یوې خوا تلی دا توکیو ته تله زه لندن ته راغلم.
پای