زه چې کله په ښوؤنځی کې وم نو له هغه وخته مې د تاریخ د مطالعی سره ډیره علاقه درلوده او د تاریخ له مطالعی څخه به مې ځانګړی خوند اخیسته!
اتل، ننګیالی، میړنی، توریالی، ښاغلی او منلی هغه نومونه وه چې په لیدو او اوریدو به مې په شونډو مسکا خوره شوه او د خوښۍ احساس به مې وکړ، ددی نومونو په اوریدو به د خیال په ټال کې کښیناستم او ددی اتلانو سره به د ماضی هماغه صحنی ته داخل شوم، او داسې فکر به مې کولو لکه زه چې ددی صحنی خاص لیدونکې یم او د مطالعی ژور پوړ ته به ښکته شوم! د پښتون د نوم په اوریدو به، د یو سرلاری، زغمونکی، د اسلام دوست، وطن دوست، په خاوره مېین او اتل انځور سترګوته ودریده!
هغه چې تل به اتل وه، دښمن به یې د هیبتی څیری په کتو سره لړزیدو، یا خو به په توره تیښته بریالی شو او یا به یې سر له تنه جدا شو، په خپله خاوره به یې خپل ځان، ځوانی، کورنۍ او له هرڅه به تیروه او دی قربانۍ ته حاضر وه. د خپل وطن درد به یې د ځان درد بللو، د خپل پښتون ورور درد به یې د ځان درد بللو، هیڅکله به د هیڅ یو افت په وړاندی نه په شا کیدو او نه به مایوسه کیدو. تل به اتل وه! او اتلولی به یې د سر په قیمت خپلوله. خو اوس دا هرڅه برعکس دي. بې وسی، بې کوری، ژړا، معصومیت، وږی تږی، وژونکې او په ټوله کې بې واکه او بې لاسه شخص پښتون دی پخوا به فقط ښځو ژړل، خو اوس ژړا د نرانو هم عادت ګرځیدلی ده.
د جهالت په تیارو کې دومره غرق او دومره ورک دی چې هرڅه یې له لاسه ورکړی، د سپیره جنګ له لاسه اوس په تورو تیارو کې له ځانه ورک، خپل وطن، خاور او پښتون ځنی د جهالت تیارو ورک کړی. نه نه نه نه هغه وخت کې پښتون نه ژړل! پوره کوم یې یـــــــاره کله یې نیمــــګړی پریږدم د جنګ میدان ته به بیا بیا ځمه پښتون پسې مې خدایه! په یو ټغر یې کښینوه، ته یې یو کړه سره د سیــــــال قبـوله کړه دعا ځمه پښتون پسې مې سیــــــــــال

تشبیه خو به مې ډیره بده نه وي؟

پښتانه!!! پښتانه د هغه کښتۍ سپرلی ده چې په سمندر کې یې خپل مسیر پریخې وي او د تباهۍ خواته ډیر نږدی شوي وي، د کښتۍ ماڼوګان د کښتۍ په تل کې د شرابو په نشه کې غرق پرک پراته او څو تنه د کښتۍ د ژغورنی هڅه کوي، لیکن هغوئ هم له ژغورنی څخه عاجز شی.
شدید طوفانونه د کښتۍ د غرقولو هڅه کوي، هڅه یې بریالۍ ده، کښتۍ ته یې ټکان ورکړه، ځینی پښتانه د کښتۍ له څنډو سمندرته پریوتل، د اوبو مستی څپي، شدید باد، توری وریځي سیل کوې او وږی ماهیان خپل نسونه ډکوي. ماڼوګان لاهم نشه دي او طوفان شیبه په شیبه زور اخلی او په بې وزله سپرلۍ د مرګ کړۍ راتنګوي، پاتی سپرلۍ لاهم د نجات په تمه ده خو ماڼوګان چې کله په خود راځي نو بیابه ډیر ناوخته وي.
سیــــال مو
One thought on “نه نه نه نه هغه وخت کې پښتون نه ژړل! / سیال شینواری”
  1. ايله بيله چې په ليکنه دې پيل وکړ مبارک ۔هيله ده چې دوام ورکړي

    اودا لړۍ قطع نه کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *