د ترکیې په استانبول ښار کې تېره شپه خونړیو چاودنو نژدې ۲۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ترکي رسنۍ د چارواکو په قول وايي، په دوو چاودنو کې، چې د فوټبال له یوه لوبغالي دباندې وشوې، لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او ۱۶۰ نور ژوبل دي.

د مرګ ژوبلو شمېر د ترکیې د روغتیا وزیر رجب اکداګ په روغتون کې د ټپیانو له لیدلو وروسته اعلان کړ.

وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې زیات وي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وژل شوي کسان شهیدان وبلل او ویې ویل چې دا چاودنې یو تروریستي عمل دی.

ده ژمنه وکړه چې ټولې تروریستي ډلې او تروریزم به وځپي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل چې په وژل شویو کې ۲۷ پولیس هم شامل دي.

ده همداراز وویل، یوه چاودنه د موټربم وه چې له سټډیوم بهر یې پولیس په نښه کړل.

د ترکیې مرستیال صدراعظم وویل چې دوهمه چاودنه له لومړنۍ هغې ۴۵ ثانیې وروسته لوبغالي ته څېرمه په یوه پارک کې وشوه.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وویل چې ۱۰ تنه په چاودنو کې د لاس لرلو په شک نیول شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي له چاودنو وروسته یې، چې په نیمه دقیقه کې یو په بل پسې شوي دي د ډزو غږونه هم اوریدلي دي .

دا پېښې د ترکیې د بشیک تاش او بورساپور ټیمونو ترمنځ تر لوبې وروسته شوې دي.

په وروستیو میاشتو کې د ترکیې په لویو ښارونو کې دا ډول بریدونه زیات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *