ژباړن محمداکبر حقمل
لکه څرنګه، چې سفنج اوبه جذبوي همدارنګه تاسو هم کولای شي، غوره فکرونه جذب کړئ او د خپلې موخې په ټاکلو او هغې ته د ځان په رسولو کې ترې ګټه واخلئ. «توماس ادیسون» د چا، چې خپل فکرونه او اطاعتونه سم او تنظیم نه وي، هر څومره ډېر، چې پوهېږي همدومره ډېرې تېروتنې کوي. «ژرژ هربرت» کوم فکرونه، چې د خپلې راتلونکې په اړه لرو، د هغې ترښځې مثال لري کومه، چې زموږ د راتلونکي ژوند د تهداب یا بنسټ تیږه تراشي او جوړښت ورکوي. «آنتوني رابنز» ژوند هغه پدیده، چې یوازې دوې ډلې نه شي کولای بدلون ورکړي، اول د لېونیانو لېونتون دهم د مړو هدیره. «اورت دیرکس» تر ټولو آرامه کلیمې دي، چې طوفان له خپل ځان سره را ولاړوي، نړیوال ګواښي. هغه فکرونه، چې د کوترو په پښو مخ پر وړاندې راځي. «نیچه» که څه هم د فکرونو د څرګندونې وسیله یوازې ژبه ده، خو سره له دې همدغه ژبه د فکرونو د څرګندولو تر ټولو ستره مانع هم ګرځي. «آرتور شوپنهاور» هر څوک، چې له ژمنې کولو تېرېږي کولای شي پرته له کوم زحمت، پردې او ساتونکي د لویانو د فکرونو ګلستان ته ور ګډ شي. «ساموئل اسمالیز» فقیران او مسکینان کولای شي پرته له اندېښنې څخه د لویانو له غوره فکرونو او ویناوو ګټه واخلي، معنوي ګلستان ته خو هسې یوازې د سودا د ننه کېدو اجازه ده. «اسمایلز»