ولي خان کارند –
مونږ دا څو لسیزې نه بلکې له ډیرې مودې ان له معاصر تاریخ څخه د مخه او د معاصر تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د زبر ځواکونو او بیلابیلو ایډیالوژیو د سیالیو مرکز یوو، یو وخت د صفوي ایران او ګورګاني هند ترمنځ د رقابتونو سیمه وو،له هغه راوروسته د انګریز او روس د لویې لوبې( Great Game)میدان وګرځیدو ورپسې یعنې څو لسیزې مخکې د شوروی اتحاد او امریکا دساړه او توده جنګ سیمه وو او همداسې تر دې دمه دیو او بل هیواد د نیابتي او هدفي جګړو ښکار ګرځیدلي یو دا چې ولې هر وخت د غمیزو، جګړو او ورانیو طوفان او سیلۍ زمونږ له سیمې تیریږي پرې بحث نه کووم بلکې په دې مضمون کې هغه نقطو ته اشاره کوم چې جوتوي مونږ یو ځل بیا د د نړۍ دهمکاریو او تجارتي اتصال پر ځای دنړۍ دتودو جګړو په میدان بدلیږو د عراق په موصل شدید عملیات، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب سره سوله، د افغانستان په شرق کې د داعش د ابتدایي هستې تشکیل، له طالبانو د روسیې او ایران ملاتړ، هیواد ته د ۲۳۰۰ تازه دمو امریکا یي عسکرو راتګ ، د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې پر دې تاکید چې افغانستان د لازیاتې توجو مرکز و ګرځي او داسې نور ډير څه ثابتوي چې زمونږ هیواد ته د نړۍ هغه جګړه راروانه ده چې مونږ یې په سوریې او عراق کې د پيښیدو انتظار ویست، دا دې یو ځل بیا زمونږ هیواد په همغه مسیر نیسي او د لویو قوتونو د جګړې په سیمه بدلیږي له ټولو لومړۍ که مونږ دعراق په موصل ښار باندې عملیاتو ته ځیر شو هغه وخت پیل کیږي کله چې په سوریه کې فدراتیفې روسیې د امریکا او متحدینو په جوړو شوو ډلو باندې شدیده بمباري پیل کړه او ډیرې سیمې یې د هغوي له منګولو وژغورلي او بیرته د سوریې د دولتي ځواکونو په واک کې ولویدې ، امریکا چې په سیمه کې ددې جګړو ترټولو پیاوړی لوبغاړی په دې تشویش کې ولوید چې؛ که چیرې روسان د سوریې له پولو عراق ته په نوموړو ډلو پسې راپورې ووځي او دلته یې د ځپلو هڅه وکړي، ممکن په لاس کې پریوتي عراق یې دروسانو سره تقسیم شي، نو مخکې له هغه چې فدارتیفه روسیه له سوریې عراق ته لاس راوغځوي د عراقي ځواکونو اوشیعه ملیشو په مرسته یې په موصل د لویو عملیاتو د ترسره کولو پلان طرحه کړ، چې په اصل کې نوموړي عملیات دوه لویې موخې تعقیبوي لومړی دا چې د اسلامي دولت (داعش) امریکا ساخته ډله یو داسې بستر ته انتقال کړي چې نه یوازې هدف ته نژدې واوسي بلکې تر یو وخته نسبتا امن ماحول ولري او دوهم دا چې عراق ته د فدراتیفې روسیې دلاس راغځولو بهانه له منځه یووسي، نو هغه موقیعت چې نوموړې ډله دخپل جوړښت مقصد(مرکزي اسیا،چین او ایران) ته نژدې کوي اوترډیره ورته یو امن بستر کیدایشي افغانستان دې ،افغانستان نه یوازې دا چې په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیکو هدفونو او رقیبانو په پولو پروت دې بلکي تر ډيره ممکنه ده چې نوموړې ډله پکې په ښه ډول تجهیز او وساتل شي ، بل هغه قدم چې امریکا له روسیې سره د خپلې احتمالي جګړې په موخه پورته کړ هغه افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب ننویستل وو، په تیر کې دشوروي اتحاد او شرقي بلاک په وړاندې د اسلامي حزب دریځ او مؤثریت هغه څه وو چې امریکایان یې له نوموړي حزب سره سولې ته لیوال کړه، اسلامي حزب به وروسته له خپل انسجام د خپل نفوذ څخه په استفادې د امریکا لپاره دوه عمده هدفونه تعقیبوي، لومړی دا چې عامه ذهنیت به دروسیې پر وړاندې د امریکا له جګړې څخه ملاتړ کولو ته هڅوي اودا له امکانه لرې نه ده چې د فدراتیفې روسیې او ایران پلوو ډلو په وړاندې دعملي جګړې په ډګر کې هم وکارول شي او دوهم دا چې د افغانستان موجوده نظام او حکومت په متزلزل او بحراني شکل وساتي کوم رول چې په عراق کې مذهبي مشر مقتدالصدر سرته رسوي. پاتې دې نه وي چې د ګلبدین حکمتیار سره پر سوله د پاکستان موافقه هم اخیستل شوي ،پاکستان په افغانستان کې له هندوستان سره په شدیده نیابتي جګړه بوخت دې او داسلامي حزب په راننویستلو کې یو لوي هدف تعقیبوي چې هغه د هندوستان د نفوذ مخنیوي او په دولتي دستګاه کې د پاکستان د نفوذ پیاوړتیا ده . همدرانګه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې افغانستان ته د زیاتې توجو تاکید، د امریکا د دفاعي کمیټي څرګندوني چې باید په افغانستان کې د جګړې ډول ته تغیر ورکړل شي او د جګړې اړوند د بارک اوبامه په پالیسیو نیوکه او افغانستان ته د تازه دمو ۲۳۰۰ امریکایي کمانډویي عسکرو درالیږلو پریکړه هغه څه دي چې په هیواد کې دجګړې د یوه لوري د اماده ګیو بشارت ورکوي دا چې د جګړې دوهم لوری هم خپلې اماده ګۍ وښایي تیره ورځ روسیې او ایران تایيد کړه چې له طالبانو سره مستقیما په ارتباط کې دي د فدراتیفي روسیې دمستقیمو ګوزارونو ترڅنګ ددې ویره هم شته چې ایران له اسلامي دولت(داعش) سره د جګړې په پار د طالبانو ترڅنګ په عراق او سوریه کې جنګیدونکې شیعه افغانۍ ډله (فاطمیان)چې تعداد یې تر ۱۰۰۰۰ لس زرو اوړي افغانستان ته را انتقال کړي چې دا جګړه به د بین المللي جګړې ترڅنګ د هیواد دننه قومي او مذهبي جګړو ته لاره پرانیزي دا چې مونږ ددې جګړو د دفعې لپاره څه کولی شو ؟ او هغه لاره به کومه وي چې مونږ له دې جګړو پرې ووځو ؟ هغه سوالونه دي چې کره او ممکنه ځواب نه لري،ولې حکومت ته په کارده چې د تجارتي او بین المللي همکاریو په څلور لارې کې د پيښیدونکې جګړې لپاره له مخکې هغه لارې چارې اټکل کړي چې دعام ولس د زیان کچه پکې ترټولو په ټیټ حد کې وي او عام ولس باید هغسې چې وایي ( عام ولس د خپل بادشاه په دین ده ) له خپل حکومت ملاتړ وکړي