تاند- هغه ورځ لېري نه ده چې د دنیا هر ګوټ ته د یوې پیالې کافي د څښلو هومره وخت کې لاړشئ.
د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، کاناډايي ډیزاینر چارلیس بمباردیر د انټیپوډ (Antipode) په نوم الوتکې ته انکشاف ورکوي چې د ده په ادعا له لندن څخه د نیوبارک مزل به په ۲۰ دقیقو کې کوي.
ده په خپله ویبپاڼه (website) کې لیکلي چې انټیپونډ به په یو ساعت کې ۱۶ زره مایله مزل کولی شي؛ د دې معنا دا ده چې دا الوتکه به د ږغ ۲۱ برابره تېزه وي.
حاضردمه بوینګ ۷۱۷ مسافري الوتکه په ساعت کې ۵۰۰ مایله مزل کولی شي.